تازه مطالب
کور / مطبوعات / داخلي مطبوعات / د اوونۍ غورچاڼ/ کابل چاپ ورځپاڼو ته کتنه
د کابل چاپ ورځپاڼې، غورچاڼ

د اوونۍ غورچاڼ/ کابل چاپ ورځپاڼو ته کتنه

راټولوونکی: ډاکټر مقدس

سرنوشت

سرنوشت ورځپاڼې په هېواد کې د داعش پروژې ته کتنه کړې، ددوی په وینا په وروستیو کې داعش په ننګرهار کې د پچیر په سیمه حمله او بیا په غور ولایت کې د ملکي وګړو وژنه د امریکا پروژه ده.

څوک شته چې داعش امریکايي پروژه ونه ګڼي؟

امریکايي بې پیلوټه الوتکې په ننګرهار کې هغه جنګیالي په نښه کړي چې د داعش پر ضد جګړه کوي.

دغه برید چې پنځه داعش ضد پاڅونوال او د هغوی قوماندان پکې وژل شوي، د پچير اګام ولسوالۍ د کوز پچير په کلي کې شوى دى. ننګرهار کې چارواکي مني چې بې پیلوټه الوتکې برید کړی. امریکايي ځواکونو هم برید منلی، خو د تل په څېر دا نه مني چې داعش ضد وسله په نښه کړي دي. ولې د بهرنیو ځواکونو په بریدونو کې پرله پسې افغان ځواکونه، ملکي وګړي او په ځانګړي ډول داعش ضد کسان په نښه کېږي؟
امریکايي ځواکونو په ننګرهار کې پرله پسې هغه کسان په نښه کړي چې له داعش سره په جګړه کې دي. پر افغان امنیتي ځواکونه هوايي بریدونه شوي. دغه راز په سیمه کې پاڅونوال او هغوی چې د داعش پر ضد ولاړ دي، د دوی تر هوايي بریدونو لاندې راځي. دغه راز هغه وسله وال طالبان هم تل امريکايي ځواکونو تر هوايي بریدونو لاندې راغلي چې د داعش پر ضد یې جګړه کوله.

ډېر وخت داسې شوي چې د داعش او وسله والو طالبانو ترمنځ په ګرمه جګړه کې بهرنیو ځواکونو پر وسله والو طالبانو هوايي بریدونه کړي دي.

په ننګرهار کې د بل هر ولایت په پرتله د امریکا هوايي بریدونه، په ځانګړي ډول د بې پیلوټه الوتکو بریدونه ډېر دي. په دغو بریدونو کې په منظم ډول داعش ضد کسان په نښه شوي او ان د طالبانو ډېر هغه مشران د بې پیلوټه په بریدونو کې وژل شوي چې د داعش پر ضد یې جګړه رهبري کوله. له دې سره په یوه وخت دا خبرې هم بیا بیا کیږي، چې داعش وسله والو ته د امریکايي الوتکو له خوا وسلې او تجهیزات وروړل کیږي.

داسې خبرونه هم شته چې داعش وسله وال په چورلکو کې له یو ځای څخه بل ځای ته وړل کیږي. دا خبرونه یوازې د اوازې په حد کې نه دي پاتې شوي، بلکې په دې اړه مستند خبرونه هم شته او په ځینو سیمو کې خلکو دا هر څه لیدلي دي. دغه راز د ملي شورا له غړو نیولې، تر سیاستوالو او قومي مشرانو پورې بیا بیا دا خبره کړې چې داعش د هوا له لارې اکمالیږي او تجهیزات ورته رسول کیږي. ان داسې خبرونه هم خپاره شوي چې د داعش راډیو په ننګرهار کې د امریکا له یوه نظامي مرکزه خپرونې کوي.

د امریکايي ځواکونو په هوايي بریدونو کې د داعش ضد وسله والو، پاڅونوالو او امنیتي ځواکونو وژل کېدل او له داعش څخه د امریکا د ملاتړ په تړاو اوازې، مستند او غیر مستند خبرونه ټول دا څرګندوي چې داعش د امریکايي ګټو لپاره یوه پروژه ده.

د ورځپاڼې په وینا، دا هر څه نه تصادف دی، نه تېروتنه او نه هم ناسم معلومات، بلکې هر څه د یو منظم پلان له مخې کیږي. نور له افغانانو سره په دې تړاو شک نشته، بلکې ټول پوه شوي چې داعش د امریکا پروژه ده چې په مستقیم او غیر مستقیم ډول یې ملاتړ کوي. اوس هغه وخت دی چې افغانان سره لاسونه یو کړي او د امریکا ددې پروژې پر وړاندې ودریږو.

د ولسمشر او اجرائیه رئیس تر منځ اختلافات نور هم ډېر شوي

ځیني سرچینو کابل نیوز ته ویلي چې د بروکسل له غونډې وروسته د ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله تر منځ اختلافات یو ځل بیا اوج ته رسېدلي دي.
ټاکل شوې وه چې ولسمشر غني د بروکسل له کنفرانس وروسته یو لړ تغییرات راولي، خو اجرائیه رییس ورسره موافق نه دی او په ټولو تغییراتو او تعییناتو کې د ۵۰ جمع پنځوس پر اساس ونډه غواړي.
د سعودي تر سفر وړاندې ډاکټر عبدالله له ولسمشر غني سره د اداري اصلاحاتو د نوماند رییس پر سر مخالفت درلود چې که ولسمشر نادر نادري د دې ادارې د رییس په توګه معرفي کړي، دی به د سیمه ییزو ارګانونو رییس وټاکي.

یوې سرچینې کابل نیوز ته ویلي چې د سعودي عربستان تر سفر وړاندې ډاکټر عبدالله له ولسمشر سره د اداري اصلاحاتو د نوي رییس پر سر مخالفت درلود چې که ولسمشر نادر نادري د دې ادارې د رییس په توګه معرفي کړي، دی به په خپله خوښه د سیمه ییزو ارګانونو لپاره نوی کس وګوماري.
ده راز د مشرانو جرګې غړو هم د یکشنبې د ورځې عمومي جلسې کې وویل، که د حکومت د مشرانو ترمنځ اختلافونه حل نه‎شي دا به ناوړې پایلې ولري.
د ملي وحدت حکومت؛ خلکو ته یو رېښتینی عذاب

د ملي وحدت حکومت د افغانستان خلکو ته په یو داسې عذاب بدل شوی چې هم یې اوس کړوي او هم ترې د دایمي کړاو وېره ده. په امنیتي برخه کې حالت ورځ تر بلې خرابیږي، ولایتونه د سقوط پر برید ولاړ دي. هره ورځ افغانان وژل کیږي.

 زموږ سرتیري د ناسمې رهبرۍ له امله ډېر وخت بې ځایه قرباني ورکوي. د زیاتېدونکو جګړو له امله ملکي وګړي هم له سخت حالت سره مخ دي، وژل کیږي، ټپي کیږي او مالي زیانونه ویني. په اقتصادي برخه کې هم د ملي وحدت حکومت له سختې ناکامۍ سره مخ دی. بې کاري زیاته شوې او خلک سختو ستونزو سره لاس او ګریوان دي. ورځپاڼه وايي، حکومت په هره برخه کې په شاتګ کړی او هېڅ داسې څه نه لري چې خلکو ته یې د لاسته راوړنې په توګه یاد کړي.
د ملي وحدت له حکومته خو د لاسته راوړنې تمه نشته، بلکې اوس یې له بده مرغه خلکو ته یو مخ زیان رسي. د جنرال دوستم او احمدضیا مسعود خبرې او تر دې وړاندې د ولسمشرۍ ماڼۍ او اجرایوي ریاست دریځونه ښيي چې دا حکومت نور خلکو ته په یو رښتیني عذاب بدلیږي.

کله چې یو حکومت یو مخ نه کام او له ستونزو ډک وي، نو څنګه به قوم ته خدمت وکړلی شي!؟ کله چې هلمند او فراه سقوط کیږي، کله چې په ټولو پښتون مېشتو سیمو کې هره ورځ جګړه وي، داعش او نور وسله وال پر بریدونه کوي، نو څنګه ویل شو چې حکومت پښتون ته کار کوي!؟ کله چې ازبک میشتې سیمې له نا امنۍ او لوږې سره مخ وي او دوستم یوازې خپلو زامنو ته رتبې اخلي، نو څنګه ویلی شو، چې حکومت ازبکو ته کار کوي؟ همداسې کله چې عبدالله او نور چارواکي په خپلو شخصي ګټو مصروف وي، نو بیا دا ادعا څنګه کیدای شي چې دوی تاجکو ته کار کوي!؟ رښتیا دا ده چې ملي وحدت حکومت کې چارواکي یوازې خپلو شخصي ګټو او هغوی ته کار کوي.

له همدې امله دوستم او احمدضیا مسعود باید پوه شي چې نور د قومونو په نامه سوداګري کار نه ورکوي او خپلې ناکامۍ دې پر قومي شعارونو نه پټوي.

د تورنو واکمني
د حکومتي مشرانو پر یو بل سختې او خطرناکې نیوکې کېږي چې که ثابتې شي، نه یوازې دا چې له دندو لرې کېدای شي، بلکې زندانونو ته هم لېږل کېدای شي. د اجرایوي رییس او ولسمشر تر منځ اختلافات او د تورونو تبادله څه نوې خبره نه ده.

 اجرایوي ریییس ولسمشر پر بې کفایتۍ تورن کړ. ولسمشر اجرایوي رییس د اصلاحاتو پر وړاندې خنډ وباله او د مفسدینو پر ملاتړ یې تورن کړ. اجرایوي رییس بېرته ولسمشر او نږدې کسان یې نه یوازې دا چې پر فساد تورن کړل، بلکې له نړیوالې مافیا سره یې تړلي وګڼل. اوس دا دی چې د ولسمشر لومړی مرستیال ولسمشر او اجرایوي رییس پر قومپالنه تورنوي. د دوی له خوا به یو پر بل تورونه تر دې زیات وي، خو دا هغه څه دي چې رسنیو ته راوتلي دي. اوس د داسې یو حکومت برخلیک به څه وايي چې د سر څو کسان یې یو پر بل داسې ستر او خطرناک تورونه لګوي؟
پټ تورونه نه دي لګول شوي، بلکې هر څه عام دي او په رسنیو کې خپاره شوي دي. که پر چا لګول شوی تور ثابت شوی نه دی، خو دا هم نه ده ثابته شوې چې دا تورونه بې ځایه دي. له همدې امله د حکومت لوړپوړي چارواکي تورن دي او خلک ورته د شک په سترګه ګوري.
د حکومت دغه انځور خورا خراب دی او کله چې حکومت دغه حالت ته ورسېږي، نو بیا نه یوازې ترې د کار او خدمت تمه نه وي، بلکې وېره ده چې خلک به له سختو ستونزو سره مخ کړي.

ویسا ورځپاڼه

جان كيري د نسخې د ناكامۍ بل سند

د ښاغلو غني- عبدالله ګډو له حكومت تېره دوه كلنه موده زموږ د حكومت او ولس د بدناميو او ناكاميو يوه بې سارې زمانه ده چې د بې نظمۍ، قانون ماتونې او انارشۍ ټول ريكارډونه يې مات كړي دي، په دې موده كې داسې اونۍ ښايي نه وي چې يا په امنيتي برخه كې يوه غميزه نه وي پېښه شوې او يا رسنيو ته د حكومت له ننه څخه د ونډو د وېش پر سر د اختلاف غږ نه وي پورته شوى.

دا چې په يوه حكومت كې د ولسمشر دوهم مرستيال پوځي دريشي واغوندي په ټانګ سپور شي، د بهرنيانو هوايي ځواك يې هم پر سر ګرځي، قتل عامونه وشي، ولسونه وځپل شي، د جګړې دوړې لا نه وې ناستې مرستيال له ولسمشر نه په شكايت خوله پرانېزي، مرګونه شوي وي خو پايله نه لري. مرستيال او ولسمشر يو د بل پرخلاف تبليغاتي مورچل تاوده كړي د دې حكومت معنا څه ده؟

آيا د دې ولس ډېر ارزښتناك وخت نه دى برباد شوى؟ يوازې د ولسمشر او مرستيال ترمنځ لانجه نه ده، اجرائيه رئيس بل ځاى سپږمې اسمان ته نيولې، د ښې حكومتولۍ استازى بل ځاى ناست دى رجزونه تكراروي، د دې حكومت هره ستنه د بلې پر خلاف فعاله ده، هغه وسله وال مخالفين پرځاى پرېږده چې اوس يې نوې لارې او ګودرونه هم موندلي دي.

دا ټول چې بيا په سيمه كې د لويې لوبې له نويو څپو سره ارزوې  افغانستان ته له دې پرته څه پاتې دي چې خپل ويرونه وژاړي.

آيا اوس هم څوك په دې كې شك لري چې د جان كيري نسخه او د غني او عبدالله د (نصف لي و نصف لك) وېش زموږ د ولس پر برخليك ډېر بدقمار ؤ. كه لوبه دوام كوي نو د عبدالله، ولسمشر غني، جنرال دوستم او … دريځونه به زموږ ولسونه يو د بل پر خلاف ونه دروي؟ آيا دا هماغه د امريكايي سناتور ډاناروراباك طرحه نه ده چې د پياوړي مركز پر ځاى افغانستان پر جنګسالارانو او بېلابېلو پاړګيو وېشي؟

امريكا په سيمه كې د وحشتونو د دوام اصلي لامل

ویسا ورځپاڼې په دې سرمقاله کې د ګډ حکومت او د طالبانو د واکمنۍ په اړه لیکنه کړې.

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف وايي، چې امريكا او متحدين يې په منځني ختيځ او ټوله سيمه كې د ترهګرۍ او نا امنۍ لامل دي. كه څه هم اوس روسيه د امريكا د سيال په توګه راڅرګنده شوې چې په سوريه كې وسله واله مداخله يې يو سارى دى. خو كه له منځني ختيځه تر جنوبي آسيا پورې د يو شمېر هېوادونو برخليك ته پام وشي، د ځينو افراطي ډلو د جوړېدو بهير ته ځير شو د روسيې د بهرنيو چارو وزير خبره بلكل ريښتيا ده. امريكا د دې سيمې په نا امنه كولو او د جنګي ياغي ځواكونو په جوړولو كې نيغ لاس لري.

راځئ څو ساري يې له نظره تېر كړو، افغانستان اوس ډېر له بې ثباتۍ او بدې راتلونكې سره مخ دى او كه د ۲۰۰۱ ز نه وړاندې؟

هغه مهال كه د دوو لوريو ترمنځ جګړه وه بهرنۍ لاسوهنه او پوځي حضور د اوس مهال په كچه نه ؤ. د جوړجاړي امكان ؤ. قومي تعصبونه او ياغي خپلسري ځواكونه چې د هېواد راتلونكې ګواښيي هېڅكله په اوسنۍ كچه نه وو. په تېرو ۱۶ كلونو كې تر دوه سوه زره ډېر افغانان وژل شوي دي، لا هم جګړه روانه ده او د هېواد برخليك مو نامعلوم دى.

دا اوس چې له افغانستان تر سوډان پورې په بېلا بېلو هېوادونو كې د امريكا له پوځي او سياسي حضور سره كوم حالت دى، آيا نظم همدې ته وايي چې د ورځې په سلګونو كسان په بې تعريفه جګړه كې وژل كېږي؟

واقعيت دا دى چې امريكا په سيمه كې د وحشتونو يوه بدنامه لوبه پيل كړې او تر كومه چې د دغه هېواد يكه تازي روانه وي دغه وحشتونه به همدغسې دوام لري.

تبصره پريږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتل شوي تش ځايونه ډک کړئ، *

*