تازه مطالب
کور / مطبوعات / داخلي مطبوعات / د اوونۍ غورچاڼ/ کابل چاپ ورځپاڼو ته کتنه
د کابل چاپ ورځپاڼې، غورچاڼ

د اوونۍ غورچاڼ/ کابل چاپ ورځپاڼو ته کتنه

راټولوونکی: ډاکټر مقدس

سرنوشت ورځپاڼه

د امریکايي جنایتونو د پټولو ناکامه هڅه

ګارډین بریتانوي ورځپاڼه وايي، پر افغان ملکي وګړو د امریکايي ځواکونو د بریدونو پر وړاندې د یوناما غبرګون او رپوټونو امریکا په غوسه کړې او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو پر نظارتي برخې محدودیتونه زیاتوي. دغه بریتانوۍ ورځپانه د ملګرو ملتونو او امریکايي سرچینو په حواله وايي، چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قوماندان په دې هڅه کې دی، څو د جګړې ډګر او پوځي اډو ته د ملګرو ملتونو د نظارتي برخې پر ورتګ محدودیتونه وضح کړي او یاهم پرې بندیز ولګوي. د ګارډین په دې رپوټ کې د امریکاي ځواکونو هغه هوايي برید ته هم اشاره شوې، چې په ننګرهار ولایت کې یې د داعش په نامه ۱۴ ملکي کسان وژلي دي.

په افغانستان کې د جګړې ښکېلې خواوې پرله پسې ملکي وګړو ته زیان اړول کیږي. په دغو جګړو کې ملکي وګړي نیول کیږي، بندي کیږي، ځورول کیږي، ټپي کیږي او وژل کیږي. د جګړې قربانیان ډیری وخت ښځې، ماشومان، سپین ږیري او نور بې وزله وګړي وي. دغه راز په دغه جګړه کې ملکي وګړو ته تل مالي زیانونه هم اوړي چې په دې تړاو لا تر اوسه پورې څېړنې هم نه دي شوي او رسمي شمېرې نشته. ملکي وګړي ډېری وخت په قصدي او شعوري ډول وژل کیږي چې د توجیه لپاره یې دواړه لوري بیا یو پر بل پړه اچوي.

د وسله والو مخالفینو له خوا د ملکي مرګ ژوبلې په اړه تل رپوټونه ورکړل شوي دي.

د امریکايي ځواکونو پر جنایتونو په کور دننه هم بشري حقونو سازمانونه تر ډېره چوپ وو او په نړیواله کچه هم د امریکايي ځواکونو جنګي جنایتونه او جرمونه غندل کیدل او نه هم غبرګون ورته ښودل کېده. ملګري ملتونه او د بشري حقونو سازمانونه تل غلي وو، خو په دې وروستیو کې یې په دې تړاو په دریځ کې بدلون راغلی دی.

دوی اوس کله نا کله تر یوه بریده امریکايي جنایتونه غندي او یا هم وايي چې امریکايي ځواکونه په جنایت کې ښکېل دي. دا خبره هم وشوه چې په دې تړاو به څېړنې کیږي. له همدې امله امریکا غلې پاتې نه شوه، غبرګون ښيي او نه پریږدي چې د دوی جنایتونه او جرمونه رسوا شي.

دوی اوس د محدودیتونو په زیاتولو سره غواړي چې حقایق د خلکو او بشري حقونو د سازمانونو له سترګو پټ کړي. دوی به ښايي نورې لارې هم وکاروي، خو داسې ښکاري چې اوس ددې چارې لپاره ډېر ناوخته دی.

اوس د امریکايي ځواکونو جنایتونه له پټولو وتلي دي او دا تاریخ برخه ده. دا جنایتونه او جرمونه به نور هم را پورته کیږي او نړۍ به قضاوت کوي چې ملګرو ملتونو او نورو سازمانونو د امریکايي ځواکونو په جنایتونو څنګه سترګې پټې کړې وې.

امریکا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د نظارتي فعالیتونو د محدودولو هڅه کوي

ګارډین برېتانوۍ ورځپاڼه وايي، پر ملکي افغانانو د امریکايي ځواکونو د بریدونو پر وړاندې د یوناما غبرګون او رپوټونو امریکا په غوسه کړې او په دې توګه غواړي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو پر نظارتي برخې محدودیتونه زیات کړي.

په افغانستان کې پر ملکي سیمو د امریکايي ځواکونو هوايي بریدونه چې ځینې یې د یوناما له خوا غندل شوي او بشري جنایت بلل شوی، امریکا په غوسه کړې ده.

ګارډین برېتانوۍ ورځپانه د ملګرو ملتونو او امریکايي سرچینو په حواله وايي، چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قوماندان په دې هڅه کې دی، څو د جګړې ډګر او پوځي اډو ته د ملګرو ملتونو د نظارتي برخې پر ورتګ محدودیتونه وضح کړي او یاهم پرې بندیز ولګوي.

خو د افغانستان د بشري حقونو سازمان وايي، د امریکا په شمول هېڅ هېواد نه شي کولی چې د ملګرو ملتونو په خپلواکو فعالیتونو کې مداخله وکړي.

د افغانستان د بشري حقونو سازمان د امریکا دا اقدام د نړیوالو بشري قوانینو خلاف بولي او وایي، چې امریکا غواړي هېڅ نړیواله اداره په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو جنایتونو د افشا جرئت ونه کړي.

د یاد سازمان مشر لعل ګل لعل وايي:« د نړیوالو قوانینو له مخې نه یوازې امریکا بلکې ټول هېوادونه دا حق نه لري چې د ملګرو ملتونو په خپلواکو چارو کې لاسوهنه وکړي، امریکا د ملګرو ملتونو په اکثریت چارو کې مداخلې کوي او دغه سازمان یې یرغمل کړی.»

د ګارډین په دې رپوټ کې د امریکاي ځواکونو هغه هوايي برید ته هم اشاره شوې، چې په ننګرهار ولایت کې یې د داعش په نامه ۱۴ ملکي کسان ووژل.

حقوقپوهان وايي امریکا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د نظارتي برخې د فعالیتونو پر محدودولو غواړي، چې په خپلو جنایتونو سترګې پټې کړي او په دې برخه کې فعالې مستقلې ادارې تر خپلې اغېز لاندې راولي.

د افغانستان نوین د تحقیق او مطالعاتو مرکز مشر عبدالله هېواد وايي امریکا ځکه د ملګرو ملتونو د نظارتي رول مخالفت کوي، چې د ملکي مرګ ژوبلې په اړه د رپوټونو په خپرولو سره د امریکا جنایتونه نړۍ ته بربنډېږي.

د کابل پوهنتون استاد ودیر ساپی وايي چې امریکايي ځواکونو په دې وروستیو کې ملکي اهداف له دې جملې د کندوز د بې ډاکټرانو پر روغتون او څو میاشتې مخکې د خلکو پر کورونو هوايي بریدونه وکړل چې د یوناما له لوري وغندل شول.

د هغه په خبره، ښايي امریکا له همدې کبله غواړي چې د ملګرو ملتونو فعالیتونه محدود کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له نظارتي برخې د امریکا اندیښنه هغه مهال راپورته شوه، چې د جنګي جرمونو نړیوالې محکمې په افغانستان کې خپلې ابتدايي څېړنې پیل کړې، چې په افغانستان کې د امریکا له لوري شوې بشري سرغړونې به هم پکې څېړل کیږي.

ولسمشر په ځان ملنډې وهي

سرنشت په خپله سرلیکنه کې د اشرف غني په هغه عمل نیوکه کړې چې په هرات کې یې د جنرال محی الدین په جنازه کې د دعا پر مهال غوږونوته لاس اوږد کړی و.

ولسمشري ډېر دروند مقام دی، ولسمشران چېرته چې یې ځای نه وي، هلته نه ځي. خو زموږ ولسمشر کله په روغتون ورمنډه کړي، کله جنازو ته اوږو ورکړي او کله نیمه شپه په دولتي ادارو ورسم شي. ایا د ولسمشر د اساسي مسوولیتونه همدا دي؟

په روغتون کې د ناروغانو پوښتنه کول، د ملي ځواکونو افسرانو جنازو ته اوږه ورکول او دولتي ادارو ته کله کله ورتګ بده خبره نه ده، خو په دغسې مراسمو کې معمولي تېروتنې نه جبرانېدونکې پایلې هم لري.

ولسمشر غني تراوسه په بېلابېلو غونډو کې د وینا پرمهال او په خپلو حرکاتو کې ګڼې تېروتنې کړې دي.

ددوی په وینا، د تېرې پنجشنبې په ورځ په هرات کې د ملي پوځ د وژل شوي جنرال محي الدین غوري د جنازې په مراسمو کې اخیستل شوې ویډیو ښيي چې ولسمشر د جنازې له لمانځه وروسته د ملا امام د دعا په وخت کې د الله اکبر له غږ سره خپل لاسونه د تکبیر په ډول غوږونو ته پورته کوي، بیا ترڅنګ یې ولاړ د چارو ادارې مشر سلام رحیمي یې تېروتنې ته متوجې کوي. دا ویډیو هم د ولسمشر د نورو هغو په څېر په فیسبوک کې له پرون راهیسې ډېره ښکته پورته کېږي.

دا په تېره یوه اونۍ کې د ولسمشر دویمه ستره تېروتنه ده چې په رسنیو کې مستنده کېږي. ولسمشر تېره اونۍ بلخ ته تللی و او هلته د پوځ منسوبینو ته په خبرو کې وايي چې «د رسنیو پروا مه کوئ، له هغوی بادونه وځي او له تاسو توپونه.» د رسنیو په اړه د ولسمشر دا ډول څرګندونې له یوې خوا د بیان ازادۍ په اړه د نوموړي دریځ په ښه توګه روښانه کوي او له بلې خوا په دې ډول سپکو څرګندونو کې د یوه شخص غیر نورمال حالت هم ښه ثابتېدلی شي.

اصلي خبره دا ده چې ولسمشر په ځان ملنډې وهي. ولسمشر په هر هغه ځای او غونډه کې د سټېج سر ته حاضر وي، چې دده له شان سره مناسبه نه وي. ولسمشران تر دې ډېر لوی مسوولیتونه لري او له همدې امله په هغو مجلسونو او غونډو کې چې د ولسمشرانو د ګډون اړتیا نه وي، په خپل سر نه ورځي.

د ولسمشر غني دا ډول کارونه که له یوې له تېروتنو خالي نه دي، له بلې خوا په افغانستان کې په یو ډېر بد میراث بدلېدونکي هم دي. ولسمشر باید خپل ځایګی او درنښت وپېژني او شرایطو ته په کتو د یوه مسوول ولسمشر په توګه عمل وکړي. په سیاست کې دا ډول احساساتي او تېرایستونکې کړنې ځای نه لري او دا یوازې په ځان ملنډې وهل دي.

ویسا ورځپاڼه:

له پردۍ جګړې ولې خپله لمن ټوله نه كړو؟!

د بلخ سرپرست والي عطا محمد نور هم پر دې اعتراف وكړ چې د هېواد د شمال زون جګړه د طالب او داعش جګړه نه ده بلكې دا له منځني ختيځ سره تړاو لري او د لويو ځواكونو د ستراتېژيكو موخو جګړه ده، نوموړي دغه خبره هم كړې چې ډېر زر به يې لمنه د افغانستان شمال لور ته پرتو هېوادونو ته ور پراخه شي.

كومه خبره چې نن د بلخ سرپرست والي كوي، څو ورځې وړاندې لږ د الفاظو په توپير جنرال دوستم وكړه، خو يو شمېر د نظر خاوندان يې له څو كلونو را هيسې تكراروي چې افغانستان د پردۍ جګړې په اور كې پروت دى.

دا چې يوه پردۍ جګړه زموږ كليو او كورونو ته راغلې ده، زموږ چارواكي،سياسي او د ولس مشران خو د هغو په باب مسووليتونه لري. دا د پيريانو جګړه نه ده، هم يې لوري معلوم دي او هم يې د پردې تر شا اصلي لوبغاړي. ځكه خو كه پر دې اعتراف كوو چې پردۍ او د لويو ځواكونو د ګټو جګړه ده، موږ ولې څڼې پكې وغورځوو؟

يو استدلال دلته دا كېږي چې جګړه به د افغانستان له پولو واوړي، نو افغان ولس به د آرامۍ ساه واخلي، خو دا ډېر ماشومانه استدلال دى.

ښه شوه چې جنرال دوستم او عطا محمد نور خو پر دې وپوهېدل چې د هېواد دغه روانې بدمرغۍ د لويو ځواكونو لوبې دي. له خدايه غواړو چې د نورو چارواكيو هم پر دې مازغه خلاص شي چې دوى له خطرناكو لوريو سره داسې يو طرفه يارانه پيل كړې ده، په دې يارانه كې به د ګوتو په شمار كسان په چړچو او خرمستيو كې ډوب وي، خو نور ولس به پكې وژل كېږي. ولس مو اوس دومره بې شعوره هم نه دى، چې د خپلو بدمرغيو بهرني او كورني مسوولين ونه پېژني، ولس له ټولو همدغه پوښتنه كوي چې ولې زموږ كلي او كورونه د پردۍ جګړې ډګر دي، ولې مو پرديو ته پوځي اډې وركړې چې د يوې ناولې جګړې د دوام كار ترې واخلي؟!

پاكستان د سيمې بد لوبغاړى دى، خو تر ده ډېر بد لوبغاړي نور دي

ولسمشر غني پرون په ډيلي كې د آسيا زړه كنفرانس ته د پاكستان د سياستونو په اړه توندې خبرې وكړې، ولسمشر د پاكستان د صدراعظم د ملي امنيت سلاكار ته په خطاب كې له افغانستان سره د پاكستان د پينځه سوه ميليون ډالرو اعلان شوې مرستې رد كړې وې ويل چې پر دې د افغانستان هېڅ ستونزه نه اوارېږي، خو پاكستان پر دې پيسو د ترهګرۍ پر خلاف اغيزمن اقدامات كولاى شي.

په كنفرانس كې په ريښتيا چې پاكستان تر سختو نيوكو لاندې راغى، د هند صدراعظم نريندرا مودي هم ډېر په صراحت وويل چې په افغانستان كې سوله له بهر څخه ګواښل كېږي. د آسيا زړه په شپږمه غونډه كې په ريښتينې معنا پاكستان د ترهګرۍ د ملاتړي په توګه سخت وټكول شو.

خو راځئ لږ په هېواد كې د روانو بدمرغيو پر لاملونو فكر وكړو، آيا په ريښتيا يوازې پاكستان پكې ښكېل دى، او كه نه د سيمې او افغانستان روانې بدمرغۍ د پاكستان له سويې پورته د لويو  لوبغاړو لوبې دي؟

ځواب روښانه دى، نن زموږ د چارواكيو په شمول عام افغانان او د سيمې عام اوسيدونكي پر دې ښه پوهېږي چې د روانو بدمرغيو تر شا لوى لوبغاړي دي.

واقعيت دا دى چې پاكستان په دې لويه لوبه كې يوازې د پروژو شريك دى، پروژې هم داسې چې هم يې نغد باج اخيستى او هم يې خپل ګاونډي د خاصو موخو لپاره په وير ډوب كړي دي. اوس چې د هند صدراعظم د پاكستان پر خلاف كوم دريځ لري ډېر طبيعي دى، د هند او پاكستان ترمنځ د نيمې وچې له ټوټه كېدو راهيسې دښمنۍ روانې دي.

خو سره له دې چې د پاكستان له لوري په وروستيو لسيزو كې افغانستان سخت له مصيبتونو سره مخ شوى دى، زموږ د چارواكيو دريځ د نورو هېوادونو د دريځ تابع دى، ځكه خو كه د پاكستان په اړه د ولسمشر غني پرونۍ خبرې هر څومره زغردې او پر ځاى وې، په هېواد كې د سولې او سوكالۍ سبب نشي كېداى، پاكستان نن تر ډېره منزوي شوى.

 خو تر څو په افغانستان كې امريكا او ناټو غړي هېوادونه بشپړې سولې او آرامۍ ته ژمن او صادق نشي، زموږ په هېواد كې به جګړې او د مرګونو ناولې لوبه هماغسې روانه وي، ځكه چې د دغه لويې ناولې لوبې هغه اصلي او لوى لوبغاړي همدغه ځواكونه دي چې په افغانستان كې پوځي اډې لري، او حكومت مو ورسره داسې تړون لري چې له بده مرغه د افغانانو په وژلو كې يې لاسونه آزادوي، دوى چې په افغانستان كې د جګړو دوام غواړي، يا پاكستان او يا نور د پروژو شريكان په اسانه موندلاى شي.  ايا ولسمشر غني زموږ د بدمرغيو اصلي لوبغاړو ته د داسې زغرد ځواب جرئت لري؟!

د غميزو د سختېدو او درنېدو خبردارئ!!

په افغانستان كې د امريكايي ځواكونو عمومي قوماندان جنرال نيكولسن يو ځل بيا د خپلو اسلافو په څېر راتلونكى كال د افغان ولس لپاره تر پخوا زيات له مرګونو او جګړو ډك بللى دى. نوموړي د دې لامل د افغان امنيتي ځواكونو كمزورې ادارې او فساد ښودلى دى.

له ۲۰۱۳ ز څخه را وروسته كال په كال امريكايي قوماندانان دغه ډول وړاندوېينې كوي او له بده بخته ريښتيا كېږي هم.

كه موږ د ولس گټو ته ژمن حكومت او چارواكي درلوداى نو د امريكايي قوماندان له دې څرګندونو سره يې بايد ترې پوښتلي واى چې له امريكا سره امنيتي تړون څه معنا لري؟ دا تر ننه چې امريكايي چارواكي دا زمزمه كوي چې (حكومت ښه روان دى!) دغه متضادې څرګندونې بيا د څه لپاره دي؟

واقعيت دا دى چې هم زموږ حكومت او امنيتي ځواكونه ډېرې كمزورۍ او ناخوالې لري، او هم د دوى نړيوال دوستان نامخلص او په جفا كې دي.

د بدمرغۍ ځاى دا دى چې امريكايي قوماندان ته دا څوك ووايي چې دغه ضعف، اختلاف او دغه بد وضعيت خو اصلاً د جان كېري د نسخې كرامات او طبيعي پايلې دي.

موږ له خپلو چارواكيو پوښتو چې ولې زموږ برخليك تر پخوا مخ پر خرابۍ روان دى؟ تاسو خو چې له امريكا سره امنيتي تړون لاسليكولو استدلال مو دا و چې ولس ته امن او سوله راولو.

ولسمشره تا خو د سږ كال په پيل كې لومړنۍ شپږ مياشتې سختې بللې، اوس چې نېكولسن راتلونكى كال تر سږ كال هم خطرناك بولي ستا ځواب ولس ته څه دى؟

آيا يوازې رجزونه او دروغ لاپې؟   آيا پر دې له هغه تاريخي مسووليته ځان ژغورلى شې چې له ولس سره دې پرې لوړه كړې ده؟!

د ټرمپ كاري ټيم؛ افغانستان او سيمې ته د خطر بل زنګ

ډونالډ ټرمپ د امريكا راتلونكي ولسمشر د دفاع وزارت ته هم داسې يو جنرال نومولى دى چې په افغانستان او عراق كې يې ماموريت ترسره كړى.

داسې څوك دى چې له جګړې سره افراطي مينه لري او په نړۍ كې د امريكا د پوځي اډو د پياوړتيا پلوى دى. (جيمز متيس) پر ۲۰۰۵ ز كال كې پر دې خبره چې (ډزې ډېر خوند كوي!) ډېرې زياتې تبصرې وشوې، داسې يوه سړي ته د امريكا دفاع وزارت چارې سپارل نړۍ په تېره افغانستان، عراق او د سيمې نورو هېوادونو ته په ريښتيا د خطر يو زنګ دى. ځكه چې دا ثابتوي چې اصلاً د ټرمپ اداره غواړي په دې سيمه  كې جنګي ماموريتونه نور هم تاوده كړي.

په افغانستان كې د دوى ګومارل كېدل د همدې لپاره وو چې افغان بحران څه ډول داسې وغځوي چې ظاهراً ډېر طبيعي ښكاره شي خو موخه دا وه چې خداى مه كړه افغانستان هم د ټوټه كېدو پر پوله ودروي.

اوس امريكا په افغانستان كې پوځي اډې لري، نظام مو له بده مرغه د پرديو توطيو ښكارشو، د دوه سره حكومت نوې تجربه پكې پيل شوه چې سخته ناكامه هم ده.

اوس چې په امريكا كې حكومت بدل شو، ډونالډ ټرمپ انتخابات وګټل، د ټرمپ كاري ټيم ته په پام، زموږ د هېواد په شمول د سيمې په كچه د خطرناكو جګړو امكان دى.

كه څه هم ټرمپ له روسيې سره د ښو اړيكو ليوالتيا ښودلې، خو د ټيم غړي يې زياتره داسې څوك دي چې د جنګي جنون تجربې لري، روسيه او چين دوى ته د امريكا رقيبان ښكاري، له داسې ټيم څخه د خير تمه هسې خوب او خيال دى. موږ ته د اندېښنې ټكى دا دى چې افغانستان به د دې جګړو پر ډګر بدل وي او قرباني به وركوي.

چارواكي او سياستوال مو كه لږ د افغانيت احساس كوي او د خپل هېواد د راتلونكې د ښه كېدو هيله لري بايد سرله اوسه محتاط وي، دوى بايد پر امريكا او نړيواله ټولنه دومره تكيه ونه كړي چې د خپل ولس او هېواد راتلونكې د هغوى د موخو لپاره له بربادۍ سره مخ كړي.

ملي ارمان ورځپاڼه

ملي ارمان: پاکستان رښتیا هم خوار او ذلیل شو؟

په سرمقالې کلې راغلي چې د اسیا زړه کنفرانس کې د پاکستان پر وړاندې د ولسمشر غني دریځ د ډېرو پاکستاني ورځپاڼو سرټکي وو او د هغه هېواد د چارواکو تند غبرګون یی هم را وپاراوه.

دې ورځپاڼې په یوه بل مطلب کې د پاکستان د پخواني ولسمشر پروېز مشرف له قوله لیکلي چې د آسیا زړه په کنفرانس کې ګډون د پاکستان لپاره رسوایي وه.

په مطلب کې د مشرف له قوله راغلي چې په دې کنفرانس کې د پاکستان د استازي ګډون په نړیواله سطحه د دې هېواد دریځ ته ډېر زیان ورساوه.

تبصره پريږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتل شوي تش ځايونه ډک کړئ، *

*