تازه مطالب
کور / مطبوعات / داخلي مطبوعات / کابل چاپ ورځپاڼو ته کتنه/ د اوونۍ غورچاڼ
د کابل چاپ ورځپاڼې، غورچاڼ

کابل چاپ ورځپاڼو ته کتنه/ د اوونۍ غورچاڼ

ډاکټر مقدس

سرنوشت ورځپاڼه

عبدالکریم خُرم :امریکا به له افغانستانه د تروریزم د صادرولو کار ژر پیل کړي

د پخواني ولسمشر حامد کرزي په حکومت کې د جمهوري ریاست د دفتر رئیس عبدالکریم خُرم په یوه لنډه مرکه کې ویسا ته وویل، چې په 2016 کې امریکا له افغانستانه نورو هېوادونو ته د تروریستانو د لېږد پر پروژې زیات کار وکړ او ژر به دغه کار عملاً شروع کړي.
عبدالکریم خُرم وایي، له هغو بین المللي استخباراتي کارکوونکو سره، چې له تروریستانو سره او د دوی په تقویت کې کار کوي، د عربي او روسي ژبو ترجمانانو شمېر زیات شوی او دا ښکاروي، چې په منځني ختیځ کې تربیه شوي تروریستان اوس زموږ سیمې ته په راتلو دي.
البته په عراق او سوریه کې پر داعش د فشارونو زیاتېدل به باعث شي، چې کله یې په افغانستان کې فعالیت زیاتېږي، افغان او هم د ناټو چارواکي وایي، دغه تروریستان له هغه ځایه افغانستان ته راغلل، حال دا چې دا لړۍ له مخکې پیل شوې ده.
خُرم وویل، د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په خپل ملي دریځ او سیاستونو سره د هر هغه څه مخه نیوله، چې د افغانستان لپاره یې خطرناک ګڼل، په همدې لړ کې یې په 2009 کال کې د اجرائیه ریاست پست جوړېدل ونه منل، پرته له ضمانتونو یې د BSA له لاسلیکولو ډډه وکړه، دا باعث شول، چې په سیمه کې د امریکا لویې ستراتیژیکې پروژې او د هغو په جمله کې د امریکایي اډو په حضور کې له افغانستانه د تروریستانو د صدور پروژه کم له کمه اووه کاله وځنډېږي

د سولې خبر، واقعیت، شکونه او اندېښنې:

له ګارډین وروسته ځینو نورو رسنیو هم داسې خبرونه خپاره کړي چې د وسله والو طالبانو او د افغان حکومت ترمنځ د سولې پټې خبرې روانې دي. ویل کېږي چې تر اوسه پورې څو ځلې د افغان حکومت استازو په قطر کې له طالبانو سره کتلي دي. په دې تړاو لومړی د برېتانیا ‘ګارډين” ورځپاڼې خبر ورکړی و چې په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر سمبالوونکو د کابل ادارې له مهمو مشرانو سره لیدلي او د کوټې شورا د یوه مخکښ غړي له خولې ویل شوي چې د طالبانو د بنسټګر مشر ملا محمد عمر د ورور ملا عبدالمنان اخند په ګډون ځيني طالب مشران قطر ته د سولې د خبرو په نیت ورغلي وو. ځینو نورو رسنیو هم ویلي چې د افغانستان د ملي امنیت رییس معصوم ستانکزی د افغانستان له اړخه په دغو خبرو کې ښکېل دی.
په ټولو رسنیو کې خبر د داسې سرچینو په حواله دی چې نوم یې نه اخیستل کېږي، له دې امله پر دغه خبر پوره باور سخت دی.

د ملي امنیت د رییس په توګه د معصوم ستانکزي له ټاکل کېدو وروسته داسې ویل کېږي چې نوموړي قطر او سعودي ته منظم سفرونه کړي چې د سولې خبرې یې د اجنډا په سر کې وې. معصوم ستانکزی له دې وړاندې د سولې د عالي شورا د دار الانشاء مشر و.

د افغانستان خلک د سولې په تړاو هر مثبت خبر او پرمختګ ته خوشاله وي او هرکلی یې کوي، سره له دې چې د دغه خبر په کره والي کې هم شک دی، خو افغانان ورته خوشاله دي او ملاتړ یې کوي.

سرنوشت وايي، چې د دغه خبر په تړاو ځیني شکونه او اندېښنې شته؛ لومړی دا چې که رښتیا هم پټې خبرې روانې وي، نو په کار نه وه چې دا خبرې رسوا شوې وای، له دې امله چې د سولې د خبرو رسواینه ښايي به دې چاره کې خنډونه راپورته کړي، نو په کار وه چې تر یوه وخته دا خبرې پټې ساتل شوې وای، له همدې امله هغوی چې دا خبر یې کړې، د سولې پر ځای یې د سولې د خبرو له ناکامۍ سره مرسته کړې ده. دویمه اندېښنه دا ده چې ښايي د سولې هېڅ خبرې نه وي شوې او نه هم له طالبانو سره لیدل شوي وي، ښايي دا هڅه شوې وي چې خلکو ته یو بې ځایه هیله ورکړل شي او عامه ذهنیت له شته ستونزو بل لور ته واړول شي.
سرنوشت زیاتوي، که خبره داسې وي، نو دا بیا د خلکو له احساساتو او ارمانونو سره ناوړه لوبه ده، هغوی چې د خلکو له احساسانو او هیلو سره لوبې کوي او د نورو موخو لپاره یې کاروي، ستر خیانت کوي، که خبره رښتیا وي او د سولې هڅې روانې وي، نو باید پوره پام وشي او رسنیو ته یې په را ایستلو کې هم باید ټول اړخونه وسنجول شي.

زمونږ افغانستان ورځپاڼه:

ولسمشر به وتوانیږي په ارامه اوده شي؟

د ولسمشر دا اعتراف چې د هیواد ۱۵ سلنه وګړي د شپې وږي اوده کیږي، د یو ولسمشر لپاره ګران کار دی.

جمهور رئيس غني پوهیږي، چې په سلګونو زره هیواد وال په وږو او تشو خیټو اوده کیږي او د ورځې هم په سختۍ سره ډوډۍ لاسته راوړي.

که داسې وي او جمهور رئيس وکولی شي د شپې اوده شي، حالت به رښتيا هم د اندېښنې وړ وي.

 په داسې يو هېواد کې چې په میلیونونو خلک د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي، په میلیونونو نور خلک هیڅ د خوړو امنیت نه لري، په میلیونونو نور انسانان ټپيان، معيوب، ړانده، بې وزله او ځينې کونډې دي، په کراره او خوندي توګه ویده کیدل یو داسې سخت او د نندارې وړ کار دی، چې په کې ډيرې پټې کیسې او رازونه شته دی.

د دغو شمېرو برعکس، نورې څېرې هم شته، چې د بیلابیلو نومونو لاندې د هیواد په بیلابیلو برخو کې لوړ ډالري معاشونه لري او د هیواد په مختلفو برخو کې مدرن ژوند لري.

دا خلک په لوکس عیش و نوش کې ژوند تیروي او خپل ژوند په هیڅ تړاو د افغانستان د اکثریت خلکو سره په ژوند کې نه برابروي.

د ورځپاڼې په وینا، د افغانستان د وګړ تر منځ دا توپير په وروستیو کلونو کې منځته راغلی دی، چې ځینې یې په لوکسو او ډالري ودانیو کې د نعمتونو او مدرن ژوند د هیواد په لویو ښارونو کې تیروي، په نورو هیوادونو کې یې هم لوکسې ودانۍ وپيرلې.

د ولسمشر پوهيږي چې په بې وسه هیوادونو کې د میلیونونو ډالرو اختالاس چې هلته ډیر خلک د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي، د پام وړ پایلې لري، چې یو د هغې پایلې څخه د هیواد پنځلس سلنه وګړي وږي اوده کیدل دي.

ورځپاڼه وايي، دا چې ولسمشر پوهیږي د هیواد وګړي په سلو کې پيځلس یې وږي اوده کیږي د ستایلو وړ کار دی، مګر ولسمشر باید په ځینو نور ارقامو هم خبر شي، چې اوسمهال افغانستان د فاسدو هیوادنو په سر کې ځای لري.

اوس د ولسمشر دنده څه ده؟ یواځې خبرې او وعدې؟.

د ورځپاڼې په وینا، افغانستان ته د میلیاردونو ډالرو په راتګ باید لږ تر لږه دا یو مخ پر ودې هیواد وای، مګر د افغانستان په ادارو کې د واکمن فساد په پای کې ۱۶ کاله وروسته هم هیواد په خپل او ورسته پاتې حالت کې پریښود،چې پنځلس سلنه وګړي لا هم نهر او وږي اوده کیږي.

په کال کې په زرګونو تنه له هیواده مهاجر کیږي، په زرګونو تنه له لوږې او فقر څخه خپل ژوند له لاسه ورکوي، دا ډول حالت باید ولسمشر غني لپاره د زغم وړ نه وي او ددې لپاره باید زر تر زره لاس په کار شي او د هیواد په ادارو کې شته فساد له منځه ویسي.

په نهره او وږې خیټه د زرګونو بې وزله انسانانو اوده کیدل باید د ولسمشر، والیانو او حکومتي چارواکو حوب هم حرام کړي.

ویسا ورځپاڼه:

هېواد مو ولې د نیابتي جګړو په ډګر بدلیږي؟

د مشرانو جرګې دغه اندېښنه پر ځاى ده چې افغانستان د سيمې او نړۍ د لويو هېوادونو دنيابتي جګړې پر ډګر بدل نشي، خو دغه اندېښنه دوى بايد له امريكا سره د امنيتي تړون د لاسليك پر مهال جدي بللې واى، دا نو اوس ډېره عجيبه ښكاري چې افغانستان دې امريكا ته پوځي اډې وركوي.

 دغه اډې د همدې لپاره دي چې امريكا د سيمې د نورو هېوادونو پر خلاف استخباراتي او پوځي ماموريتونو ترې اداره كړي، نور هېوادونه به لاس تر زنې ناست وي چې د افغانستان په څېر د امريكا د  شومو موخو ښكار شي.

له كومه وخته چې په افغانستان كې د داعش په نامه د ډلې بيرغونه را پيدا شول دغه اندېښنه ورسره غبرګه وه چې افغانستان په دې نويې لوبه كې بيا له برباديو سره مخ نشي.

اوس له نويو فتنو نه يوازې په هغه صورت كې زموږ هېواد خوندې كېداى شواى چې د دې لويو لوبو له هېڅ اړخ سره يې تړاو نه واى، نن چې د ولسمشر دوهم مرستيال وايي چې شمال ته د زرګونو داعشيانو د ورلېږدولو پلان تر لاس لاندې دى، دا هوايي خبره نه ده، خو دا د نن خبره نه ده، له هغه ورځې بايد د داسې بدمرغيو د مخنيوي په فكر كې واى چې امريكا لومړى ځل په افغانستان كې د پوځي اډو خبره مطرح كړه، پخواني ولسمشر لږ تر لږه په دغه اړخ كې خپل مسووليت ادا كړى دى.

له بده مرغه د امنيتي تړون د لاسليك پر مهال نويو چارواكيو د ډالرو اړتيا احساسوله د داسې فتنو په باب يې فكر نشو كولاى چې همدغه پردۍ پوځي اډې به  يې زموږ ولس ته راوړي.

تبصره پريږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتل شوي تش ځايونه ډک کړئ، *

*