د اکتوبر اوومه او پر افغانستان د امریکا یرغل

211

لیکوال :- م بدرالدین ابدالي
له نن څخه 16 کله د مخه چې کله ددې وخت فرعون (بوش) دخدایي دعوه وکړه او په ټوله دنیا کې یې چا پر وړاندې سر نشو اوچتولی خو د الله ج قانون په دې جاري ده چې هر فرعون ته موسی ع پیدا کوي نو د وخت فرعون ته یې ملامحمدعمرمجاهدرح پیدا کړ بوش چې اسلامي امارت ته ګواښونه شروع کړل او د ننواتي په حیث په نړۍ وګرځېد نو یې ټوله دنیا دشمالي اتلانتیک یا د NATO تړون په چوکاټ کې له ځان سره ملګري کړل بل خوا ملاصاحب هم ورته داسې ځوابونه ورکړل چې نړیوال ورته ګوته په غاښ پاتې شول نو بالاخره د 2001 کال د اکتوبر په اوومه نېټه انسان زبېښوونکو ځناورو زمونږ د ګران هیواد په زخمي زخمي ځيګرخورا بې رحمانه او ظالمانه بمبارۍ تر سره او ایله په دوو میاشتو کې یې خپل تالي څټي د مړ سترګي حامدکرزي په مشرتابه د ارګ زندان ته ورټېل وهل خو زمونږ علماء هم غلي پاتې نشول د جهاد د پرېکړه ليک په صادرولو سره له پکتیا شروع او تر هغه وروسته د هیواد په ګوټ ګوټ کې پر غربیانو تندریز برېدونه پیل شول اسلامي امارت د محترم مشرملاصاحب رح ترمشرۍ لاندې د هیواد لپاره نوي نظامي تشکیلات اعلان کړل امریکا چې د خلکو ذهنونه یې تش په تبلیغاتو مسخر کړي وو هر چا ته نااشنا وه چې له دوۍ سره دې تش لاسي طالبان وجنګیږي
خو په سپېڅلي دین او ګران افغانستان مینو طالبانو خپل همت له لاسه ورنکړ د لوی الله ج او د خپل مظلوم افغان ولس په همکارﺉ یې د یوې نیمې لسیزې په پرله پسې او خورا سختو جګړو کې د هیواد غلیمان په ګونډو او تېښتې ته اړ کړل امریکا او د دوۍ متحدینو ته ډېر د شرم ځای دﺉ چې روسانو په یواځې ځان پداسې حال کې چې ټول افغان ولس یې په خلاف پاڅون کړی وو بیا هم د افغانستان جګړه څوارلس کاله پر مخ بوتله خو تاسو چې 50 هیوادونه درسره په عملي ډګر کې او ټوله نړۍ مو تر شا ولاړه ده خو ستاسو مقابل یعنې طالبان یواځې د ګوتو په شمار څو نفر دي او له خارجه هم ورسره مرسته نه کېږي بیا یې هم په ګونډو کړي یاست دا ستاسو لپاره ډېر د شرم ځای ده تاسو له ځان سره محاسبه وکړۍ او له تېرو تجربو نه په ګټې اخیستو خپل فوځيان د مرګ له کومي وژغورﺉ او ژرترژره یې له افغانستانه وباسۍ له تېرو څو کلو نه عبرت واخلۍ تاسو پدې پوه شۍ چې د اسلامي امارت مجاهدین اوس تر پخوا څو برابره پیاوړي دي د خپل ولس او د اسلامي هیوادونو همکارﺉ له ورځې تر بلې ورسره په زياتېدو ده اسلامي امارت اوس د اسلامي نړۍ پیاوړی ځواک بلل کېږي افغانستان به ستاسو لپاره دوهم وېتنام شي تاسو هېڅکله نشۍ کولاﺉ چې دطیارو او اسلحو په زور افغانان د ځان تابع کړﺉ
د دښمن په لیکو کې ولاړو دولتي عسکرو ته وایو چې یوه شېبه له ځان سره په خپل ګرېوان کې فکر وکړﺉ چې څوک وژنۍ او د چا په اسلحه یې وژ نۍ د خپل مظلوم ولس له وژلو لاس واخلۍ د خپلو اسلحو شپېلۍ په همدې کفارو ورواړوﺉ داسې یې مردار کړﺉ چې تاریخ یې یاد وساتي او بیا هېڅکله مسلمان ته په بده سترګه ونه ګوري ګنې ستاسو انجام به هم د کمونستانو په څېر وي
د محترمو علماء کرامو د پوهنځیو او ښوونځیو د استاذانو محصلینو او شاګردانو او د خپل مظلوم او کړېدلي ولس نه د مننې تر څنګ باید ووایو چې دخپلو مجاهدینو وروڼو همکاری ته لازيات دوام ورکړﺉ خپلې نېکې مشورې ورسره شریکې کړﺉ پر سرو یې د شفقت لاس راتېر کړﺉ همدا دوۍ دي چې قران هیواد او ناموس یې د سرونو په بیه راته وساته خصوصا د تعلیم یافته طبقې څخه مو هیله دا ده چې د یو اسلامي هیواد بیا رغونې ته مټې راونغاړﺉ داسې اسلامي هیواد چې په نړۍ حاکمیت وکړي او مسلمانان د کفارو له شر نه په امن کړو او دا هغه وخت شونې ده چې اسلامي نظریه ولرو
په پای کې باید ووایم چې زمونږ خاوره به حتما د
الله ج په نصرت سره آزادیږي مستقبل یې ستاسو او د همدې غازیانو دﺉ انشاءالله

شریکول

Leave a Reply