نصیب ځدراڼ

د ناټو د یرغل اول وختونه وو،رادیو ته خلک ناست وو، ویل به یي نن په فلانکی ځای بمبار وشو، نن بستانکی ځای کې د طالبانو خط رامات شو، نن ډینګي ځای کې طالبان محاصره دي، یو عجیبه د ویرې، غم او مایوسۍ کیفیت به وو.

خلکو به ناټو او امریکایان داسې معرفي کول چې ګواکې یو نه ماتیدونکی قوت دی. چا به ویل داسې ماشین دی ورسره چې ټوپک ته یې ونیسي ټوپک په لاس کې خراب شي، چا به ویل چې داسي میزایل ورسره دي که وغواړي ټول مجلس کې یواځي هغه سړی په نښه کولی شي چې دوی ته مطلوب وي

د ځمکې په سر که نظامي طالب وو که سیاسي ځای یي ورک وو، بش دوې لارې ورته پریښودې، یا به وژل کیږي او یا به زندان ته اچول کیږي.

بل طرف پاکستان خپل ټول میدانونه او سمندر، او د افغانستان سره لګیدلې سرحدونه ورته تقدیم کړل. او په پاکستان به چې را واوښتل بیا یي په خدمت کې حامد کرزی، دوستم، رباني، بادشاه خان ځدراڼ،حضرت علي، ګل آغا  شیرزی او د شمال ټوله ټلواله وه

هغه وخت کې دوی دومره عصري نه وو نه یي کورتۍ او پتلون پیژندو، او نه یې ږیرې تراشلې وي، خړ څادرونه به یي له ځانه تاو کړی وو او امریکایان به شاته ورپسي روان وو

ځایونه به یی ورته خوښول چې دلته باید پوځي مرکز جوړ شي، دلته هوایی میدان جوړ شي او د افغانانو کورونه به یی ور ښودل چې دا ستاسي دوښمن دی باید له منځه یي یوسئ.

تاریخ هر څه څاري، د کرزي،ګل آغا شیرزي او دوستم هغه عکسونه اوس هم شته چې دوی په کلیوالو جامو کې په آسونو سپاره دي او د سي اې اي غړي ورپسي شاته دي او په غرو یا دښتو کې روان دي

د بادشاه خان ځدراڼ یوه ویډیو اوس هم یوټیوب کې شته د امریکایانو د یرغل اول وختونه وو دی یو انګریز ژورنالیست ته انټرویو ورکوي ورته وایي چې “ما امریکایانو ته و ویل چې ستاسي دوښمن زما دوښمن دی، او ۶۰۰ نفر مې دوی ته ورکړل چې د طالب سره جنګ وکړي”

خبره راټولوم؛ دهیچا په ذهن کې دا خبره نه وه چې ناټو سره به څوک جنګ کوي، له ویرې خلکو قرآن شریفونه له کورونو جوماتونو ته یوړل.

خو بیا د تاریخ یو څو پاڼې واوښتې، یرغل ته یي د بیا رغونې او د وطن د پرمختګ نوم ورکړ، او د ډیموکراسۍ رنګه څادر یي ور واغوستو.

د تاریخ پاڼې په تیزۍ سره واوښتې، شپاړس کاله پکې تیر شول، نن د ۲۰۱۷م کال د اکتوبر اوم دی

پوښتنه داده چې نن څوک څومره کامیاب دي؟ طالبان که ناټو؟ او یا هغه افغانان چې د ناټو سره یې د خپل ولس د وژلو او تاریخ په نړولو کې همکارې وکړه؟

ناټو که نیم افغانستان د ویر په ټغر کیناوو، ځوانان یي د هدیرو او زندانو میلمانه کړل خو خپل زرګونه عسکر یي هم د لاسه ورکړل، اوس په خوست، کندهار، میدان وردګ،  شوراب ان د باګرام په داخل کې په دوی بریدونه دوام لري، دوی د بیرته تګ پلانونه جوړوی خو داخلي همکارانو ته یي خپل راتلونکي د روسانو د وخت خلقیانو غوندي ښکاري او په همدې پار یې د دایمي اډو تړون هم ورسره وکړ او تر اوسه بهانې ورته لټوي چې دوی زموږ له وطنه ولاړ نشي.

د ناټو نه د افغانستان داخلي همکارانو څه تر لاسه کړل؟

د دوی دټول پرمختګ او بیا رغونې دعوې د بهسودو له پله اخذ کړئ

ټیکه دارانو د دولتی چاوراکو سره لاسونه یو کړي، له انګریزانو پیسې واخلي مکتب کلینک یا روغتون جوړ کړي، بې کیفیته مواد پکې وکاروي او بیا خپله بم ور لاندي کړي یا یي وسوځوی او طالبانو باندي یی ور وتپي

نه یي په دا ۱۶ کلونو کې کوم لوی او مجهز روغتون جوړ کړ،نه یي نړیوال پوهنتون، او نه یې کومه حکومتي فابریکه جوړه کړي.

تر ټولو عجیبه دا چې په دي ۱۶ کالو کې یو داسې سړی نشو پکې پیدا چې رقیبانو یا دوښمنانو ته یې ور یاد کړي، له چا سره یي چې جنګ شي ملا عمر او ملا داد الله ور یادوي

وطن کې مجرم هغه څوک دی چا چې د ناټو سره جنګ کړی او زندانونه ورباندي ډک دي، نور د اباسین قاتلان، د کندهارۍ پیغلې لیلی قاتل جنرال رازق، د دوستم غوندي د دښت لیلې د زرګونو افغانانو قاتلان ارتې تڼۍ ګرځي.

یواځي هغه څوک لوی کورونه، لوړ برجونه او ښایسته موټر لری او بچیان یې خارج کې درسُونه وایي چا چې د ناټو سره همکارې وکړه

په مختلفو لارو یي د دوی نه پیسې تر لاسه کړي، مشران یی به کابل کې یا د ولایتو په مرکزو کې ناست دي،عسکر یي په محاصره وي، اکمالات یي دومره کمزوري وي چې د دوښمن نه مخکې یې لوږه، تنده او خپل زخمونه وژني

د عسکرو کونډې چې مرستې ته ورشي بیا یي افسران د شیطانی خواهشاتو د پورا کولو غوښتنه تر کوي، هم پړ او مړ دي.

او پس له مرګه یې افغانان جنازو او فاتحو ته هم نه ورځي.

لنډه یی دا چې ناټو دوی استعمال کړل خو دوی وطن ته هیڅ ګټه تر وانخیسته، اوس خپله بغارې وهې چې زموږ مثال د هغه  پیپسي د بوتل غوندي دی چې خلک خپل مطلب تر پوره کړي او په ځمکه یي ګذار کړي.

طالب ۱۶ کاله په داسې سختو شرایطو کې د نیمایی نړۍ سره جنګ وکړ چې د نړۍ ټول استخبارات ورباندي اخته دي تر څو یې په ډلو  وویشي، یا یی مشران ځان ته ور خپل کړي خو د دوی هڅې ناکامې دي

د بدخشان فارسي بان، د سر پُل ازبک، د کندهار او پکتیا او هلمند پښتون، د نیمروز پلوڅان ټول د یوه بیرغ لاندي راټول دي، د دوو امیرانو په شمول یی زرګونه ملګري د لاسه ورکړل خو د افغانستان د ۵۰ سلنه خاروې نه یي د ناټو او همکارانو ټغر یي ور ټول او سپین بیرغ یی ور باندي رپاند کړی دی.

د امریکي ولسمشر جارج بُش په ۸م اکتوبر ۲۰۰۱ طالب ته دوې  لارې  پریښودلې وي چې یا به وژل کیږئ یا به بندیان کیږئ،

اما اوس طالب د ټرمپ عسکر ته درې لارې ورکړي

۱) یا به زموږ وطن پریږدئ،

۲)یا به وژل کیږئ،

۳) یا به د  بریګډال او کاناډایې  ښځې او د هغې د ماشومانو غوندي بنديان کیږئ.

اوس دي ټرمپ ځان ته خوښه کړي..

شریکول

Leave a Reply