ډاکټر آصف

د افغانستان پر پاکه خاروه د امریکا یرغل

او د افغانستان د  دیني عالمانو ګریوان ته لاس اچول

امریکا ته په ستره بیه تمام شو او لا یې ګوره

له نیمې پیړې نه زیات وخت وشو چې په فلسطین کې د امریکا په مکمل ملاتړ اسرائیلو د فلسطیني مسلمانانو خاوره غصب کړی، او د امریکا په زور او چل ول یې دغلته حکومت جوړ کړی، د اسلامي خلافت د ړنګیدو او د مسلمانانو د کمزوري کیدو نه په استفادې سره یې د انبیاو په دغه پاکه خاوره کې د اسرائیلو پښې ټینګي کړي، مالي او نظامي لګښتونه یې ټول امریکا ورکوي.

هیڅ دلیل نه لري چې دغلته دې د فلسطیني مسلمانانو پر ځای یهود میشت شي او پر هغوی دې حکومت وکړي. خو سره له دې چې د ملګرو ملتونو ارګان په ټوله نړۍ کې فعال دی، امریکا هم د نړۍ په کونج کې خلکو ته داسې ښئ چې ګوندې د مظلوم لاس نیوی کوي او د ظالم لاس نیسي، خو په فلسطین کې د څه کم یوې پیړۍ راهیسې د مظلوم په ظالم وهي ، ټکوی او وژني، کورونه یې ورته په بلډوزرو ویجاړوي، عام خلک هم کاروبار، تعلیم او آن ژوند کولو ته نه پریږدي.

نو ضرور ده چې د اسلامي نړۍ په ویښ ضمیره مسلمانانو کې به داسې څوک پیدا کیږي چې د دغو مظلومو خلکو غچ واخلي، ویل کیږي چې همدا مظالم د دې لامل شول چې د اُسامه بن لادن د امریکا د سوداګرئ دواړه ښکرونه ورمات کړي، او امریکا په دې وپوهوي چې که غر هر څومره لوړ شي پر سر یې لار شته. 

که فرعون هرڅومره د دبدبې څښتن شي خو آخر به هم په اوبو کې ډوبیږي، که شوروي اتحاد هر څومره غښتلی شي خو د بې ډوډۍ ولس په لاسو به یې الوتکې او ټانکونه ډیران کیږي.

خو امریکا پر ځای د دې چې د ۱۱سپتمبر له پیښې نه وروسته په خپل ګریوان کې ژور فکر وکړي، د خپل فرعونې خاصیت له مخې یې نور هم د کبر او غرور رسۍ ته لاس واچواه آن تر دې چې داسې ښئ لکه دوی چې د ټولې نړۍ واکدارې او ټیکداري کوي. 

نو ځکه یې له سوچ او فکر پرته د داسې چا پر هیواد ورودانګل چې د ده په شان د ډیرو مستکبرینو د مړو هډوکې اوس هم په دغه خاوره کې د ذلت او ماتې خوړولو ګواهي ورکوي.

په تیره بیا امریکا د ولیانو په خاوره په داسې مهال کې وبلوسیدو چې پر دغه خاوره د دین د عالمانو حکومت و، نو له یوې خوا امریکا پر افغانستان یرغل وکړ او له بلې خوا یې د دغې خاورې د دیني عالمانو ګریوان ته لاس یوړ، او ناپوه له دې چې د افغانستان خلکو د دیني عالمانو په یوه فتوا نږدي دوه ملیونه شهیدان وړاندې کړل او د شوروي اتحاد په څیر لښکرې یې په ځغاستو د افغانستان له خاورې وویستې.

د افغانستان د عالمانو ګریوان ته په لاس اچولو امریکا ستره بیه پرې کړه او لا به یې هم وګوري.

د افغانستان خلک په اسلام، دین، قرآن، مسجد، دیني عالم سر ورکوي، او په دې لاره کې نه د ځان پروا لري، نه د کورنۍ، نه د اهل او عیال، نه د مال او نه د  وطن.

د افغانستان تاریخ په دې ګواه دی چې دلته تل د اسلام نه داسې دفاع شوې چې په هیڅ یوه هیواد کې ساری نه لري.

د ملا محمد عمر ټولې خبرې به یوې خواته کړو، خو یواځې همدغه خبره یې دې مسلمان ملت د پاخه مقاومت انګیزه ورکوي چې ویلي وو: زه به وګورم چې د بوش وعده صحیح خیژی او که د خدای تعالی؟؟؟

خدای تعالی خو وایی چې: ان تنصروالله ینصرکم و یثبت اقدامکم، یعنی که د الله د دین مرسته مو وکړه نو الله به هرو مرو له تاسې سره مرسته وکړي او پښې به مو کلکې کړي.

او د بوش وعده دا وه چې افغانستان له ستوني تیر کړي.

شریکول

Leave a Reply