د اکتوبر ۷ د افغانستان د اشغال توره ورځ

190

راپورتاژ: الماس خدرخېل ——–د اکتوبر اووم د افغانستان د اشغال توره ورځ، دا هغه عنوانونه دي چې د سوشل ميډيا فسبوک ډیری فعالانو نن د خپلو ليکنو په سر کې راوړي دي.

نن چې د تلې د مياشتې پنځلسمه نېټه او د ميلادي کال د اکتوبر د مياشتې له اوومې سره سمون خوري، شاوخوا شپاړلس کاله وړاندې په همدې نېټه امريکا او ناټو ځواکونو د شمالي ټلوالي په ملتیا په افغانستان يرغل وکړ او د طالبانو د حکومت د نسکورولو پرخلاف يې بمبارۍ پيل کړې.

که څه هم په افغانستان باندې د امريکايي يرغل ۱۶ کاله پوره کېږي، خو د شنونکو په باور لا هم هيڅ لاسته راوړنه نه لري، په هېواد کې نا امني، فساد، ظلم، بمبارۍ، د ولسي خلکو مرګ ژوبله د لا پراختيا په حال کې دي.

او نږدې نيم افغانستان يوځل بيا د طالبانو لاسته لوېدلی ښکاري، چې په دې باندې خپله د افغانستان په بيا رغونه کې د امريکا د مرستو د څار ادارې سيګار او يو شمير نورو ادارو هم اعتراف کړی، چې د هېواد نږدې پنځوس سلنه خاوره د طالبانو په واک کې ده، هغه چې تر دولتي سيمو پکې ولسي خلک په ښه امنيت کې ژوند کوي.

هغه مهال د امريکا جمهورريس بوش په خپله وینا کې، د افغانستان جګړه صلیبي هغه و بلله او د تروریزم د له منځه وړلو وعده او هوډ يي وکړ، چې د اکتوبر په اووم ماښام لومړني امریکایي توغندي د کابل پر زړه ولګیدل، جګړه اوږده شوه او نن یې شپاړلسم کال روان دی، خو نه جګړه ودریده او نه امنيت راغلو، فساد تر وروستۍ کچې رسېدلی، فحش او لنډه غري د دیمو کراسۍ جامه اغوستې، لوږې او بیکاري د ولس زړه شین کړی.

د اکتوبر د اوومې تورې ورځې په تړاو د فسبوک ځينو فعالينو، ليکوالانو او شناندو خپل نظرونه څرګند کړي دي:

عبدالولي رحماني ليکلي: داورځ دافغانانو دوژلو دنوي پلان ورځ وه!!!
کرزي دامريکايانو په مټ افغانان ووژل سکنجه يې کړل زنداني کړل سپي ورايله شول!!!!! په کورونو اوکلیو مو بمونه واچول شول ، شمالي لنډغر واک ته ورسيدل ….او په ميلياردونه ډالر يي ترلاسه کړل!!!
دغه راز يو بل ليکوال حضرت محمد خرم بيا وايي، چې اووم د اکتوبر د صلیب د غلامانو لپاره د کفر د خدمت ابتداء شوه او د مومنانو لپاره د قربانۍ او سرښندنې مبداء! او په وينا يې چې دغې ورځې خبیث او طيب سره جلا کړل، چا د خدای جل جلاله صریحو وعیدو ته شا کړه او د یهودو، نصاراوو سره غاړه غړۍ شول او چا بیا خپلې سینې د کفر او جهالت حملو ته سپر کړلې.

خالد حيدري د مصر له قاهرې څخه په خپله فسبوک پاڼه ليکلي، چې داکتوبر اوومه د آسيا په جغرافيايي پلازمېنې افغانستان د سمه ييزې سياسي او تاريخي انزوا د تپل کېدو لومړۍ بدنامه او ناکامه هڅه وه.
د اکتوبر اوومه د افغانستان په مالي نظام د بې حيثيته او مافيايي پيوډاليزم او په ټولنيز او اخلاقي نظام د بې رسالته ډېموکراسۍ د راج د پيل لومړۍ ورځ.
د اکتوبر اوومه د لويديز له مکار او شيطان صفته وکدارانو سره د افغاني غلامانو په لاس په بن کنفرانس کې د افغان ځپلو; افغان وژلواو د سپيڅلو افغانانو د وينې تويولو د هوکړه ليک د عملي ثبوت لومړۍ توره ورځ  او …..
نور عالم خان بيا وايي، تر هغې وخته به اووم اکتوبر ته د Black October اکتوبر نوم ورکوي، ترڅو چې افغانستان يوځل بيا ازاد او مستقل شوی نه وي.

دغه راز ليکوال او فسبوکي مبارز عبدالسلام وزيروال وايي، چې له نن څخه شپاړس کاله وړاندې به مونږ آن له انګړ بهر ویده کېدو خو له اووم اکتوبر وروسته په کوټه کې هم خوب نلرو.

قاري يحی تکل په خپله فسبوک پاڼه ليکي، چې د طالبانو په ټوله دوره کې د دوی په ولسوالۍ کې دوه يا درې قتلونه، يوه غلا، يو له پردي ناموس سره د ناروا اړيکو قضيه پېښه شوې او په خبره يې چې د ټولو عاملين په سزا رسېدلي دي.

خو زياتوي چې د اووم اکتوبر وروسته يانې په اوسنۍ دوره کې تر ۱۷۵۰ نفرو په شاوخواکې شهادتونه د بې شمیره خلکو زخمي کیدل، همداسې د بيشمیره بې سببه کسانو اسیر کیدل د نورو ناوړه کړنو غلا، اختطاف بې ناموسیو خو هسې حساب نشته.
هغه وايي، د دې په ځای چې عاملین یې محاکمه شي هسکې غړۍ د قهرمانانو په قطار کې تر نورو مخته ولاړيي.
د کابل پوهنتون استاد ليکوال او شناند فيض محمد ځلاند بيا په خپله فسبوک پاڼه دغه ورځ (د یوستر ملت د غرقیدو ورځ!) بللې او زياته کړې يې ده، چې د اکتوبر اوومه د نړیوال وحشت د یرغل او د افغان ـ پښتون وژنې د نړیوالې دسیسې د پیل ورځ.

د ترهګرۍ د نړیوالې جګړې تر نامه لاندې په لوی لاس د نړۍ وحشت تر افغان جغرافیې، افغان ولسه محدود پاتې شو.

هغه زياته کړې، چې د اکتوبر اوومه د افغان له کوره ځینو غلام بچه ګانو د وزارتونو، ولایتونو، کانونو، ښارونو، بازارونو وېش ته لار جوړه کړه، په بې خرته چور یې د یو ملت د زرګونو کلنو برم، حشمت او ویاړونه تالان کړل، هر څه یې په دوه پیسو کړل.
که نن افغان ځوان ددې نړیوالي دسیسې په خلاف په منظمه توګه غږ پورته نه کړي، راتلونکی نسل به یې ونه بښي.

شریکول

Leave a Reply