د اکټوبر اوومې موږ ته څه راکړل او څه یې رانه واخیستل؟/ خالد روان

180

له نن نه شپاړس کاله مخکې په دې ورځ امریکا او ملگرو یې پر افغانستان ړندې بمبارۍ پیل کړې، چې د گران هېواد مهمې زېربېناوې یې پکې له منځه یوړې.

د طالبانو د نظام د سقوط وروسته امریکا او ملگرو یې پر افغانانو هېڅ ترحم ونه کړ، بلکې نوې ماډل وسلې یې پر افغانانو وکارولې. سلهاوو زره افغانان یې شهیدان، کډوال او در په دره کړل.

امریکا او ناټو افغانستان ته دوه نیم سوه زره پوځیان خاص زموږ د وژلو لپاره راولېږل او دلته کلي له خاورو سره خاورې کړل. امریکا د هوايي بریدونو په پایله کې نه ودونه، نه خیراتونه، نه جنازې، نه مسجدونه او نه بازارونه خوندي پاتې شول، بلکې پر کوم ځای یې چې خوښه وه، هلته یې ړندۍ بمبارۍ وکړي او افغانان یې د ویر پر ټغر کېنول.

شپاړس کاله دلته خونړۍ جگړه وشوه او میلیادونه ډالر د څو تنو جېبونو ته ورغلل او ځینې خو یې امریکايي جنرالانو تړلې بوجۍ بېرته امریکا ته ولېږلې.

په تېرو شپاړس کلونو کې په ټول افغانستان کې نه کومه ملي پروژه امریکا جوړه کړه، بلکې دلته شته ملي پروژې یې پر بمونو والوځولې. اردو یې قومي کړه او د نړۍ فاسد او وژونکي یې پر افغانانو مسلط کړل.

دلته له ارزښتونو نیولې؛ آن تر مقدسو ځایونو سپکاوی وشو. خلکو په ښکاره د عیسیویت اعلان وکړ او د مسجدونو پرځای کلیساوې جوړې شوې.

دلته زرگونه افغانان بې له کوم ښکاره جرم کولو کلونه ـ کلونه د گوانتانامو او بگرام بندیان شول او له روحي شکنجو وروسته غیر نورمال ډول راخوشي شول.

دلته خاص د یوه قوم«پښتون» وژلو او بدنومولو لپاره لسهاوې پروژې په کار واچول شوې او دغه قوم یې خیرات غوښتلو ته مجبوره کړ. دلته خاص د پښتون مشر په سېبمولیک ډول د واک پر گدۍ کېنول شوي وو؛ خو نور ټول واک او اختیار د شمال خونخوارې ټلوالې او د رشید دوستم په شان حیوان صفته انسانانو په واک کې وو.

دلته پښتنو یو نسبت سوله‌ییز نظام له لاسه ورکړ او په بدل کې یې د پښتنو اصلي وژونکي پرې مقرر شول.

که د طالب نظام هر ډول وو؛ خو له اوسني نظام سره یې تشبیه کول هم ستر خیانت دی. غله، مفسدین، داړه ماران، رشوت خواره او نورې بدۍ یې نه لرلې، بلکې ټول چارواکي یې اصل افغانان وو؛ خو د اکټوبر اوومې دلته تش په نامه د غرب سگ شویان پر موږ مقرر کړل او زموږ یې هر څه له ځان سره یوړل.

دغه ورځ لکه د غويي له اوومې او  د غويي له اتمې سره هېڅ توپیر نه لري، بلکې دغه ورځ له دې نه هم ډېره خونړۍ وه.

خو په تېرو شپاړس کلونو کې نه اداري فساد ختم شو، نه حق حقدار ته وسپارل شو، نه غله محکمه شول او نه کومه بله ښکاره لاسته راوړه وشوه، بلکې په پایله کې افغانانو ته امریکا په ډالۍ کې دوه سری حکومت ورکړ، چې په تېرو درې کلونو کې تراوسه د واک په وېشلو هم راضي شوي نه دي او نه له خپلمنځي اختلافاتو څخه راوتلي دي.

خو یوه خبره باید په ویاړ سره وکړو، چې موږ په تېرو شپاړس کلونو کې امریکا او ملگرو ته یې زرگونه تابونه په ډالیو کې ورلېږلي، د امریکايي چارواکو په سرونو کې مو ماغزه نارامه کړي او دلته یې شته گوډاگیانو په ارامه خوب نه دی کړی.

بریا به حتماً د حق وي او هغه ورځ لرې نه ده، چې موږ له امریکا او ملگرو سره یې د کړو کارونو حساب وکړو او حق حقدار ته وسپارو.

دغه ورځ راتلونکې ده. که سږکال نه وي، نو ان شاء الله او د کایناتو د رب په مرسته به یو ځل بیا سپین محمدي بیرغ په ټول افغانستان کې ورپول شي.

شریکول

Leave a Reply