تازه مطالب
کور / اسلام پوهنه / د ایمان مسایل (۲۷مه برخه) – تقدیر څه ته ویل کیږي ؟
ایمان مسایل

د ایمان مسایل (۲۷مه برخه) – تقدیر څه ته ویل کیږي ؟

لیکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)

د تقدير بيان

تقدير څه ته ويل کيږي

پوښتنه : تقدير څه ته ويل کيږي؟

ځواب : دهرې خبرې، ښې او بدې لپاره د الله تعالی په علم کې يوه اندازه مقرره ده او د هر شي له پيدا کيدو وړاندې د هغه د خير او شر اندازه الله تعالی ته معلومه ده، د خدای تعالی دغه علم او اندازې ته تقدير ويل کيږي، هيڅ کومه ښه يا بده خبره د الله تعالی له علم او اندازې څخه د باندې نه ده ([1]).

د قدر مسئله د مؤمن به له جمله څخه دی چې په هغه باندې ايمان او تصديق ضروري دى، نو له همدې کبله د قدر په اړه بحث لازمي او حتمي دی، تر څو حقيقت ښکاره شي، که څه هم د هغه حقيقت ته رسيدل له دې سببه چې د متعذرو  شيانو له جمله څخه دى مشکل کار دی، مګر بايد له هغه سره د انسان  د افعالو او کردار د تعلق له حيثه د بحث مورد وګرځي، تر څو په دې هکله د اهل السنة والجماعة مذهب  تثبيت او روښانه شي او مخالف مذهبونه دفع شي.

له وخت وړاندې مرګ نه راځي

پوښتنه : له وخت وړاندې مرګ راځي او که نه؟.

ځواب : خداى تعالى جل جلاله چې چا ته د مرګ کوم وخت مقرر کړى له هغه دمخه مرګ نه راځي، هر څوک په خپل وخت باندې مړه کيږي ([2]).

له قسمت څخه مراد څه دى

پوښتنه : د قرآن او سنت په رڼا کې قسمت څه شى دى؟ آيا يو انسان په محنت او کوښښ سره قسمت بدلولاى شي؟ آيا قسمت په کومه وظيفه يا دعا سره بدليدلاى شي؟.

ځواب : قسمت الله تعالى ليکلى دى، او کوم څه چې په قسمت کې ليکلى شوي دي هغه به ورته رسيږي، هغه به انسان ته وړاندې کيږي، مګر انسان ته هم په خپلو غلطيو باندې اقرار کول پکار دي ([3]).

د معصومو ماشومانو د ناجوړتيا سبب

پوښتنه : نا بالغه هلکان او د شيدو خوړونکي ماشومان معصوم او بې ګناه وي، له هغوى څخه په قبر کې پوښتنې نه کيږي، نو هغوى په ژوند کې له داسې تکليفونو سره ولې مخامخ کيږي کومو ته چې کتل کيدلاى هم نشي؟.

ځواب : دا د هغوى د درجاتو د لوړيدو لپاره، همدا ډول مور پلار او دوستانو ته چې په دې سره کومه پريشاني او تکليف رسيږي په دې سره د هغوى ګناهونه ليرې کيږي او د خداى تعالى لوري ته متوجه کيږي، دغه دوه ګټې ښکاره تر سترګو کيږي، نورې ګټې يې هم شته دي، کومې چې الله تعالى ته معلومې دي، او که چيرته په سخته ناروغۍ اخته شي نو دا د مور پلار او نورو لپاره د ګناهونو کفاره کيږي.

په اصل کې داسې ګمان کول غلط دي چې څوک ناروغه کيږي نو هغه د ګناهونو له امله ناروغه کيږي، ځکه چې انبياء کرام علیهم السلام هم ناروغه شوي، سره له دې چې هغوى هم معصوم وو ([4]).


([1]) تعليم الاسلام، دويمه برخه : ١٠.

([2]) فتاوى محموديه، ١ : ٢٢٦، بحواله : سورة المنافق، اية : ١١، الاعراف، آية : ٣٤، والصحيح لمسلم، کتاب الجنائز، ج : ١، ص : ٣٠١.

([3]) آپکى مسايل اور انکا حل، ١ : ١٠٣، بحواله : سورة احزاب، آية : ٣٨، تفسير ابن کثير، ج : ٥، ص : ١٨٤.

( ) فتاوى محموديه، ١ : ٢٢٩، بحواله : الترمذي، مشکوة المصابيح، ص : ١٣٦، باب عيادة المريض.

تبصره پريږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتل شوي تش ځايونه ډک کړئ، *

*