تازه مطالب
کور / اسلام پوهنه / د ایمان مسایل (۳۰مه برخه) – د تقدير په مسئله کې بحث کول منع دي –
ایمان2

د ایمان مسایل (۳۰مه برخه) – د تقدير په مسئله کې بحث کول منع دي –

لیکوال : م، نجم الرحمن (فضلی)

د تقدير په مسئله کې بحث کول منع دي

پوښتنه : د ښو او بدو کونکى انسان دى او که هر څه تقدير کوي؟ که يو کس د بل کس وژلو ته زړه ښه کړي او په غلطي سره دريم کس ترينه ولګيږي او مړ شي، نو په دغه صورت کې قاتل برى الذمه دى او که ګنهګار دى؟ د ګنهګار کيدو لامل يې څه کيدلاى شي؟ کله چې په ازل کې د همدغه قاتل دلاسه د همدغه مقتول وژل کيدل ليکل شوي وو، آيا د دريم کس په هکله ويل کيدلاى شي چې د خداى جل جلاله له لوري ده ته ولې دا تکليف ورسيد، سره له دې چې د ده په لاس او ژبې سره خو هيچا ته کوم تکليف نه دى رسيدلى؟.

ځواب : د تقدير په مسئله کې له بحث کولو څخه په احاديثو کې منع شوې، انسان د خير او د شر خالق نه دى، بلکې کاسب يې دى، د سزا او جزاء مدار په همدغه کسب باندې دى، خالق يوازې الله تعالى دى، بنده په تقدير باندې مجبور نه دى، ځکه چې الله تعالى هيچا ته دا نده ښکاره کړې چې ته جنتي يې څه چې کوې کوه يې، او نه دا چې ته جهنمي يې څه چې کوې کوه يې، له همدې امله بنده تقدير ته د عذر او پلمې په ډول نشي وړاندې کيدلاى، لکه څرنګه چې په دنيوي معاملاتو کې يو بنده تقدير ته پلمه نشي جوړولاى، بلکې ښې منډې وهي، همدا ډول په ديني معاملاتو کې هم تقدير ته پلمه نه جوړيږي، بلکې په دنيا کې که چيرته نقصان راشي نو په تقدير باندې قناعت کوي، قاتل په غلطي سره يو انسان ووژلو، قاتل ته د بې پرواهي، غفلت او بې احتياطي ګناه شته دى، د قتل کفاره پرې لازمه دى، د قتل عمد ګناه ورته نشته، او د مقتول مرګ د الله تعالى په علم کې په همدې ډول واقع کيدونکى وو، په دې کې مقتول ته تکليف څه دى، د مقتول په حق کې دغه مرګ له طبعي مرګ سره برابر دى، بلکې همداسې د مظلوميت مرګ د رفع درجاتو او تکفير سيئاتو موجب دى ([1]).

قاتل ته سزا ولې ورکول کيږي کله چې قتل د هغه په تقدير کې ليکل شوى وي

پوښتنه : يو شمير خلک وايي کله چې د يوه انسان په تقدير کې دا ليکل شوي وي چې د ده په لاس به فلانى وژل کيږي، نو بيا الله تعالى هغه ته سزا ولې ورکوي؟ کله چې دغه کار د هغه په تقدير کې ليکل شوى وه، له دې پرته خو بله چاره نشواى کيدلاى، کله چې زمونږ په تقدير باندې دا ايمان هم دى چې په تقدير کې څه وي هغه به کيږي، بيا نو الله تعالى سزا ولې مقرر کړې دى؟.

ځواب : په تقدير کې دا ليکل شوي چې فلانى کس به په خپل اختيار او اراده سره د فلاني د وژلو له امله د سزا مستحق کيږي، دا چې هغه خپل اختيار او اراده غلط استعمال کړل، نو له همدې امله د سزا وړ شو ([2]).


([1]) خير الفتاوى، ١ : ١٣١، بحواله : قوله تعالى (والله خلقکم وما تعملون … الاية).

([2]) آپکى مسايل اور انکا حل، ١ : ١٢٢، بحواله : شرح عقائد، ص : ٦٦.

تبصره پريږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتل شوي تش ځايونه ډک کړئ، *

*