د بغلان دیني عالمانو له خلکو وغوښتل چې د داعش پر ضد ودرېږئ

2

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۲۲) صابر خپلواک

په بغلان کې دیني عالمانو د امام اعظم په نامه د مدرسې او جومات د پرانستنې په مراسمو کې پر خلکو غږ وکړ، چې باید د داعش پر ضد افغان ولس ودرېږي.

دغو علماو وویل: چې داعش د خلکو او علماو تر منځ مذهبي او قومي بې اتفاقۍ ته کار کوي او غواړي د سیمې علماء په یوه او بل نامه ووژني.

دوی دا هم وویل چې داعش له ګاونډيو هېوادونو څخه تمویلیږي او په افغانستان کې د جګړې پراخول غواړي.

هغوی زياته کړه، چې باید د داعش د له منځه وړلو لپاره کار وشي او په مشرقي ولایتونو کې يې مخه ونیول شي، چې نورو ولایتونو ته خپاره نه شي.

مفتي محمد نعمان د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل: (( داعش له کومې خوا تمویلیږي او چیرته لیږل کیږي له کومې خوا تقویه کیږي زه ترې ویره نه لرم، دوي مغرض خلک دي د خارجیانو په لمسه کار کوي د خلکو تر منځ اختلافات رامنځ ته کوي چې مثالونه یې زیات دي.

ددغو علماو زیات ټینګار په دې و چې د داعش له خوا دیني عالمان وژل کیږي او مذهبي اختلافاتو د را منځ ته کولو لپاره کار کوي.

د دوی په وينا، چې د داعش د ډلې زیات کارونه د اسلام سره په ټکر کې دي او خپلو هدفونو ته د رسیدو لپاره په سیمه کې خلک او علماء په ډلو ټپلو ویشي، دغو علماو هر یو په خپلو خبرو کې د اتفاق خبره وکړه، چې باید هیڅوک یې تر منځ درز پیدا نه کړي.

د بغلان دیني عالمان وروسته له هغې د یوې مدرسې د پرانستې په غونډه کې د داعش پر خلاف ویناګانې کوي، چې په بغلان کې د داعش د طرفدارو د پيدا کیدو اوازې خپرې شوي دي.

د کندوز یو تن اوسیدونکی زاهد هیواد وايي، چې په شمال ختیځو ولایتونو کې د داعش ډله فعالیت نه شي کولای هغه وايي: (( تروریستي ډلې که هرڅوک وي خلک د ځان تابع کول غواړي او په ولس کې د ویرې اچولو لپاره چاودنې کوي او د ټولو هغو ډلو د له منځه وړولو لپاره کار کوي، چې د دوي ګټو ته خطر پیښوي. علماء او روڼ اندې ډلې باید یو نظر ورکړي او خلک باید له ځان سره ملګري کړي چې د خلکو طرفدارې ترې واخیستل شي.

شاوخوا دوه مياشتې وړاندې د ننګرهار ولايت د شينوارو ولسوالۍ د ديني عالمانو د شورا مشر  مولوي محمد وويل، چې په دغه ولايت کې داعش وسلوالې ډلې له پيل راهيسې تر دې دمه ۳۶ ديني عالمان وژلي دي.

ياده ډله په ننګرهار ولايت کې د ديني عالمانو پر وژلو او د عامو خلکو د کورونو پر سوزولو تورنه ده.

شریکول

Leave a Reply