تازه مطالب
کور / اسلام پوهنه / د حج او عمرې مسایل ( اته لسمه برخه)
حج

د حج او عمرې مسایل ( اته لسمه برخه)

لیکوال . م، نجم الرحمن (فضلي)

د طواف مسايل

مسئله : د طواف کولو لپاره نيت شرط دی، له نيت پرته له کعبې شريفې ګرد چاپيره تاويدل طواف نه حسابيږ.

مسئله : له کوم طواف نه وروسته چې سعی وي د هغه په لومړنيو دريو ګردشونو کې رمل کول سنت دي، د رمل مطلب دا ده چې اوږې به ښوروي (يعنې پهلواني کول) او زر زر لنډ لنډ قدمونه به اخلي.

مسئله : کعبې شريفې ته چې څومره نږدې طواف وکړی شي هومره يې ثواب زيات دی، خو دا په هغه وخت کې چې نورو طواف کونکو ته تکليف نه وي.

مسئله : که د يو چا د طواف په وخت کې جماعت ودريږي، يا د جنازې لمونځ ودريږي، يا د اودس ماتيدو له امله اودس کولو ته ولاړ شي، نو پاتې ګردشونه دې له هغه ځای څخه شروع کړي چيرته چې ترې پاتې شوي وي، که له نيم طواف نه زيات ګردشونه ترې پاتې وي نو له نوي سره دوباره طواف کول ډير غوره دي.

مسئله : که يو چا د کوچني ماشوم له لوري احرام تړلی وي، هغه دې په غيږ کې واخلي د خپل طواف او د هغه د طواف نيت دې وکړي، نو د دواړو طواف به وشي، همدغسې که د صفا او مروه سعی يې وکړه هغه به هم د دواړو له لوري وشي ([1]).

مسئله : که چيرته په حجر اسود باندې خوشبو لګول شوې وي او طواف کونکی محرم وي نو د هغه لپاره استلام روا نه ده، په لاسونو دې اشاره ورته وکړی شي او هغه دې مچ (ښکل) کړی شي.

مسئله : په حجر اسود باندې د سپينو زرو حلقه لګول شوې، د استلام په وخت کې هغې ته لاس ور وړل روا نه دي، يو شمير نا خبره خلک هغې ته لاس ور وړي او دا ناروا دي.

مسئله : که يو کس د کومې ناروغی يا سپين ږيرتوب له امله رمل نشي کولای نو هيڅ خبره نشته.

مسئله : که چيرته يو چا قصدا اته ګردشونه وکړل نو د شپږو نورو ګردوشونو يو ځای کول او پوره طواف کول واجب دي، ګوا که اوس يې دوه طوافونه وکړل.

مسئله : که چيرته له اوم طواف وروسته د شک په بناء اتم طواف وکړی شي، نو په دې صورت کې هم په هغه باندې د دويم طواف پوره کول لازمي دي.

مسئله : که چيرته يوه کس اتم چکر پوره کړ او ګمان يې دا وه چې دا يې اوم ګردش دی، خو وروسته معلومه شوه چې هغه اتم دی، نو په دې صورت کې د دويم طواف پوره کول لازمي نه دي.

مسئله : که چيرته په طواف کې له سړي سره ښځه وي نو طواف نه فاسديږي، نه د سړي او نه د ښځې.

مسئله : په طواف کې بالکل چوپ اوسيدل او هيڅ نه ويل هم روا دي.

مسئله : په طواف کې له ناروا کارونو څخه ځان ساتل پکار دي، انجونو او ښځو ته کتل نه دي پکار او نه د بې ګټې خبرو کول پکار دي ([2]).

مسئله : اضطباع يوازې د طواف په حالت کې سنت ده، يو شمير ناپوه خلک د سعی په حالت کې هم اضطباع کوي، سره له دې چې له طواف پرته په بل هيڅ حالت کې سنت نه ده، او په هر طواف کې هم سنت نه ده، بلکې په هغه طواف کې سنت ده له کوم وروسته چې سعی کول وي.

مسئله : که يو کس داسې ناروغ يا معذور وي چې طواف نشي کولای، نو د داسې کس په شا کول يا يې په کټ کې پورته کول او طواف کول روا دي، او د پورته کولو مزدوري ورکول هم روا دي.

([1]) احکام حج، ص : ۶۷ – ۶۸.

([2]) معلم الحجاج، ص : ۱۳۵ – ۱۳۷.

تبصره پريږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتل شوي تش ځايونه ډک کړئ، *

*