تازه مطالب
کور / اسلام پوهنه / د حج او عمرې مسایل (شلمه برخه)
حج او عمره

د حج او عمرې مسایل (شلمه برخه)

لیکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)

مسئله : په کومو وختونو کې چې د فرض لمانځه کول منع او د نفلو کول مکروه دي، لکه د لمر راختو وخت، د لمر لويدو وخت، د مازديګر له لمانځه وروسته د لمر تر لويدو مخکې وخت، د ماښام له لمانځه مخکې، د خطبه وخت، د جماعت له شروع کيدو وروسته، په همدغو وختونو کې د طواف دوه رکعته کول هم منع دي ([1]).

مسئله : له کوم طواف وروسته چې سعی وي د هغه له دوه رکعتونو وروسته د استلام لپاره د تلو په وخت کې د حجر استلام دې وکړی شي، او له کوم طواف وروسته چې سعی نه وي د هغه له دوو رکعتونو وروسته استلام هم نشته ([2]).

مسئله : د طواف په وخت کې ښځې احتياط نکوي، د مخې، شا، ښي او له چپ لوري څخه ټکر کيږي، لهذا په خپله ډير احتياط کول پکار دي ([3]).

مسئله : له طواف څخه له فارغيدو او د دوو رکعتونو له کولو وروسته يا له دې څخه مخکې که چيرته په آساني سره ممکن وو نو ملتزم (د بيت الله شريف د ديوال هغه برخه کومه چې د حجر اسود او د بيت الله شريف د دروازه په مينځ کې ده) همدغه ځای ته به راشي او ښه په عجز او زارۍ سره به دعا وکړي، دا د دعا د قبليدو خاص ځای دی ([4]).

مسئله : په ملتزم کې د دعا له کولو وروسته زمزم ته به راشي، که د هجوم (ګنې ګوڼې) له امله د کيناستلو موقع نه وه نو وبه دريږي، بسم الله به ووايي او په دريو ساګانو ښه زړه له اخلاصه اوبه به وڅښي، د اوبو له څښلو مخکې دا دعا به وکړي ([5]) :

اَللَّهُمَّ اِنِّيْ اَسْأَلُکَ عِلْمًا نَافِعًا، وَرِزْقًا وَاسِعًا، وَشِفَاءً مِّنْ کُلِّ دَاءٍ

ژباړه : اې الله ! زه له تا څخه د ګټې رسونکي علم، د فراخ رزق (روزي) او له هر ډول رنځ (ناروغي) څخه د شفاء موندلو سوال کوم ([6]).

د طواف دعاګانې

د حجر اسود د استلام په وخت کې

 بِسْمِ اللهِ اَللهُ اَکْبَرْ، اَشْهَدُ اَنْ  لَّا اِلَهَ اِلَّا اللهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيْکَ لَهُ وَاَشْهَدُ اَنَّ مُحَمَّداً عَبْدَهُ وَرَسُوْلهُ ([7]).

اَللَّهُمَّ اِيْمَانًا م بِکَ وَتَصْدِيْقًا م بِکِتَابِکَ وَ وَفَاءً م بِعَهْدِکَ وَاِتْبَاعًا لِّسُنَّةِ نَبِيِّکَ مُحَمَّدٍ  صلی الله علیه وسلم  ([8]).

د طواف په دوران کې

سُبْحَانَ اللهِ، وَالْحَمْدُ لِلهِ، لَّا اِلَهَ اِلَّا اللهُ، وَاللهُ اَکْبَر، وَلَا حَوْلَ وَلَا قُوَّةَ اِلَّا بِاللهِ ([9]).

په رکن يماني باندې

اَللَّهُمَّ اِنِّيْ اَسْأَلُکَ الْعَفْوَ وَالْعَافِيَةَ فِي الدُّنْيَا وَالْاَخِرَةِ ([10]).

د رکن يماني او حجر اسود تر مينځ

رَبَّنَا اَتِنَا فِی الدُّنْيَا حَسَنَةً وَّ فِي الْاَخِرَةِ حَسَنَةً وَّ قِنَا عَذَابَ النَّارِ([11]).

په ملتزم باندې د دريدو دعا

اَللَّهُمَّ يَا رَبَّ الْبَيْتِ الْعَتِيْقِ اِعْتِقْ رِقَابَنَا وَرِقَابَ اَبَائِنَا وَاُمَّهَاتِنَا وَاِخْوَانِنَا وَاَوْلَادِنَا مِنَ النَّارِ، يَا ذَا الْجُوْدِ وَالْکَرَمِ وَالْفَضْلِ وَالْمَنِّ وَالْعَطَاءِ وَالْاِحْسَانِ، اَللَّهُمَّ اَحْسِنْ عَاقِبَتَنَا فِي الْاُمُوْرِ کُلِّهَا وَاَجِرْنَا مِنْ خِزْيِ الدُّنْيَا وَعَذَابِ الْاَخِرَةِ، اَللَّهُمَّ اِنِّيْ عَبْدُکَ وَابْنُ عَبْدِکَ وَاقِفٌ تَحْتَ بَابِکَ مُلْتَزِمٌ بِاَعْتَابِکَ مُتَذَلِّلٌ بَيْنَ يَدَيْکَ اَرْجُوْا رَحْمَتَکَ وَاخْشَی عَذَابَکَ مِنَ النَّارِ يَا قَدِيْمَ الْاِحْسَانِ، اَللَّهُمَّ اِنِّيْ اَسْئَلُکَ اَنْ تَرْفَعَ ذِکْرِيْ وَتَضَعَ وِزْرِيْ وَتُصْلِحْ اَمْرِيْ وَتُطَهِّرْ قَلْبِيْ وَتُنَوِّرْ لِيْ فِيْ قَبْرِيْ وَتَغْفِرَ لِيْ ذَنْبِيْ وَاَسْئَلُکَ الدَّرَجَاتِ الْعُلَی مِنَ الْجَنَّةِ آمِيْنَ

ژباړه : اې الله ! د دې زاړه کور مالکه ! زمونږ غاړې او زمونږ د پلرونو، نيکونو، ميندو، وروڼو او اولادونو غاړې له دوزخ څخه آزادې کړې، اې د بخشش، کرم، فضل، احسان او ورکړې خاونده ! او د ښه چلند (سلوک) کونکيه ! اې الله ! زمونږ ټولې معاملې او انجام په خير کړې، مونږ د دنيا له شرمندګي او د آخرت له عذاب څخه په حفاظت کې وساتې، اې الله ! زه ستا بنده او ستا د بنده اولاد يم، ستا د مقدس (پاک) کور لاندې ولاړ يم او له ديوال سره يې ليو شوی يم، ستا پر وړاندې په ډيره عاجزي سره يم، ستا د رحمت غوښتونکی يم، او ستا د دوزخ له عذاب نه ويريږم، اې هميشه احسان کونکيه ! اې الله ! زه له تا څخه سوال کوم چې زما ياد لوړ کړې، زما ګناهونه ختم کړې، زما کارونه سم کړې، زما زړه پاک کړې، په قبر کې رڼا راته جوړه کړې، زما ګناهونه معاف کړې، او زه له تا څخه د جنت د لوړو درجو سوال کوم، آمين.

([1]) محموديه، ج : ۱۰، ص : ۳۴۸.

([2]) محموديه، ج : ۱۰، ص : ۳۵۰.

([3]) آپکی مسايل اور انکا حل، ج : ۵، ص : ۳۳۵.

([4]) مناسک ملا علي قاري، ص : ۱۳۸.

([5]) مناسک ملا علي قاري، ص : ۱۳۹.

([6]) الترغيب، ج : ۲، ص : ۱۳۶.

([7]) الترغيب والترهيب، ج : ۲، ص : ۱۲۴.

([8]) الدعاء للطبراني، ص : ۲۶۸.

([9])  رواه ابن ماجه، المشکوة، ص : ۲۲۸، الترغيب، ج : ۲، ص : ۱۲۳.

([10]) رواه ابن ماجه، المشکوة، ص : ۲۲۸، الترغيب، ج : ۲، ص : ۱۲۳.

([11]) رواه ابو داؤد، المشکوة، ص : ۲۲۷.

تبصره پريږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتل شوي تش ځايونه ډک کړئ، *

*