تازه مطالب
کور / اسلام پوهنه / د حج او عمرې مسایل ( نولسمه برخه)
حج او عمره

د حج او عمرې مسایل ( نولسمه برخه)

لیکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)

مسئله : که چيرته يوه کس کوم بې هوشه پورته کړ او د طواف نيت يې د خپل ځان له لوري هم وکړ نو د دواړو له لوري طواف اداء کيږي، يعنې طواف کونکي ته له دې وروسته د خپل ځان له لوري د زيات طواف کولو ته ضرورت نشته.

مسئله : که چيرته يو کس د جومات چت ته وخيږي او طواف کوي، اګر که له بيت الله شريفې څخه لوړ شي نو هم طواف کيږي.

مسئله : که چيرته له مسجد حرام د باندې طواف وکړی شي نو طواف نه کيږي.

مسئله : د طواف په حالت کې په لوړ آواز سره ذکر کول يا دعا کول په کوم سره چې طواف کونکو يا لمونځ کونکو ته تکليف رسيږي مکروه دي.

مسئله : د طواف کولو په وخت کې کعبې شريفې ته مخ کول (يعنې ورته کتل) منع دي.

مسئله : د حجر اسود او د کعبې شريفې د دروازه له ليچي پرته د کعبې شريفې د بلې برخې يا ديوال مچ کول (ښکلول) منع دي، البته يوازې رکن يماني ته دې لاس ور وړی شي او مچ کوي دې نه ([1]).

مسئله : د عمره په ځای  زيات طواف کول بهتر دي، خو شرط دا ده چې د عمره په کولو څومره وخت مصرفيږي همدومره وخت يا له دې څخه زيات وخت په طواف مصرف کړی شي، که نه نو د عمره په ځای د دوو طوافونو کولو ته بهتر نشي ويل کيدای ([2]).

مسئله : د باندې اوسيدونکو لپاره نفلي طواف له نفلي لمانځه څخه بهتر دی ([3]).

مسئله : د طواف لپاره اودس شرط دی، که چيرته د طواف په وخت کې اودس مات شي نو اودس دې وکړي او طواف دې بيا شروع کړي، که چيرته څلور پنځه چکرونه پوره شوي وو نو پاتې ګردشونه دې پوره کړي، او که داسې نه وو نو له نوي سره دې طواف شروع کړي، البته د سعی په وخت کې اودس شرط نه ده، که چيرته له اوداسه پرته سعی وکړی شي نو اداء کيږي، همدا حکم د وقوف عرفات هم دی ([4]).

مسئله : په طواف کې داسې نيابت کول روا نه دي چې په چا باندې طواف لازم وي د هغه له لوري يې کوم دويم کس وکړي، په همداسې صورت کې د کوم کس له لوري چې طواف وکړی شي نو د هغه له ذمه څخه نه ساقطيږي، له همدې امله د عذر يا ناروغي په صورت کې په سپرلۍ باندې طواف کول روا دي ([5]).

مسئله : د امام ابو حنيفة رحمه الله په نزد په ممنوع وختونو يعنې له مازديګر وروسته تر ماښام پورې، له سهار وروسته تر اشراق پورې او د زوال په وخت کې د طواف دوه رکعته کول روا نه دي، په همدې وختونو کې چې څومره طوافونه وکړی شي د مکروه وخت له ختميدا وروسته دې د هغوی دوه رکعته جلا جلا اداء کړی شي ([6]).

مسئله : د طواف شروع له حجر اسود څخه کيږي، که چيرته کوم کس يې ونکړي نو د قيام مکه په وخت کې دوباره طواف کول واجب دي، او که چيرته دوباره طواف ونکړي او له حج څخه واپس راشي نو قرباني ورکول واجب دي ([7]).

([1]) احسن المناسک، ص : ۹۵ – ۹۹.

([2]) آپکی مسايل اور انکا حل، ج : ۴، ص : ۲۸.

([3]) مسايل رفعت قاسمي، ج : ۵، ص : ۲۱۴.

([4]) آپکی مسايل اور انکا حل، ج : ۴، ص : ۱۰۹، وهکذا فتاوی رحيميه، ج : ۸، ص : ۳۱۹، وعمدة الفقه، ص : ۱۹۶.

([5]) مسايل رفعت قاسمي، ج : ۵، ص : ۲۱۸.

([6]) آپکی مسايل اور انکا حل، ج : ۴، ص : ۱۱۴، محموديه، ج : ۱۰، ص : ۱۸۲.

([7]) مسايل رفعت قاسمي، ج : ۵، ص : ۲۲۸.

تبصره پريږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتل شوي تش ځايونه ډک کړئ، *

*