تازه مطالب
کور / اسلام پوهنه / د حج او عمرې مسایل ( یو ویشتمه برخه)
حج او عمره

د حج او عمرې مسایل ( یو ویشتمه برخه)

لیکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)

د سعی بيان

د سعی کولو طريقه او نيت

صفا مروه : دا هغه ځای دی چيرته چې حضرت بي بي هاجره د اوبو پيدا کولو لپاره منډې وهلې، لومړی له دې ځای څخه بيت الله نه تر سترګو کيده (نه ليدل کيده) اوس د سعودي حکومت په داسې طريقه جوړ کړي چې د سعی کولو په وخت کې ليدل کيږي.

د سعی معنی ده منډه وهل (ځغليدل) د حج په احکامو کې د صفا مروه په مينځ کې په ځانګړې (مخصوصه) طريقه د اوو چکرونو نوم سعی دی، د صفا مروه تر مينځ فاصله ځينو علماؤ اوه سوه پنځوس او ځينو اوه سوه شپږ شپيته ګزه ليکلې.

د صفا مروه تر مينځ اوه ځلې تلو راتلو ته سعی ويل کيږي او دا په حج او عمره دواړو کې واجب دي، دا په حج کې له طواف قدوم او طواف زيارت وروسته هم کيدلی شي، له طواف نه وروسته چې دوه رکعته نفل لمونځ وکړی شي، له زمزم او ملتزم نه فارغ شي، حجر اسود ته ورشي او د هغه استلام وکړی شي، نو بيا به صفا مروه ته ځي، په صفا مروه باندې له دريدو وړاندې داسې نيت به وکړی شي :

اَللَّهُمَّ اِنِّيْ اُرِيْدُ السَّعْیَ بَيْنَ الصَّفَا وَالْمَرْوَةِ سَبْعَةَ اَشْوَاطٍ لِّوَجْهِکَ الْکَرِيْمِ فَيَسِّرْهُ لِيْ وَتَقَبَّلْهُ مِنِّيْ

ژباړه :  اې الله ! زه ستا د رضا او خوشحالي لپاره د صفا اومره تر مينځ د اوو ګردشونو کولو اراده لرم، ته يې زما لپاره آسانه کړې او له ما څخه يې قبول کړې.

په ژبه د نيت لوستل ضروري نه دي، د زړه نيت هم کافي دی، کله چې صفا مروه ته نږدې شي نو دا دعا به ووايي :

اِنَّ الصَّفَا وَالْمَرْوَةَ مِنْ شَعَآئِرِ اللهِ اَبْدَأُ بِمَا بَدَأَ اللهُ بِهِ

ژباړه : بيشکه صفا مروه د الله تعالی  جل جلاله له نښانو څخه دي، له کوم څخه چې الله تعالی شروع کړې زه هم له هغه څخه شروع کوم.

په صفا دې دومره وخيږي چې بيت الله شريفه ورته ښکاري، نن صبا چې لږ هم ور وخيږي نو د مسجد حرام له ځينو دروازو څخه د کعبې شريفې يو څه برخه ليدل کيږي، بيا به کعبې شريفې ته مخ کړي او لاسونه به داسې پورته کړي لکه څرنګه يې چې د دعا لپاره پورته کوي، بيا به دری وارې الله اکبر ووايي، د الله تعالی  جل جلاله توحيد به بيانوي او دا به وايي :

لَا اِلَهَ اِلَّا اللهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيْکَ لَهُ، لَهُ الْمُلْکُ وَلَهُ الْحَمْدُ وَهُوَ عَلَی کُلِّ شَیْ ءٍ قَدِيْرٌ، لَا اِلَهَ اِلَّا اللهُ وَحْدَهُ اَنْجَزَ وَعْدَهُ، وَنَصَرَ عَبْدَهُ، وَهَزَمَ الْاَحْزَابَ وَحْدَهُ

ژباړه : له الله تعالی  جل جلاله پرته بل هيڅوک معبود نشته، هغه  جل جلاله يوازې دی، هيڅوک يې شريک نشته، هغه  جل جلاله لره بادشاهي ده او هغه  جل جلاله لره ثناء ده، او هغه  جل جلاله په هر شي باندې قادر دی، له الله تعالی  جل جلاله پرته بل هيڅوک معبود نشته، هغه  جل جلاله يوازې دی، هغه  جل جلاله خپله وعده پوره کړه او د خپل بنده مرسته يې وکړه، او د دښمنانو ډلې ته هغه يوازې ماتې ورکړه.

بيا به درود شريف وويل شي او د خپلې خوښې دعا دې وکړی شي، دری وارې به همدا عمل کوي، تر دې چې کله شين رنګي ګروپ ته د شپږو لاسونو (ليچو) اندازه پاتې شي نو منډه وهل به شروع کړي، او د دواړو شنو ګروپونو تر مينځ د منډې وهلو پر مهال دا دعا کول منقول دي :

اَللَّهُمَّ اغْفِرْ وَارْحَمْ اَنْتَ الْاَعَزُّ الْاَکْرَمُ

ژباړه : اې الله ! بخښنه راته وکړې، او رحم را باندې وکړې، ته د ډير عزت او کرم څښتن يې.

بل شنه ګروپ ته په رسيدو به منډه وهل بند کړي او په خپل عادي تګ (رفتار) به ځي او کوم ذکر به کوي، چې مروه ته ورسيږي نو هلته به هم همغسې لاسونه پورته کړي او دری وارې به الله اکبر او همدغه څلورمه کلمه به دری وارې وايي، يعنې څنګه عمل يې چې په صفا کې کړی وو همغسې عمل به دلته په مروه کې هم کوي، بيا به درود شريف ووايي او ښه په زړه پورې دعا به وکړي، مروه ته په رسيدو يو ګردش پوره شو.

په مروه کې چې ذکر او دعا وکړي نو صفا ته به روان شي، کله چې شين ګروپ راشي نو منډه وهل به شروع کړي، او له بل شنه ګروپ څخه شپږ لاسونه (ليچې) وړاندې منډه وهل به پريږدي او په خپل عادي تګ به روان شي، هر کله چې صفا ته ورسيږي نو لږ پورته به وخيږي او همغه ډول ذکر او دعا به کوي کوم يې چې په لومړي ځل کړي وو، دوه ګردشونه پوره شول، په همدې طريقه به اوه (۷) ګردشونه وکړی شي او سعی به ختم کړی شي، کومه چې له صفا څخه شروع کيږي او په مروه باندې ختميږي، د حج او عمره سعی يو شان ده، هيڅ فرق (توپير) پکې نشته ([1]).

 

([1]) احکام حج، ص : ۷۵ – ۷۶، معلم الحجاج، ص : ۱۴۰.

تبصره پريږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتل شوي تش ځايونه ډک کړئ، *

*