تازه مطالب
کور / مطبوعات / عربي مطبوعات / د حلب ختیځ ته خلک د خلاصون چیغې وهي خو رژیم لا هم خپل جنګي پرمختګ ته دوام ورکوي
سوریه بمبار

د حلب ختیځ ته خلک د خلاصون چیغې وهي خو رژیم لا هم خپل جنګي پرمختګ ته دوام ورکوي

ژباړه: عرفان اسدخیل

د الجزیرة نه په مننې

د الجزیرة خبریال خبر ورکړی چې د سوریې په حلب ښار کې د ختیځو سیمو خلک د خپل ژوند د بچ کولو لپاره چیغې وهي او وایی چې د رژیم ځواکونه  لا هم د کلابند شویو سیمو خواته د مخالفینو د ځپلو لپاره خپل پرمختګ ته دوام ورکوي چې عام تلفات له ځانه سره لري.

دا په داسی حال کې ده چې له هر لوری نه ګڼې بمبارۍ او جګړې روانې دي او د عامو خلکو د وتلو پراخه سیلاب جریان پیدا کړی.

خبریال وایی چې کلابند شوي ښاریان د خپل ژوند د نجات په موخه سختې کوکارې وهي، هغوی ویره لري چې که د رژیم ځواکونه د دوی هستوګنځایونو ته ننوځی نو د دوی په حق کی به خونړۍ کړنې ترسره کړي.

خبریال زیاتوي چې په دغه سیمه کې وضعیت بیخي بوږنوونکی دی، روغتونونه په مکمل ډول په بمباریو کې له مینځه تللي دي، د ټپیانو د درملنې امکانات له مینځه تللي دي، سربیره پر دې د ښاري خلکو د وژل شویو جسدونه هر لوري ته پراته دي خو د راغونډولو او ښخولو لپاره یې امکانات له امکانه وتي دي.

د الجزیرة خبریال وایی چې د سوریې رژیم ځواکونه د ائتلافي ملیشو په ملاتړ چې په سر کې یې حرکة النجباء العراقیة ملیشه ځواکونه قرار لري د حلب جنوب ختیځ خوا ته یې تر ټولو ستر کلی (د الشیخ سعید کلی) تر خپلې ولکې لاندې راوستی چې له کلابندو سیمو نه دغه ښار ته خلکو په پراخه پیمانه وتل شروع کړي دي د رژیم د ځواکونو د پرمختګ او په سیمه باندی د سخت بمبار سره سره چې د ښار جنوب خواته د بی شمیره وژنو سبب شول دغه خلک د پناه په هیله دغو سیمو ته روان دي.

د سوریې رسمي خبري آژانس (سانا) ویلي دي چی د رژیم فوځ او ملاتړو ځواکونو یې د حلب ښار په جنوب ختیځ کې د الشیخ سعید ستر کلی په مکمل ډول نیولی دی.

رویټرز آژانس د فوځ له نږدی مراجعو نه راپور نقل کړی دی چی اوس فوځ په ۹۰٪ سیمه باندی چې مخکې د وسله والو مخالفینو په لاس کې وی ولکه ټینګه کړې ده.

دا چې رژیم د الشیخ سعید کلی نیولی نو دا سیمه هغه مرکزي څلورلاري تشکیلوي چې د دوه هوایی ډګرونو هر یو حلب المدنی او النیرب العسکري تر منځ مرکز پروت دی او د دې دوه ډګرونو د نښلوونکې لارې امنیت تامینوی،بله دا چې د دغې سیمې نیونه د رژیم ځواکونو ته دا آسانتیا برابروي چې د رژیم ځواکونه د جسر الحج خواته یرغل وکړی. مخالفو وسله والو ته اوس دوه خواوې پاتې دي یوه یې هغه چې پخواني کلي او د الکلاسة او بستان القصر کلي سره یو ځای کوي، او دوهمه هغه چې نور کلی سره یو ځای کوی چی د مخالفو وسله والو لپارره کیدای شي دروند نظامي مرکز پاتې شي، چې عبارت دی له صلاح الدین، المشهد، الأنصاری، الزبدیة او العامریة.

د دغه ښار په  کلابند شویو سیمو باندې د رژیم هوایی او ځمکني ځواکونو له لوري ګڼه بمباري او د توپونو ویشتل دوام لری، چې بې شمیره خلک یې وژلي او ټپیان کړی او یو ستر بشري ناورین یې را مینځته کړی دی.

خبریال د مخالفو وسله والو نه په نقل قول سره وایی چی ځواکونو یې د رژیم د ځواکونو د پرمختګ هڅې چې د کلابند شوی ښار په کلیو کې یې وکړی له ناکامۍ سره مخ کړي دی.

خبریال وایي چې د حلب ځینې محاصره شوي کلي د ښاریانو د سترو وتلو د حرکتونو شاهد وو، دا په داسی حال کی چی د روسیې د دفاع وزیر ویلي دي چې له ۱۳ زره او ۳۰۰ نه زیاتو ښاریان له هغو سیمو نه وتي دي چې په حلب کې د مخالفینو په لاس کې دي، ټول د ښار نه لویدیځ لوري ته په حرکت کی دی.

وزارت زیاته کړې ده چې د سوریې د مخالفو وسله والو نه ۷۲۸ سرتیرو خپلې وسلې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په ځمکه ایښي او د حلب لویدیځ لوري ته انتقال شوي دی.

د الأناضول خبري اژانس په حلب کې د مدني دفاع د مدیر له قوله وایی چې یو زیات شمیر کورنۍ مجبورې شوي چې هغو سیمو ته وتښتي چې د رژیم تر ولکی لاندی دی ځکه چې سیمی یې تر سختو هوایی او توپي بریدونو لاندې راغلې، او دې ته یې اشاره وکړه چې په کلابندو سیمو کې بشري وضعه له ستر ناورین سره مخ ده، چې د ژوند هیڅ ډول د اړتیا وړ مواد نه ترلاسه کیږي.

رویترز خبري آژانس د هغو خلکو له قوله چې د سترګو لیدلی حال بیانوی نقل کوی چې هغه سیمې چې د مخالفو وسله والو تر ولکې لاندې دي له څو ورځو راهیسې تر سخت ترین بمبار لاندې دي، د الأناضول خبري آژانس بیا د ۳۱ سیمه ییزو عامو خلکو د هغه مهال د وژل کیدو او د ۴۰ نورو د ټپی کیدو خبر ورکوي چې د پرلپسی دوامدار بمبار په نتیجه کې د بستان القصر، الفروس او المغایره چې د حلب ختیځ لوري ته موقعیت لري په تیښته وو.

د سوریې جنوب ته په درعا سیمه کې د الجزیرة خبریال خبر راکوي چې په درعا البلد هستوګن سیمو باندې د رژیم ځواکونو لخوا د یوه ویشتل شوي توغندي له امله دوه ماشومان او د هغوی مور او پلار خای پر ځای وژل شوي دی.

خبریال وایی چې بمبارۍ په سیمه کې ړانده بمونه غورځولي دي، چې زیات کورونه یی وران کړی او د عامو خلکو زیات ممتلکات یې له مینځه وړي دی، د بمبار په لومړیو شیبو کې هغه انځورونه خپاره شول چې فعالانو تر لاسه کړي وو ښئ چې له بمبار نه وروسته خلک هڅه کوي د قربانیانو جسدونه انتقال کړی.

په ادلب کې د مدنی دفاع مسؤل وایی چې د رژیم الوتکو د معرة النعمان ښار په مرکز باندې بمونه غورځولي دي او ۹ ښاریان یې وژلي او ۲۵ نور یې ټپیان کړي دي، چې له جملې نه یې یو شمیر ښځې او ماشومان هم دي، په بمبارد شویو سیمو کی د سراقب، حاس، مردیخ، الصفیات او الکندة بازارګي شامل دي چې له امله یې دوه میرمنې وژل شوي دي.

د الجزیرة خبریال وایی چې دوه کسان ووژل شول، چې یو یې د مدني دفاع اړوند غړی دی، او شمیر نور هغه مهال ټپیان شول چې د رژیم ځواکونو په دمشق کې د دوما په ښارګوټي بمبار وکړ، او زیاته یی کړه چې رژیم ځواکونو په دوما سیمه باندې د بمبار په واسطه سخت برید وکړ، په څو ځایونو کې یی د پرمختګ هڅه وکړه، مخالف وسله وال ټینګار کوی چې دوی د برید او پرمختګ مخه نیولی او د رژیم او ملاتړو ملیشو یو شمیر کسان یې وژلي دی.

د شام شبکې آژانس یادونه کړې ده چې جنګي الوتکو په اللاذقیة سیمه کې په الخضر او کبانی ښارګوټو باندې هوایی بریدونه ترسره کړي دي د رژیم توپ خانو د الحارة، جاسم، برقاو تلوق المطوق ښارګوټي چې په درعا ښار کې واقع دي هدف ګرځولي دي، خو د ښاریانو د مرګ ژوبلې په اړه راپور تر اوسه ندی تر لاسه شوی.

تبصره پريږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتل شوي تش ځايونه ډک کړئ، *

*