تازه مطالب
کور / مطبوعات / عربي مطبوعات / د حلب ښار ختیځ ته په سرکونو د وژل شویو انسانانو جسدونه او ټوټې او ژوندي پاتي شویو باندې لوږه، بمباري او کلا بندي !!
سوریه بمبار

د حلب ښار ختیځ ته په سرکونو د وژل شویو انسانانو جسدونه او ټوټې او ژوندي پاتي شویو باندې لوږه، بمباري او کلا بندي !!

د الجزیرة نه په مننې

عزیر اسدخیل

د فرانسوي مطبوعاتي اژانس یوه خبریال هغه بوږوونکی منظرونه په خپلو سترګو لیدلي دي چې پکې د وژنو، کنډوالو د حلب ښار ختیځه سیمه له غمه ډکه کړې ده، داسی چې سړکونه د وژل شویو پر جسدونو او د بدنونو پر ټوټو ډک دي هغه چې د حافظ الاسد رژیم د هوایی ځواکونو په پرلپسي بمباریو شهیدان او ټوټې ټوټې شوي دي، او هغه څوک چې د دې غیر انساني بمباریو نه ژوندي پاتي شوي دي نه روغتون لري، نه درملنه نه د سون مواد او نه خواړه.

د یاد آژانس خبریال وایي چی تیره چهارشنپه د ختیځو کلیو په جنوبی خوا پر مختلفو سړکونو په عامو خلکو بمونه داسې وریدل لکه د باران شیبه، ، بمباري د دې لپاره بریښیده چې هر بم پر هر چا وربرابر شي مقصد چې ووژل شي او هغه ټول هغه څوک ووژني چې ورنه د پټیدو ځای نه لري.

د سړک پر غاړه په پیاده رو باندی یو بم راپریوت او یوه لس کلنه ماشومه نجنۍ یې سخته ټپی کړه، چې یو لاس یې ځای پر ځای پری شو او سر یې له چرو ډک شو، بې هوشه شوه، او مخ او بدن یې په وینو تک سور شو.

د مدنی دفاع داو طلبه خدمت کوونکو چې (الخوذ البیض) نوم لري وایی چې له دوی سره نور پوره امکانات ندی پاتي چې له بمباریو نه متاثره شویو خلکو سره مرستې وکړای شي، نو ځایی خلک مجبور دی چې له لومړنی طبي خدماتو نه محروم پاتي شي، هغه زیاته کړه چ[ې یواځې یو څو ځوانو هلکانو وکولای شول چې یوه کوچنئ ټپی شوي ماشومه نجنۍ د بایسکل په واسطه ولیږدوي، خو وروسته یې کورنۍ ته خبر ورسید چې کوچنۍ ماشومې د ټپونو تاب رانشو وړای او شهیده شوه.

او په هغو کلیو کې چې نیمه تخریب شوي دی، اوسیدونکی یې بریښنا، اوبو او نت ته اړتیا لري، هستوګن یې لا هم تر سخت بمبار لاندې دي او د پټیدا ځایونه هم نه لري، په ځانګړی توګه هغه په زرګونو خلک چې اړ شول د حافظ الاسد تر ولکې لاندې سیمو ته وتښتي د خپل ځای نه د تیریدو پر مهال تر سخت بمبار لاندی راغلي دي، له بمبار نه وروسته ژوندی پاتی خلک حکومتي ځواکونو کوم نا معلوم ځای ته انتقال کړي دی چې تر اوسه پورې یې زیاتره تري تم دي.

په دې وروستیو ورځو کې د نړیدلو ودانیو لاندې او د سرکونو پر سر په لسګونو د وژل شویو انسانانو جسدونه لیدل شوي دی چې خلک د دې فرصت نشي موندلي چې هغوی ښخ کړي ځکه چې پرلپسی بمباري روانه ده.

د الشعار په کلي کې خلک له سختو کړمو سره مخ دي نه کوم لوري ته حرکت کولی شي او نه تیښته، ځینی یې وایي دوی ځینې خپل شخصي ضروري ساز او سامانونه د حیواناتو په واسطه هغو سیمو ته لیږدول غواړی چې هلته حکومتی ځواکونه میشت دی خو له ناکامۍ سره مخ شوي دي.

د مخالفو وسله والو اړوند د مرکز حلب الاعلامی اژانس هغه ویډیویی کلیپ خپور کړ چې پر سرکونو د وژل شویو جسدونه او د انسانانو د بدنونو پرتې ټوټې او غوښې ښئ او د کوچنیو ماشومانو چیغې او واویلاوې دوام لري ، یو مراهق ماشوم لیدل کیږي چې د دوه جسدونو تر څنګ ژاړي او وایي چې یو جسد یې د مور دی.

د یوه وژل شوي ماشوم له جسد سره یې پلار نږدې ناست دی او وایي مونږ مجبور یو چې د دې ظالمانه هوایی بمباریو او توپونو د ویشتلو له کبله دا سیمه پریږدو ځکه چې دلته نه خواړه شته نه درمل او نه د ژوند نورې آسانتیاوې، ورپسی دغه پلار دوه جسدونه په دوه نارنجي پلاستیکي ټوټو کې تاو کړل او د یوه نامعلوم لوري په خوا رهي شي.

تبصره پريږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتل شوي تش ځايونه ډک کړئ، *

*