تازه مطالب
کور / مطبوعات / عربي مطبوعات / د حلب ښار نه د وتونکو خلکو ډکې لارۍ لویدیځې څنډې ته د کوچیدو په حال کې دي
surya11

د حلب ښار نه د وتونکو خلکو ډکې لارۍ لویدیځې څنډې ته د کوچیدو په حال کې دي

د الجزیرة نه په مننې

عزیر اسدخیل

پنځه هغه لارۍ چې نږدې ۴۰۰ ښاریان پکې سپاره وو او د حلب د کلابند شوي ښار د مختلفو سیمو نه کوچیدلي وو او د الراموسة په بندرګوټي کې د سوریې رژېم د ځواکونو لخوا یې د وتلو مخه نیول شوې وه (چې له جملې نه یې یو شمیر د بمباریو او جنګونو ټپیان هم دي) وروسته له څو ساعته انتظار نه د تیرې یکشنبې ماښام ناوخته د دغه ښار غربي څنډو ته رسیدلي دي.

 

دغه کاروان نږدې څلور ساعته ایسار کړای شوی و، وروسته له هغې چې د الراموسه له څلور لارې نه په تیزۍ سره تیر شول ځکه چې دا سیمه د ښار هغو سیمو ته څیرمه پرته ده چې د مخالفینو په ولکه کې قرار لري.

 

تمه ده چې د دغو لاریو د رسیدلو کاروان به تر نن دوشنبې پورې دوام وکړی دا به د په سلګونو هغه خلکو په مقابل کې ووځي چی د ادلب په شمال لویدیځ کې د الفوعة، کفریا شیعه میشتو سیمو خلک چې د سوریې رژیم د مخالفو ډلو لخوا کلابند دي ووځي.

د خیریه خدمتګارانو او روغتیاپالانو د اتحادیې رئیس احمد الدبیس ویلي دي چې هغو خلکو چې د وتونکو مهاجرینو فعالیت تنظیموي، د خان العسل سیمې ته څیرمه چې د حلب لویدیځ کې پرته ده او د وسله والو مخالفینو په لاس کې ده، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي، هغه خلک چې له سیمو څخه په ویستو مجبور کړای شوي دي په سخت حالت کې قرار لري، نه خواړه او نه هم دڅښاک څه بندوبست لري، کوچني ماشومان سختې یخنۍ ځپلي دی او سپینه خبره داده چې دوی ته اجازه نه ورکول کیږي چې آن حمامونو ته مراجعه وکړي.

 

په سوریه کې د رویټرز خبري آژانس د ملګرو ملتونو د مسؤل له خولې وایی چې د حلب په ختیځ کې د مخالفو وسله والو تر ولکې لاندې سیمو څخه د خلکو د ویستلو عملیه د یکشنبې په وروستیو شیبو کې له درې وروځو تاجیل نه وروسته یو ځل بیا له سره پیل شوې.

د سوریې تلویزیون مخکې اعلان کړی و چې هغه لارۍ چې د حلب له ختیځ نه مخالف وسله وال له خپلو کورنیو سره یو ځای لیږدوي روانیدل یې پیل شوي دي دا هغه وروستۍ سیمي دي چې په ښار کې وسله وال مخالفین ورباندې ولکه لري، دا لیږدونه وروسته له هغي پیل شوه چی مخالف لوري یوې موافقې ته سره ورسیدل او هغه دا چې حکومت به خلکو ته په دې شرط د حلب له ختیځ نه د وتلو اجازه ورکوي  چې په مقابل کې مخالفین د الفوعة او کفریا شیعه میشتو سیمو خلکو ته د وتلو لاره ورکړي.

د وسله والو مخالفینو سرچینو د الأناضول خبري آژانس ته ویلي دي چی ډیر زر به ۲۰ زره کسان د حلب کلابند ښار له مختلفو سیمو نه نن دوشنبه له سیمی وویستل شي، په داسی حال کې چې سبا سه شنبه به په ښار کې ټول پاتي خلکو ویستل مکمل کړای شي، او په مقابل کې به یی ۴۰۰۰ هغه کسان چې په الفوعة او کفریا شیعه میشتو ښارګوټو نه په درې ورځو کې ووځی چې دا لړۍ به د یکشنبې له ورځې پیل کړل شي.

او د الزبدانی او مضایا سیمو نه به د خلکو ویستل سبا د سه شنبې له ورځې پیل کیږي د سرچینو په وینا دغه ویستل به د الفوعة او کفریا نه د خلکو د وتلو د موافقې د وروستۍ ورځې سره سمون وخوري.

 

د الجزیرة خبریال د وسله والو مخالفینو د سرچینو په قول وایی چې د یکشنبې په ماښام به د مضایا، الزبدانی، الفوعة او کفریا سیمو نه چې د حلب په ختیځ کې دي د خلکو د ویستلو عملیه وروسته له هغې تطبیق کړل شي چې لوجستیکی ترتیبات او امنیتی اجراءاتو باندې موافقه ترسره شي.

او دا فرض کړای شوی وه چې باید د حلب ښار نه د ښاریانو او وسله والو د وتلو عملیه به له وروستیو سیمو نه د سوریې رژیم له لورې له سره پیل کړل شي چې په مقابل کې به یې همدغه شان عملیه په په ادلب کې د کفریا او الفوعة شیعه میشتو کلابندو ښارونو کې هم د مخالفو وساله والو له لوري ترسره کیږي.

داسې ښکاري چې د ویستلو دا لړۍ به د یکشنبې تر ماښامه تر امر ثاني پورې ځکه معطل شي چې وسله والو یو شمیر هغه لارۍ چې د کفریا او الفوعة سیمو څخه د خلکو د ویستلو لپاره ځانګړې شوې وې سوځولي دغه لارۍ د ذکر شویو دوه ښارونو په احاطه کې موندل شوي دي.

د حلب ختیځ ته د لاریو د تللو د معطل کیدا په اړه په سیمه کې د مدنی دفاع فعالینو له ټولو لوریو نه غوښتنه وکړه چې وضعیت آرام کړي، او ښاریان له سرکونو نه شاته کړي، او هغه غلط حرکتونه چې په حلب کې یې په کړنو سره د کلابند شویو خلکو پر ژوند باندی منفی  تاثیر پریباسي ودروي.

په زرګونو خلک دې ته اړ شوي (چې له جملې نه یو زیات شمیر کوچني ماشومان هم دی) چې  حلب په ختیځ کې تر څو ساعتونو پورې د العامریة سیمې په دښته کې د سختې یخنۍ تر تاړاک لاندې پاتې شي، ځینې یې دې ته مجبور شوي چې خپلې جامې او د کور نور ورسره سامونونو ته د ځان تودونې لپاره اور ورته کړي، ویل کیږي چې د تودوخې درجه له شپږو هم ښکته ده.

 

 

د فرانسې خبري آژانس خبریال د وینا په اساس، وایی چې یو شمیر ټپیان او مریضان په وچه او یخه ځمکه باندې پراته دي او د ځان تودولو لپاره نه کمپلې نه لري او نه خواړه او اوبه، او د زیاتره ټپیانو غړي مات دي چې نه حرکت کولی شي، اونه څوک خپلوان لري چې په پورته کولو کې ورسره مرسته وکړي.

د حلب له ختیځ نه د تیری پنجشنبې له ورځې راهیسې نږدې ۸۵۰۰ کسان ویستل شوي چې له جملې نه یې ۳۰۰۰ وسله وال جنګیالي دي، او لږ ترلږه ۵۰۰ نور ټپیان او مریضان دي، ملګري ملتونه وایي چې اوس هم نږدی څلویښت زره ښاریان په حلب کی ایسار دي، چې د ۱۵۰۰ نه تر ۵۰۰۰ پورې هغه جنګیالي دي چې خپلې کورنۍ یې هم ورسره دي.

تبصره پريږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتل شوي تش ځايونه ډک کړئ، *

*