تازه مطالب
کور / اسلام پوهنه / د زکات مسایل (۳۰مه برخه) په تجارتي او کرایه موټرو کې دزکات مسئله –
زکات

د زکات مسایل (۳۰مه برخه) په تجارتي او کرایه موټرو کې دزکات مسئله –

لیکوال : م، نجم الرحمن (فضلی)

په تجارتي او کرايه موټرو کې د زکوة مسئله

پوښتنه : يو شمير علماء کرام وايي چې د بس، ټرګ (لارۍ) او نورو په آمدن کې زکوة شته دى او په ذات کې يې نشته دى، او يو شمير نور بيا په دواړو کې د زکوة خبره کوي، اوس که چيرته موټر نوى وي نو د هغه قيمت مثلا يو لک شاو خوا دى او د استعمال شوي قيمت کم دى نو په دې صورت کې د زکوة ورکولو طريقه څه ده؟ او د يو شميرو تجارانو طريقه دا ده چې همدغه موټر په قسطونو باندې اخلي، يو شمير نقد وي او يو شمير په قسط وي نو په دې صورت کې د زکوة طريقه څه ده؟.

ځواب : کوم کس چې د موټرو تجار وي د موټرو خرڅول او اخيستل کوي نو په هغه باندې د موټرو د قيمت زکوة ورکول شته دي )لکونها من اموال التجارة وسلعها( او کوم کس چې لارۍ واخلي او په کرايه باندې يې ورکړي نو په هغه باندې د لارۍ په منافعو (ګټو) کې د زکوة ورکول شته دي، او د لارۍ په قيمت کې زکوة واجب نه دى )لانه استغلال کبيوت الکراء کما في مجمع البرکات رجل اشترى اعيانا منقولة يواجرها مياومة ومشاهرة ومسانهة ويحصل له من المنقولات مال عظيم لايجب الزکوة فيها لانها ليست بمال التجارة الخ( او په قسط باندې د اخيستلو په تقدير باندې غير اداء شده قسط دين (قرض) دى، او په هر چا چې دومره قرض (دين) وي چې د هغه په مال باندې يې احاطه کړې وي نو په هغه باندې زکوة نشته او که چيرته مال له دين (قرض) څخه زيات وه نو بيا دې په هغه زيات مال کې ورکړي هر کله چې نصاب ته ورسيږي ([1]).

همدا رنګه ليکل شوي :

کوم موټر او وغيره چې د استعمال لپاره وي د هغه په قيمت کې زکوة واجب نه دى )لعدم النماء( ([2]) او که چيرته د استغلال لپاره وي نو د هغه په ګټل شويو روپيو کې با قاعده زکوة واجب دى او په قيمت کې يې زکوة واجب نه دى )ونظيره ما في مجموعة الفتاوى : رجل اشترى اعيانا منقولة يؤاجرها مياومة مشاهرة ومساهنة ويحصل له من المنقولات مال عظيم لايجب الزکوة فيها لانها ليست بمال التجارة فانها يمسکها وينتفع بها نوع انتفاع فصار کالاستعمال فلم يجب في ذلک شئ کذا في خزانة الروايات( وفي قاضي خان )ولو اشترى قدورا من الصفر يمسکها او يواجرها لاتجب فيها الزکوة( ([3]).

([1]) فتاوى فريديه، ج : ٣، ص : ٤٢٨ – ٤٢٩، الزکوة واجبة في عروض التجارة کائنة ما کانت اذا بلغت قيمتها نصابا، فتاوى عالمګيرية، ج : ١، ص : ١٧٩، الفصل الثاني في العروض، مجموعة الفتاوى، للعلامة عبد الحي اللکهنوي، ج : ١، ص : ٣٦٣، کتاب الزکوة، قال المرغاني : ومن کان عليه دين يحيط بماله فلا زکوة عليه وان کان ماله اکثر من دينه زکي الفاضل اذا بلغ نصابا، هداية علي صدر فتح القدير، ج : ٢، ص : ١١٧، کتاب الزکوة.

([2]) په فتاوى محموديه کې ليکل شوي : د استعمال په شيانو باندې زکوة نشته، محموديه، ج : ٥، ص : ١١٤، من شرائط وجوبها …. فراغ المال عن حاجة الاصلية فليس فی دورالسکني …… ودواب الرکوب وثياب البدن واثاث المنزل وعبيد الخدمة وسلاح الاستعمال زکوة لانها مشغول بالحاجة الاصلية والحاجة الاصلية ما يدفع الهلاک عن الانسان تحقيقا او تقديرا …. الخ، البناية في شرح الهداية، ج : ٤، ص : ١٩.

([3]) فتاوى فريديه، ج : ٣، ص : ٤٢٩ – ٤٣٠، بحواله : مجموعة الفتاوى للکهنوي، ج : ١، ص : ٣٦٣، کتاب الزکوة، فتاوى قاضي خان علي هامش الهندية، ج : ١، ص : ٢٥١، فصل في مال التجارة.

تبصره پريږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتل شوي تش ځايونه ډک کړئ، *

*