تازه مطالب
کور / اسلام پوهنه / د زکات مسایل (۳۲مه برخه) – آیا دکور په سامان زکات شته ؟ ـ
زکات

د زکات مسایل (۳۲مه برخه) – آیا دکور په سامان زکات شته ؟ ـ

لیکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)

د کور په ضروري شيانو کې زکوة شته او که نه ؟

پوښتنه : د کور په ضروري شيانو لکه چوکۍ، ميزونه، صندقونه، د استعمال جامې، د  يخ او ګرمي جامې، په زرو جوړې شوې جامې، د اوسيدلو ودانۍ، د کرايه کور، د شيشې ګلاسونه او داسې نور شيان کوم چې د کور د ښايست (زينت) لپاره وي، د جامو جوړولو ماشين او همدا رنګه نور مشينونه، د استعمال لپاره موټر، ساعتونه، راډيو، پنکه، د جامو پريمنځلو مشين او وغيره، آيا په دې شيانو کې زکوة شته دى او که نه؟.

ځواب : په دې کې زکوة نشته، که په زرو باندې په جوړو شويو جامو کې سره او سپين د نصاب په اندازه وه يا که دواړه سره يو ځاى کړى شي نو د يوه نصاب په اندازه کيږي نو بيا زکوة پکې واجب دى، او په پاتې نورو ټولو شيانو باندې زکوة نشته ([1]).

د استعمال په شيانو کې زکوة شته او که نه ؟

پوښتنه : داسې لوښي لکه ديګ، لوى ديګچي او داسې نور کوم چې په کال کې دوه يا درى ځلې استعماليږي، آيا په همدې کې هم زکوة شته او که نه؟.

ځواب : داسې لوښي کوم چې د استعمال لپاره ايښودل شوي وي ولو که د هغوى د استعمال نوبت کم راځي په هغو کې زکوة واجب نه دى ([2]).

د زکوة فرض کيدو لپاره نصاب او د کال تيريدل شرط دي

پوښتنه : زکوة شرعاً په څو توله سرو باندې واجب دى؟ که چيرته له کومې ښځې سره له اوه نيمو توله کم سره وي، مثلا پنځه يا څلور نيمې توله سره وي او پنځوس يا سل روپۍ نقدې هم وي، نو آيا د کال په پوره کيدلو سره په همدې ښځه باندې زکوة واجب دى؟ په يو شمير سيمو کې دا خبره مشهوره ده چې کله سره اوه نيمې توله نشي نو زکوة نه واجبيږي، ولو که اوه توله وي او څه نقدې هم وي، د کوم له امله چې په ټوله سيمه کې هيڅ يوه ښځه هم زکوة نه ورکوي، شرعي حکم څه دى؟.

ځواب : د کوم کس چې په ذاتي ملکيت کې اوه نيمې توله سره يا دوه پنځوس نيمې توله سپين وي يا د دوه پنځوس نيمو توله د سپينو برابر نقد روپۍ يا د تجارت سامان وي نو داسې کس ته د نصاب څښتن ويل کيږي، همدا رنګه که نقد روپۍ يا د تجارت سامان اګر که په مذکوره مقدار کې نه وي، مګر يو څه سره او سپين هم له هغه سره وي، بيا يوازې اګر که هغه د نصاب په اندازه نه دي، مګر د دواړو يا دريواړو په يو ځاى کولو سره که کم له کمه د دوه پنځوس نيمو توله سپينو د قيمت په اندازه شي نو په دې صورت کې هم هغه صاحب نصاب ګڼل کيږي، او د مياشتې په کومه نيټه چې هغه د نصاب څښتن جوړ شوى وي او د کال له تيريدو وروسته په همدغه نيټه کې هم د نصاب څښتن وي نو اوس په هغه باندې زکوة فرض دى.

دا هم په ياد لرى چې د کال په دوران کې د مال کميدو او زياتيدو لره هيڅ اعتبار نشته دى، په دې شرط که د کال په اوږدو کې نصاب صفر ته نه وي رسيدلى، د کال له تيريدلو وروسته په موجود مال باندې زکوة فرض دى، لهذا له کومې ښځې سره چې سره او نقد روپۍ سره يو ځاى کړى شي او د دوه پنځوس نيمو توله سپينو سره برابر شي نو هغه د نصاب څښتنه ده، او د زکوة په نيټه کې په موجود مال باندې زکوة واجبيږي، اوه نيمې توله سره يا دوه پنځوس نيمې توله سپين له شک پرته د نصاب لپاره معيار دى، مګر دا په هغه صورت کې کله چې يوازې سره يا يوازې سپين له يو چا سره وي، که مختلف شيان وي نو بيا دا حکم نه ده ([3]).

([1]) فتاوى رحيميه، ج : ٧، ص : ١٥١، بحواله : فتاوى عالمګيري، کتاب الزکوة، ج : ١، ص : ١٧٢.

([2]) فتاوى محموديه، ج : ٥، ص : ١١٤، من شرائط وجوبها …. فراغ المال عن حاجة الاصلية فليس فی دورالسکني …… ودواب الرکوب وثياب البدن واثاث المنزل وعبيد الخدمة وسلاح الاستعمال زکوة لانها مشغول بالحاجة الاصلية والحاجة الاصلية ما يدفع الهلاک عن الانسان تحقيقا او تقديرا …. الخ، البناية في شرح الهداية، ج : ٤، ص : ١٩.

([3]) فتاوى عباد الرحمن، ج : ٣، ص : ٢٠، بحواله : الفقه الحنفي وادلته، ج : ١، ص : ٣٣٥، الفقه الاسلامي، ج : ٣، ص : ١٨٢٨ – ١٨٢٠.

تبصره پريږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتل شوي تش ځايونه ډک کړئ، *

*