تازه مطالب
کور / اسلام پوهنه / د سورة البقرې ځینی نومونه
قرآان كريم

د سورة البقرې ځینی نومونه

هذا بیان للناس(۱)
سورة البقره
لیکنه:حسین احمد
د سورة البقری یو نوم سنام القران ده٬سنام اوچت ځای ته وایی ٬یعنی دا سورت په اعتبار د مضامینو ډیر اوچت او لوړ دی٬ ابوهریرة رضی الله عنه له رسول الله څخه روایت ذکرکوی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:لكل شيء سنام وإن سنام القرآن سورة البقرة (سنن ترمذی)
 
د سورة البقری یو بل نوم زهرا دی ٬سورة العمران ته هم زهرا ویل کیږی ٬دواړو ته الزهراوين ویل شی زهرا رڼا ته وایی رسول الله صلی الله علیه وسلم د دغو دوو سورتونو په اړه فرمایی:
قران لولئ ځکه دا به د قیامت په ورځ خپل اهل لپاره شفاعت کوونکی ګرځی٬ زهراین (بقره او العمران) لولئ ځکه دا به د قیامت په ورځ په داسی ډول راځی ته به وایی چی دا خو د نورانی وریځو دوه ټوټی او یا دوه چتره دی او یا به وایی چی دا خو د وزر خلاصو (خلاص وزره)مرغانو ږله (ټولۍ) ده هغه وخت به دا سورتونه له خپل اهل (لوستونکو)څخه دفاع کوی او د هغوی په سر به سیوری جوړوی(د قیامت په ورځ).
او همدارنګه فرمایی:سورة البقره لولئ ٬ددغه سورت لوستل برکت او ترک کول یی حسرت ده او د دغه سورت په لوستونکی باندی ساحرنه شی تسلط کیدی (سحر نشی پری کولی).
#رواه مسلم و مسند امام احمد
 
د سورة البقری یو بل نوم فسطاط القران دی ٬فسطاط هغه لویی او سترې خیمی ته وایی چی په ځان کی ډیر افراد او اشیا ځایولی شی٬دې سورت ته ځکه فسطاط ویلی شوی چی دا سورت په ډیرو مضامینو مشتمل ده
 
سورة البقری ته ځکه سورة البقره وایی چی پدی کی قیصه د بقری ذکر ده ٬خو یواځي دا ځواب کافی نده ځکه کیدیشی سوال وشی چی پدی سورت کی خو د بقری له قیصی سره یو ځای نور ګڼ مضامین هم ذکر شوی دی ولی یی بل نوم ندی ورکړی؟
ځواب دا ده چی د غوا (بقرې)په حلالو او ذبحه کولو سره د هغه وخت د مشرکینو بنیاد کندې کیده ځکه چی په هغه وخت کی اکثریت خلکو د غوا عبادت کاوه او له غوا یی د حاجاتو رفع غوښته٬چی خه دلیل پری همدا د بنی اسرایلو قوم وه.

تبصره پريږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتل شوي تش ځايونه ډک کړئ، *

*