د سوریې دموکراتیکو ځواکونو اعلان وکړ چې د دوی پلوي ځواکونو (د دیرالزور نظامي ټولنې سرتیرو) د اسلامي دولت تنظیم له جنګیالیو سره له جګړو وروسته د شمالي دیرالزور څنډې ته پروت په الصور ښار کې نږدې 25٪ خاوره لاندې کړې ده.

د الجزیرې طوفان په نوم عملیاتو یوې رسمې ویاندې وویل چې د دیرالزور نظامي ټولنې سرتیرو د الصور ښار پر عبادت ځایونو ولکه ټینګه کړې او د اسلامي دولت تنظیم پر وړاندې د یاد ښار په لویدیځه څنډه کې سختې نښتې روانې دي، د سوریې د دموکراتیکو ځواکونو له اعلان نه وروسته څو ورځې وروسته د سوریې په ختیځ کې د دیرالزور ولایت د مدني ټولنې ټولنه تشکیل شوه.

د سوریې د موکراتیک ځواکونه چې د کردي ولس د ژغورنې ځواکونه پرې واکمن دي اعلان وکړ چې د نړیوال ائتلاف په مرسته یې د الجزیرې طوفان په نوم عملیات پیل کړي څو د اسلامي دولت تنظیم نه د دیرالزور په څنډه کې د سوریې په جزیره کې پر پرتو ځمکو ولکه ټینګه کړي، دا عملیات د روان 2017 کال د سپتمبر په ۹مه پیل شوي دي.

څو ورځې وړاندې د سوریې دموکراتیکو ځواکونو ویلي وو چې د دوی ځواکونو د اسلامي دولت تنظیم سره په جګړو کې د دیرالزور ښار شمال ته د پطرولو د کونیکو او د العزبة شرکتونو باندې هغه مهال ولکه ټینګه کړه چې دوه ورځې پرلپسې یې کلابند کړې وه.

ویل کیږي چې د اسلامي تنظیم دولت په تیرو ورځو کې د دوه ډوله ځواکونو له دوه جلا جلا بریدونو سره مخ شو چې یو یې د سوریې د دموکراتیکو ځواکونو برید و چې امریکایان یې ملاتړ کوي او بل برید د سوریې رژیم فوځ لخوا چې روسیه یې ملاتړ کوي.

اسلامي دولت تنظیم په دیرالزور ښار باندې په 2014 کال کې د یوه یرغل پر مهال ولکه ټینګه کړې وه چې له امله یې د سوریې او عراق پر نورو پراخو سیمو هم ولکه ټینګه کړه.

څرګنده ده چې د سوریې دموکراتیک ځواکونه یو نظامي سوریایي تشکیل دي چې د کردانو، ترکمنو، عربو او آشوریینو نه جوړ شوی دی، د ځمکو په لاندې کولو کې بریالی او د جګړو موخه یې د ترهګرۍ ځپل دي که هغه د اسلامي دولت تنظیم په شکل کې راڅرګند شي او یا په بل نوم وي.

د الجزیره نه په مننې

ژباړن: عزیر اسدخیل

شریکول

Leave a Reply