تازه مطالب
کور / تبصرې / د سُنیانو قصاب ومړ
raf4

د سُنیانو قصاب ومړ

(عزیر اسدخیل)

رفسنجاني هغه څوک و چې په لبنان کې یې د قصابانو یوه توره ډله (حزب الله) چې اوسمهال یې (حسن نصرالله) مشري کوي بنسټ کیښود، دا هغه سفاکه ډله ده چې دا وخت په سوریه کې د مجاهدینو پر خلاف د بشارالاسد او روسانو د وحشیانه یرغل او جګړې مرسته او چوپړ کوي او د لسګونو زره سوریایانو په وینو یې لاسونه سره دي، رفسنجاني په عراق کې د (بدرفرقه) په نوم یوه بله ترهګریزه ډله هم تاسیس کړه چې مشري یې دعراق یو متعصب شیعه ملا (مقتدی صدر) ته ورکړه مقتدی صدر د مالکي په موافقه صدام حسین ته د اعدام پر مهال په غاړه کې رسۍ ورواچوله هغه خپل مخ پټ کړی و او صدام ته یې د شیعه ګانو په نوم سنیانو ته پیغورونه ورکړل چې صدام د دار په تخته ولاړ و او قهر یاې راوپارید، د مقدی صدر ملیشوته په عراق کې د مرګ ملیشې وایې چې پټ ترهګریز زندانونه لري، رفسنجاني هغه څوک و چې په ایران کې یې په زرګونو سني روښانفکران او سني علماء پټ او ښکاره اعدام کړي.

ترخمیني وروسته دوه دورې د ایران جمهوررئاست ته ورسیدو او په پای کې یې ایرانې سنیان له خپلو هر ډول حقوقو محرو م وساتل  چې ترت ننه هم دا لړۍ دوام لري رفسنجانی یو ډیرمتشدد او افراطي شیعه مذهبه کرکټر درلود او دا د ایران لومړی ولسمشر و چې له امریکا او یهودو سره یې پټه دوستي پیل کړه.

تبصره پريږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتل شوي تش ځايونه ډک کړئ، *

*