تازه مطالب
کور / خبرونه / د عراق لومړي وزیر حیدر العبادي له داعش ډلې د فلوجې ښار بېرته نیول تأیید کړل

د عراق لومړي وزیر حیدر العبادي له داعش ډلې د فلوجې ښار بېرته نیول تأیید کړل

کابل ټکی کام ۲۸غبرګولي/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني

د عراق لومړي وزیر حیدر العبادي له داعش ډلې څخه د دغه هېواد د فلوجې د ښاروالۍ د بېرته نیولو خبر ورکړی دی، او ویلي یې دي، چې له دې څخه وروسته به د عراقي ځواکونو هدف له داعش ډلې څخه د موصل ښار نیول وي.

نن یو شمېر نړیوالو رسنیو د عراقي ځواکونو له خولې لیکلي وو، چې د فلوجې ښاروالي یې نیولې ده، مګر دغه خبر د عراق له لورې په رسمي توګه نه وو تأیید شوی.

دا مهال د عراق لومړي وزیر په خپله له داعش ډلې څخه د فلوجې د ښاروالۍ د نیولو خبر ورکړی دی.

حیدر العبادي همدا راز ویلي دي، چې د فلوجې د ښاروالۍ له نیولو څخه وروسته د دوی د ځواکونو هدف د موصل ښار نیول دي.

ښاغلي العبادي زیاته کړې ده، چې له داعش ډلې څخه د فلوجې د ښاروالۍ په ازادولو کې ټول عراقیان سهیم وو.

په ورته وخت کې عراقي ځواکونو د خپلې کامیابۍ ذ لمانځلو لپاره د فلوجې ښاروالۍ کې جشن ایستلی دی.

همدا راز د عراق د نمایندګانو د مجلس رئیس سلیم الجبوري هم په یوه پیغام کې د فلوجې ښاروالۍ ازادېدل تأیید کړي دي، او دا یې د ټولو عراقیانو لپاره افتخار بللی دی.

او هیله یې څرګنده کړې ده، چې «مونږ منتظر یو، چې د موصل ښار د ازادېدو خبر هم واورو.».

عراقي ځواکونو د فلوجې د ښاروالۍ د بېرته نیولو لپاره د تېرې مۍ میاشتې پر ۲۲مه نېټه عملیات پیل کړي وو.

د یادولو ده، دغه ښار پلازمینې بغدا ته نږدې ۵۰ کیلو متره لیرې لوېدیځ کې پروت دی، چې له ۲۰۱۴ میلادي کال راهیسې د داعش ډلې په لاس کې وو.

تبصره پريږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتل شوي تش ځايونه ډک کړئ، *

*