د عسکرو دښمنان خپله عسکر دي!/ هېواد ریان

126

افغانستان عجیب هېواد دی او چارواکي خو یې بېخي جلا خلک دي. دلته داسې ورځ نه راځي، چې یوه نادوده دې ونه گورو او یا ونه لولو. دلته هره ورځ داسې پېښې کېږي، چې پرونۍ پېښه د خلکو له ذهنونو ووځي او بیا په نننۍ پېښه کې لیکلو ته زور ورکړي.

کله امریکايي وحشیانو پر ودونو، کله یې په جنازو، کله یې په خیراتونو او کله نا کله یې پر عسکرو بمبار کړی وي او له شلو ډېر یې وژلي وي؛ خو د دوه سري حکومت ډارن چارواکي یې ان غندلی هم نه شي او لکه د نورو پېښو په شان پرې چوله خوله پاتې شي.

پرون په هلمند کې افغان عسکرو پر افغان عسکرو بمبار کړی او له شلو ډېر عسکرو ته یې مرگ‌ژوبله اړولې ده.

دا نه لومړۍ پېښه وه او نه به وروستۍ وي؛ ځکه د دولت وزیري په ویاندوۍ کې داسې پېښو ته داسې پرتوگونه گنډل کېږي، چې امریکایان هم ورته حیران پاتې شي، چې دغه ښاغلی دروغ څومره په مهارت وايي او داسې ښکاري، چې ښاغلي وزیري د جنرالۍ رتبه په جگړه کې نه، بلکې په دروغو کې اخیستې وي.

زموږ غم دادی، چې د جگړې دواړو خواوو ته ډېر افغانان مري او د افغانانو پر سر بیا داسې حکومت دی، چې نه د ځان پوښتنه کولی شي او نه د بل. دلته دواړه ښاغلي تراوسه د واک په وېش کې جوړجاړي ته نه دي رسېدلي او دغه پېښې یوازې د رسنیو د خبرونو مهم ټکي شي او پوښتنه یې نه کېږي.

که د ملي یووالي حکومت د طالبانو پر مرگ د خوښۍ اتڼونه کوي، باید د خپلو هغو عسکرو پوښتنه خو وکړي، چې د همدغه فاسد نظام د ساتلو لپاره یې خپل سرونه په لاسونو کې نیولي او د پنځلس زره افغانیو په بدل کې له خپلو سرونو تېر دي. که د دوی پوښتنه هم نه شي کولی، نو باید عسکر خپلې وسلې پرځمکه کېږدي او خپلو کورنیو ته ستانه شي.

د ملي یووالي حکومت په تېرو درې کلونو کې زرگونه ځوانان بې‌کاره کړل، سلگونه زرو ځوانانو هېواد پرېښود او اروپا ته ولاړل، زرگونه یې نشه‌یان او زرگونه یې په ابدي خوب ویده کړل. د داسې دوه سري نظام نه، نه نظام ښه دی، ځکه مسوولیت خو به یې چاته نه راجع کېږي.

د کابل چارواکي که د شینوارو، پروان، کابل، هلمند، کندهار، لوگر او نورو ولایتونو د عامو خلکو پوښتنه له امریکا نه شي کولی، نو د خپلو عسکرو پوښتنه خو دې وکړي، چې امریکا ته پر ځمکه ستن ښکاري؛ خو د پولیسو غټې پوستې نه!

شریکول

Leave a Reply