تازه مطالب
کور / اسلام پوهنه / د عهدې واکدار باید په خپل ماتحت رحم ولري (اوله برخه)
مدیر او مشر

د عهدې واکدار باید په خپل ماتحت رحم ولري (اوله برخه)

لیکنه: طالب الحدیث نورالحق شیخ زاده

ترتیب: حمزه حسیني

الحمد لله رب العلمین والصلاۃ و السلام علی قائد المجاھدین  اما بعد!

قال الله تعالی: مُحَمَّدٌ رَّسُوْلُ الله وَ الَّذِیْنَ مَعَه اَشِدَّآءُ عَلَي الْکُفَّارِ رُحَمَاءُ بَیْنَھُمْ. ( الفتح _ 29_)

و قال رسول الله صلی الله علیه وسلم : اِرْحَمُوْا مَنْ فِي الْاَرْضِ یَرْحَمُکُمْ مَنْ فِي الَّسمَآءِ.

 (ترغیب والترھیب)

په یوه ټولنه کې چې د اخوت او ایثار فضاء رامنځته کیږي په اسانه نه شي تر لاسه کیدای ډیر زیار او کوشش ته اړتیا لري.

د اسلام خوږ پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم او خلفاء راشدین (رضی الله عنھم) مونږ ته تر شا داسې په زړه پورې او د قدر وړ سیرت پرېیشی  چې د ټول ژوند ضابطه حیات ده او په پــلي کولو کې یې دنیوي او اخروي کامیابی نغښتي دي .

یو ھغه چې د معاشرې په اصلاح کی مھم رول لري ھغه په خپل ماتحت باندی رحم او شفقت کول دي.

نو نن په ھمدی موضوع باندی یو زغلنده نظر کوو.

الله تعالی د صحابه کرامو (رضي الله عنھم) یو رشتنی صفت مونږ ته په گوته کوي؛ صحابه ھغه خلک دي چې په کفارو سخت زړي او خپل منځ کې رحم کونکي دي.

او د رسول صلی الله علیه وسلم دا عادت مبارک وو، چی له ماشومانو سره خو لاڅه کوې د غلامانو له زامنو سره به یې ھم دومره د شفقت او ترحم مظاھره کوله چې په والله زه خو یې چې کله ھم تصور کوم نو داسی بل کیفیت وی…

عن عائشۃ ام المؤمنین (رضی الله عنھا) قالت: اراد النبی صلي الله علیه وسلم ان ینحي مخاط اسامه (رضی الله عنه) قالت عائشۃ: دعني حتي اکون انا الذي افعل قال النبي ( صلی الله علیه وسلم) یا عائشۃ! احبیه فاني احبه. (ترمذي)

ژباړه: ام المؤمنین فرمایی: چې رسول الله صلي الله علیه وسلم اراده وکړه چې د اسامه رضي الله عنه پوزه ورپاکه کړي نو عائشې رضي الله تعالي عنها ورته وویل ما ته یې پرېږده چې زه یې ور پاکه کړم نو نبي کریم صلي الله علیه وسلم ورته وفرمایل ای عائشې ته له ده سره محبت کوه ځکه چې زه ورسره محبت کوم.

امیرالمؤمنن عمر رضي الله تعالي عنه ته یو وړوکی ماشوم راوړال شو ھغه ماشوم غیژ کې واخیست او مچو یې کړ رحم او شفقت یې ورباندی وکړ څنگ ته یی د ده یو والي ناست وو چې نوی  یې د ولایت مکتوب ورکړی وو په ډیر تعجب یې ورته وویل:  ما پردی زوی څه کوې، خپل زوی ھم نه ده مچو کړی.

عمر رضي الله عنه ورته غصه شو او د مقرری مکتوب یې ورنه واخیست او دایې ورته وویل:  ته به د ټول عمر لپاره مسؤلیت نه کوې. او مانه گیله ونه کړې ځکه الله تعالي ستا له زړه نه رحم ایستلی ده.

نو مدرس او معلم باید په خپل طالبانو او شاګردانو ، مھتمم او مدیر د جامعی باید په خپلو ماتحتو  اراکینو باندې ترحم وکړي.

نور بیا.

تبصره پريږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتل شوي تش ځايونه ډک کړئ، *

*