د لمونځ مسائل (۴۸مه برخه) – د دريو سجدو په کولو سره د لمانځه راګرځول –

151

د دريو سجدو په کولو سره د لمانځه راګرځول

پوښتنه : يوه کس په يوه رکعت کې درى سجدې وکړې او په اخير کې يې سجده سهوه ونکړه، نو آيا د هغه لمونځ صحي کيژي؟.

ځواب : د لمانځه راګرځول واجب دي ([1]).

هوائي جهاز او بحري جهاز دواړه د کشتۍ په حکم کې دي

پوښتنه : په هوائي جهاز او بحري جهاز کې لمونځ صحي دى او که نه؟ ځکه چې دواړه له زمکې څخه پورته وي؟.

ځواب : په دغو دواړو ډوله جهازونو کې لمونځ کول صحي دي، په دواړو کې استقرار جبه (د تندي استقرار) موجود دى او دواړه د کشتۍ په حکم کې دي ([2]).

په کومو حالاتو کې لمونځ ماتيدلاى شي

پوښتنه : د لمانځه کولو په حالت کې د کومو مجبوريو له امله لمونځ ماتيدلاى شي؟ د بيلګې په توګه : ريح (باد) خارج شي، يا خطرناک چينچى نژدې راشي، په کور کې يوازې وي او څوک دروازې ته راشي، په کور کې يوازې پاتې شوى او ويده شوى کوچنى چې راپورته شي او ژاړي، له بدن څخه وينې روانې شي، آيا په داسې حالاتو کې د لمانځه په ماتولو کې ګناه شته؟.

ځواب : کوم عذرونه چې پورته وليکل شول د هغوى په موجوديت کې د لمانځه ماتول صحي دي، ځکه چې په داسې تشويش ناک حالت کې لمونځ کول مکروه دي ([3]).

قرآن مجيد ته د کتلو په حال کې لمونځ کول

پوښتنه : آيا په تراويح کې قرآن مجيد ته د کتلو په حال کې لمونځ کيژي؟ نن صبا زياتره مصريان او نور عرب همداسې کوي، د يو شمير خلکو رايه دا ده چې قرآن مجيد ته د کتلو په وخت کې لمونځ نه کيژي، دا صحي ده؟.

ځواب : قرآن مجيد ته د کتلو په وخت کې لمونځ نه کيژي ([4]).

پرته له ضرورته يوازې په بنيل (ګنجي) کې لمونځ کول مکروه دي

پوښتنه : بنيل (ګنجى) کوم چې نن صبا په ډير زيات اکثريت سره خلک اغوندي، په دې کې لمونځ کول څرنګه دي؟.

ځواب : له کوم سړي سره چې قميص نه وي د هغه لمونځ په بنيل (ګنجي) کې له کراهيت پرته صحي دى، او له چا سره چې د ړستوني والا قميص موجود وي د هغه لمونځ په بنيل کې له کراهيت سره صحي دى، ځکه چې له عذر پرته په لمانځه کې د مټو لوڅول مکروه دي، همدا ډول عادتاً په يوازې بنيل کې عامو مجالسو ته ورتګ عيب ګڼل کيژي، نو قدرت لرونکي کس ته په داسې لباس کې لمونځ کول مکروه دي په کوم کې چې هغه عام مجلس ته نشي ورتللى ([5]).

ايا په لمانځه کې د دواړو پښو په پورته کيدا سره لمونځ فاسديژي

پوښتنه : که چيرته د سجدې کولو په وخت کې دواړه پښې له زمکې څخه پورته شي نو لمونځ کيژي او که نه؟.

ځواب : که چيرته د دواړو پښو ګوتې بيخي له زمکې څخه پورته شي نو سجده صحي نه ده، او د سجدې نه صحي کيدو له امله لمونځ صحي نه دى ([6]).

([1]) فتاوى محموديه، ٦ : ٦٢٠، بحواله : الفتاوى العالمګيرية، الباب الثاني عشر في سجود السهو، ج : ١، ص : ١٢٦.

([2]) فتاوى فريديه، ٢ : ٥١٧، بحواله : منهاج السنن شرح جامع السنن، ج : ٢، ص : ٢٣٤، باب ما جاء في الصلوة علي الدآبة حيث ما توجهت به.

([3]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٣ : ٥٧٤، بحواله : شامي، ج : ١، ص : ٦٤١، مطلب في الخشوع.

([4]) خير الفتاوى، ٢ : ٤١٢.

([5]) امداد الاحکام، ١ : ٥٥٤.

([6]) فتاوى محموديه، ٦ : ٦٣٢، بحواله : حاشية الطحطاوي علي مراقي الفلاح، باب شروط الصلوة، ص : ٢٣٠.

شریکول

ځواب پريږدي

مهربانی وکړي خپله تبصره وليکئ!
خپل نوم وليکئ