د لمونځ مسائل (۴۹مه برخه) – په تشهد (التحيات) کې په دواړو لاسونو سره د لمن غوړول

129

په تشهد (التحيات) کې په دواړو لاسونو سره د لمن غوړول

پوښتنه : يو کس د تشهد (التحيات) په حالت کې د خپل قميص لمن په دواړو لاسونو سره پر زنګنونو باندې غوړوي، آيا د هغه لمونځ کيژي؟.

ځواب : په تشهد (التحيات) کې په دې ډول لمن غوړولو سره لمونځ نه فاسديژي، مګر د فعل عبث له امله کراهيت پکې راځي ([1]).

په جومات کې په پرتو خوليو کې د لمانځه حکم

پوښتنه : نن صبا په جوماتونو کې له ميزرو او پلاسټک نه جوړې کړى شوې خولې پرتې وي او دا عام رواج دى، د همدغو خوليو په سر کونکو ته د هغو د پاکي او مرداري علم نه وي، د هغو استعمال څرنګه دى؟.

ځواب : بهتره دا ده چې هر سړى دسمال او خولۍ له ځان سره له کوره راوړي، هغه واغوندي او لمونځ وکړي، د داسې غورځيدليو خوليو استعمال د نظافت او نفاست خلاف کار دى ([2]).

که ښځه په لمانځه کې په زوره قرائت ووايي

پوښتنه : ښځه که چيرته په جهر (په زوره) لمونځ کوي نو د هغې لمونځ فاسديژي او که نه؟ او په همدې ډول يې چې څومره لمنځونه کړي د هغو قضاء په راګرځوي او که نه؟.

ځواب : د يو شمير فقهاء کرامو په نزد د ښځې آواز عورت دى، په جهر سره د هغې لمونځ فاسديژي، له همدې امله د احتياط غوښتنه دا ده چې په جهر يې ونکړي، او کوم لمنځونه يې چې په جهر سره کړي د هغوى راګرځولو ته ضرورت نشته دى ([3]).

د نيکتائي تړلو په حال کې د لمانځه کولو حکم

پوښتنه : چې نيکتائي پر غاړه تړل شوې وي په داسې حال کې لمونځ کول روا دي او که نه؟ همدا ډول لوڅ سر او په پتلون کې د لمانځه کولو حکم څه دى؟.

ځواب : د نيکتائي په تړلو سره د يهودو او نصاري ؤ د صليب نظريه عملي تاييد کيژي او کراهيت يې په يقيني ډول ثابت دى، د سستيا له امله لوڅ سر لمونځ کول مکروه دي، آيا دا له خداوندي آدابو څخه خلاف نه دي؟ کوم وخت چې بله جامه نه وي نو په پتلون کې لمونځ کول روا دي ([4]).


([1]) خير الفتاوى، ٢ : ٤٢٠.

([2]) خير الفتاوى، ٢ : ٤٢٣.

([3]) فتاوى محموديه، ٦ : ٦٣٦، بحواله : ردالمحتار، باب شروط الصلوة، ج : ١، ص : ٤٠٦، وکذا في النهر الفائق، باب شروط الصلوة، ج : ١، ص : ١٨٣، وکذا في البحر الرائق، باب شروط الصلوة، ج : ١، ص : ٤٧٠.

([4]) خير الفتاوى، ٢ : ٤٣٢.

شریکول

ځواب پريږدي

مهربانی وکړي خپله تبصره وليکئ!
خپل نوم وليکئ