تازه مطالب
کور / اسلام پوهنه / د لمونځ مسایل(۳۲مه برخه) -د رکوع کمه اندازه څومره ده ؟ ـ
لمونځ

د لمونځ مسایل(۳۲مه برخه) -د رکوع کمه اندازه څومره ده ؟ ـ

لیکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)

د رکوع کمه اندازه څه ده

پوښتنه : د رکوع ادنی اندازه څه ده؟

ځواب : د رکوع ادنی اندازه دا ده چې لاسونه يې تر زنګنو ورسيږي ([4]).

په سپوژمۍ کې د قبلې لورى

پوښتنه : که چيرته کوم مسلمان سوژمۍ ته ورسيژي او د لمانځه کول غواړي نو د هغه قبله به کوم لوري ته وي؟ يعنې کوم لوري ته بۀ لمونځ کوي؟.

ځواب : پر زمکه کې د اوسيدلو په وخت کې يې چې کوم لوري ته لمونځ کولو هلته هم هماغه لوري ته د لمانځه کولو حکم دى ([5]).

د رکوع سنت طريقه څه ده

پوښتنه : د رکوع سنت طريقه څه ده؟

ځواب : سنت طريقه دا ده چې دومره ټيټ شي تر څو يې چې سر او ملا سره برابر شي او په لاسونو به زنګنونه (ټيټکۍ) ونيسي او لاسونه به يې له تخرګونو څخه جلا وي ([1]).

د قبلې لوري ته د پښو غزول

پوښتنه : آيا د قبلې لوري ته د پښو غزولو په حالت کې په کيناستو کې بې ادبي دى؟ او ګناه دى؟.

ځواب : هو ! بې ادبې دى، مکروه دى ([2]).

که د يو چا ملا ډيره کړوپه شي رکوع به څه ډول کوي

پوښتنه : که د يو چا ملا د سپين ږيرتوب يا د کوم بل عذر له امله دومره کړوپه شي چې رکوع ته ورته شي نو بيا به څنګه رکوع کوي؟

ځواب : داسې کسان دې په سر اشاره کوي، يواځې چې سر لږ ښکته کړي نو رکوع يې کيږي ([3]).

([1]) تعليم الاسلام، دريمه برخه : ٦٢.

([2]) فتاوى محموديه، ٥ : ٥٤٢، بحواله : ردالمحتار مع درالمختار، کتاب الصلوة، باب مکروهات الصلوة، مطلب في احکام المساجد، ج :١، ص، ٦٥٥، وکذا في البحرالرائق، کتاب الصلوة، باب ما يفسد الصلوة وما يکره فيها، ج : ٢، ص : ٥٩، وکذا في تبيين الحقائق، کتاب الصلوة، باب ما يفسد الصلوة وما يکره فيها، ج : ١، ص : ١٨.

([3]) تعليم الاسلام، دريمه برخه : ٦٣.

تبصره پريږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتل شوي تش ځايونه ډک کړئ، *

*