تازه مطالب
کور / اسلام پوهنه / د لمونځ مسایل (۲۹مه برخه) -قرائت په کومو لمونځونو کې په زوره ويل کيژي؟
لمونځ3

د لمونځ مسایل (۲۹مه برخه) -قرائت په کومو لمونځونو کې په زوره ويل کيژي؟

لیکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)

قرائت په کومو لمونځونو کې په زوره ويل کيژي

پوښتنه : په کومو لمنځونو کې په زوره قرآن کريم لوستل پکار دي؟

ځواب : د امام لپاره واجب دي چې د ماښام او ماسخوتن په اولنيو دوو رکعتونو کې او د سهار، جمعې، اخترونو او د رمضان المبارک په شل رکعته تراويحو کې په زوره قرآن کريم ولولي ([1]).

د ښځې لپاره په لمانځه کې د عورت پټول

پوښتنه : که يوه مسلمانه او اصيله ښځه په يوه جامه کې لمونځ اداء کوي، په همدغه جامه کې يې پنډۍ يا سينه د پلنوالي له امله ښکاره کيژي، نو په همدغه جامه کې يې لمونځ صحي دى او که نه؟.

ځواب : له مخ، قدمين او کفين پرته هر اندام پوره يا يې ربع (څلورمه) چې ښکاره شي لمونځ يې فاسد شو ([2]).

د لمانځه د پنځم شرط بيان

د لمانځه لپاره د وخت شرط کيدو مطلب

پوښتنه : د لمانځه لپاره د وخت شرط کيدلو مطلب څه دی؟

ځواب : مطلب يې دا دی چې هر لمونځ دې په خپل وخت کې اداء کړل شي، ځکه چې له وخت څخه د مخه خو بالکل نه کيږي او له وخت څخه وروسته لمانځه ته قضاء ويل کيږي ([3]).

په کومو لمنځونو کې قرائت په پټه ويل کيژي

پوښتنه : په کومو لمنځونو کې د قرآن کريم په پټه لوستل پکار دي؟

ځواب : د ماسپښين او مازديګر په لمنځونو کې به امام او منفرد دواړه په پټه قرئت لولي او په وترو کې به منفرد قرئت په پټه لولي ([4]).

د لمانځه د شپژم شرط بيان

يعنې د لمانځه کولو په وخت کې خپله سينه د کعبه شريفې لور ته مخامخ کول شرط دي، خواه حقيقتاً وي او که حکماً وي او د کعبې شريفې لور ته مخ کول شرط نه دي، هو ! سنت دي، لهذا که چيرته کوم سړي له کعبې شريفې نه يوازې مخ وګرځولو او لمونځ يې وکړ لمونځ يې کيژي مګر له سنت څخه د مخالفت کولو له امله مکروه تحريمي دى، او کوم خلک چې کعبه شريفه په سترګو ويني ورته نژدې وي په مينځ کې يې هيڅ حائل نه وي نو په هغوى باندې فرض ده چې خاص د کعبې شريفې لور ته سينه کړي او لمونځ وکړي (

([1]) تعليم الاسلام، دريمه برخه : ٦٠.

([2]) فتاوى فريديه، ٢ : ٢٢٠، بحواله : الهنديه، ج : ١، ص : ٦٠، فتاوى عالمګيريه، ج : ١، ص : ٥٨، الفصل الاول في الطهارة وستر العورة.

([3]) تعليم الاسلام، دريمه برخه، د وخت متعلق بحث دې د لمانځه د وختونو په بيان کې وکتل شي، هلته يې بشپړ تفصيل ذکر شوى.

([4]) تعليم الاسلام، دريمه برخه : ٦١.

تبصره پريږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتل شوي تش ځايونه ډک کړئ، *

*