تازه مطالب
کور / اسلام پوهنه / د لمونځ مسایل (۳۳مه برخه) دنیت بیان
لمونځ 2

د لمونځ مسایل (۳۳مه برخه) دنیت بیان

لیکوال : م، نجم الرحمن فضلی

د لمونځ د اوم شرط بيان

نيت : يعنې په زړه کې د لمانځه کولو قصد کول، په ژبه يې ويل هم بهتر دي، تيت فقط د ارادې کولو نوم دى، د کوم محل چې زړه دى نه ژبه، که چيرته د فرض لمانځه کول وي نو په نيت کې د فرضو تعين هم ضروري دى، د بيلګې په توګه که چيرته د ماسپښين لمانځه کول وي نو په زړه کې به دا قصد کوي چې زه د ماسپښين لمونځ کوم او داسې نور لمنځونه، او که چيرته د واجب لمانځه کول وي نو د هغه تخصيص هم ضروري دى چې دا کوم ډول واجب دي، د اختر لمونځ دى که د نذر لمونځ دى.

همدا ډول مقتدي ته د امام د اقتداء نيت کول هم شرط دي، امام ته يوازې د خپل لمانځه نيت کول شرط دي، د امامت نيت کول شرط نه دي، هو ! که چيرته کومه ښځه د هغه شا ته لمونځ کول غواړي او له سړيو سره برابره ولاړه وي او لمونځ هم د جنازه، اخترونو او د جمعې نه وي نو د هغې د اقتداء د صحيح کيدو لپاره د امامت نيت کولو شرط دي، او که چيرته له سړيو سره برابره نه وي ولاړه يا لمونځ د جنازې، يا د جمعې يا د اختر وي نو بيا شرط نه دى، د جنازې په لمانځه کې دا نيت کول پکار دي چې زه دغه لمونځ د الله تعالى   د رضا او د دغه مړي د دعا لپاره کوم، او که چيرته مقتدي ته دا معلومه نه وه چې دغه مړى سړى دى که ښځه نو هغه ته داسې نيت کول کافي دي چې زما امام د چا لمونځ کوي زه هم د هغه لمونځ کوم ([1]).

([1]) مسايل رفعت قاسمي، ١ : ٣٣ – ٣٤، بحواله : علم الفقه، ج : ٢، ص : ٣١، شرح وقايه، ج : ١، ص : ٣٩، البحرالرائق، ج : ١، ص : ٢٧٧، کبيري، ص : ٤٥٤، شرح نقايه، ج : ١، ص : ٦٧، کتاب الفقه، ج : ١، ص : ٣٣٥.

تبصره پريږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتل شوي تش ځايونه ډک کړئ، *

*