د لمونځ مسایل (۴۱مه برخه) – له امام څخه دمخه رکوع يا سجده کول –

111

له امام څخه دمخه رکوع يا سجده کول

پوښتنه : که چيرته يو څوک له امام څخه دمخه رکوع يا سجده کوي نو لمونځ يې صحي کيژي او که نه؟.

ځواب : داسې کول مکروه دي، مګر که چيرته په رکوع او سجده کې امام هم ور ورسيدو نو لمونځ کيژي، او که چيرته مقتدي په رکوع او سجده کې د امام له رسيد دمخه سر پورته کړي، يعنې له امام سره په رکوع او سجده کې بيخي ګډون ونکړي نو د هغه لمونځ فاسد کيژي ([1]).

له ځاني او مالي نقصان څخه د بچ کيدا لپاره د لمانځه ماتولو ګنجايش

پوښتنه : که چيرته يو کس له يوه بل سيټ صاحب سره چوکيدار (پهره دار) وي او په ځينو وختونو کې په لمانځه باندې مشغول وي چې په دې وخت کې سيټ صاحب دروازه وټکوي او هغه ته معلومه نه وي چې پهره دار يې په لمانځه باندې مشغول دى، نو آيا په داسې صورت کې پهره دار د لمانځه ماتول روا دي او که نه؟ دا په داسې حال کې چې پهره دار دا ويره لري که چيرته په يو دوه ځلې ټکولو سره دروازه ور خلاصه نکړي نو څه خبره نشته، مګر که دغه کار معمول وګرځي نو له پهره داري څخه يې هم شړي؟.

ځواب : که چيرته د سيټ صاحب له رويې څخه غالب ګمان يې دا وي که زه په دغه معمول کې پاتې شم (په لمانځه کې مشغول شم او دروازه ور خلاصه نکړم) نو مې له پهره داري څخه شړي نو په داسې صورت کې بيا د لمانځه ماتول او دروازه خلاصول روا دي ([2]).

ايا مکروه تحريمي لمونځ واجب الاعاده دى

پوښتنه : آيا مکروه تحريمي لمونځ واجب الاعاده دى؟.

ځواب : په کوم لمانځه کې چې د لمانځه ترک کړى شي هغه واجب الاعاده دى، مګر دا اعاده د وخت تر باقي کيدلو پورې دى، د وخت پر ختميدلو باندې وجوب ساقطيژي، په دې وخت کې د استغفار په ذريعه مکافات کيژي ([3]).

که په اخيره قاعده (ناسته) کې امام مړ شي څه حکم دى

پوښتنه : که په اخيره قاعده (ناسته) کې امام مړ شي نو د مقتديانو د لمانځه حکم څه دى؟.

ځواب : په داسې صورت لمونځ باطليژي او دوباره کيژي ([4]).

په پټو سترګو لمونځ کول

پوښتنه : يو شمير خلک خوله او سترګې پټوي او فرض لمونځ اداء کوي، آيا دا عمل صحي دى او که نه؟.

ځواب : د خشوع په نيت د سترګو پټول روا دي، د خولې بندولو په صورت کې د قرائت په وخت کې په الفاظو تلفظ نشي کيدلاى، لهذا داسې کول نه دي پکار ([5]).

که د ناروغۍ له امله يو کس ولويژي نو د نژدې ملګري د لمانځه پريښودلو حکم

پوښتنه : ځينې وخت خلک په فرض لمانځه کې مشغول وي او د کومې ناروغۍ له امله يو ناڅاپه را ولويژي لغتې وهي يا بې هوشه شي، نو په داسې وخت کې پخوا کې ور سره لمونځ کونکى ملګرى لمونځ جاري وساتي او که لمونځ پريژدي او د هغه په خدمت کولو اخته شي؟.

ځواب : که د لمانځه په وخت کې داسې پيښه رامنځته شي نو نژدې لمونځ کونکو ته پکار دي چې لمونځ پريژدي او د هماغه کس په خدمت کولو اخته شي، له شک پرته لمونځ يو اهم عبادت او حق الله دى، مګر شريعت په داسې ځايونو کې حق العبد مقدم کړى او په وروسته کې به دغه خلک د خپلو لمنځونو اعاده وکړي ([6]).

([1]) فتاوى محموديه، ٦ : ٦٣٩، بحواله : الدرالمختار، باب ادراک الفريضة، ج : ٢، ص : ٦١، اعلاء السنن، باب وجوب متابعة الامام والنهي عن المسابقة، ج : ٤، ص : ٢٩٥.

([2]) فتاوى عباد الرحمن، ٢ : ٩٧، بحواله : الدرالمختار، ج : ٢، ص : ٥٠٤، فتح القدير، ج : ١، ص : ٤٨٩.

([3]) فتاوى محموديه، ٦ : ٦٤٦، بحواله : ردالمحتار، باب قضاء الفوائت، ج : ٢، ص : ٦٤، حاشية الطحطاوي علي مراقي الفلاح، باب قضاء الفوائت، ص : ٤٤٠، وکذا في البحر الرائق، باب قضاء الفوائت، ج : ٢، ص : ١٤٢.

([4]) فتاوى رحيميه، ٥ : ١١٤، بحواله : شامي، ج : ١، ص : ٥٨٨، باب ما يفسد الصلوة وما يکره فيها.

([5]) کفايت المفتي، ٣ : ٤٣٠، بحواله : ردالمحتار، باب ما يفسد الصلوة وما يکره فيها، ج : ١، ص : ٦٤٥.

([6]) فتاوى عباد الرحمن، ٢ : ٩٩، بحواله : ردالمختار، ج : ٢، ص : ٤٦٢، العناية، ج : ٦، ص : ٤٢٨، تبيين الحقائق، ج : ٣، ص : ٦٢٦.

شریکول

ځواب پريږدي

مهربانی وکړي خپله تبصره وليکئ!
خپل نوم وليکئ