تازه مطالب
کور / مطبوعات / غربي مطبوعات / د مارانو جزیره
ماران

د مارانو جزیره

ترجمه ( اقبال )

برازیل  بحر ته نږدې یوه جزیره چې «الها کویمده ګرندې»  نومیږي.

دا جزیره د انسانانو د لاس وهنې څخه بلکل محفوظه پاتې ده، علت یې دا دی چې په هر یو متر مربع فاصله کې یو زهرناک مار موجود دی. د دې مارانو غزاوې هغه  مسافرې  مرغۍ دي چې دې جزیرې ته د دمې لپاره راځي.

د یوه څخه تر پنځو مارانو پوری په هر مربع متر کې دمارانو موجودیت به ډیره خطر ناکه خبره نه وه که  دا ماران زهرناکه نه وای او په اوږد والي کې دوه اینچه وای. مګر د دې جزیرې ماران د یوې ډېرې خطرناکې نوعې څخه دي چې په انګرېزۍ کې «ګولډن لنس هیډ» ورته ویل کیږي یعنې« طلایي شمشېر سره»  ځکه د دې مارانو سر د طلایي شمشېر سره  مشابهت لري.

کوم مرګونه چې د مارانو څخه په برازیل کې پیښیږي نوي فیصده د همدې قسم مارانو څخه پېښیږي.

دا ماران په ا وږد والي کې د نیم متر څخه هم ا وږدیږي او زهر یې دومره تېز دي چې  هغه چیچلی ځای زر تر زره ولې شي.

دا ماران دومره خطرناک دي چې د خاصو جامو نه بغیر د برازیل فوج هیڅ څوک هم دې جزیرې ته نه ورپریږدي.

دې جزیرې ته چې کوم خلک نږدې اوسیږي دوی یو څو مشهورې قصې د هغو کسانو په باره کې کوي چې په دې جزیره کې د مارانو څخه مړه شوي وي.

په یوه قصه کې یو کیښتۍ واله په مایانو پسې راوتلې وو او په دې جزیره کې یې د کیلو ونه ولیده ناڅاپه دکښتۍ څخه راکوز شو او د کیلو د ونې طرف ته ورروان شو کله چې د کیلو ونې ته راورسید دلته مار وچیچلو او بیرته د خپلې کیښتۍ طرف ته روان شو او یو څه وخت پس دی په کښتۍ کې مړ پروت وو او کیښتۍ یی د وینو څخه ډکه وه.

بله قصه د یوې وړې کورنې په باره کې ده چې  په دې کورنۍ کې درې اولاده  مور او پلار وو په دې جزیره کې  دوی د شپې تېرولو اراده وکړه  ناڅاپه مارانو حمله ور باندې وکړه او ټول یې ووژل.

ساینس پوه « مارسلو دارتي» شل څله  د مارانو جزیرې ته ورغلی او وایي چې ځنې خلک وایي چې په دې حزیره کې په هر متر مربع  کې  پنځه ماران موجود دي او په  دې خبره کې دوی بلکل مبالغه کوي مګر په حقیقت کې په هر متر مربع  مسافه کې یو مار موجود دی خو په دې باید خلک سر خلاص کړي چې په دې جزیره کې په هرو دريو  فوټو کې  مرګ پروت دی.

تبصره پريږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتل شوي تش ځايونه ډک کړئ، *

*