ژباړه: محمد نبي الدین

دلته يوه داسي وسيله را اخلو، چي په مرسته يې ماشوم د بدو خبرو عادت پرېښودلای سي:

(توره خبره) يا (بې ادبي)

دا وسيله د څلور تر لسو کالو ماشوم لپاره کارول کېدلای سي

1- خپل ټول ماشومان دي را ټول کړه او ورته ووايه: “توري خبري مه کوئ”…

(د دې لپاره، چي ماشومان په خپل منځ کي سيالي وکړي) دوی ته يوه سپينه ورقه او غچي راوړه!…

دوی ته ووايه چي هر يو دي دا کاغذ د زړه په شکل پرې کړي او يا يې تاسو ورته غچي کړئ…

2- بيا د هر کاغذ پر مخ د يوه يوه ماشوم نوم وليکه!

3- ټول زړونه را ټول کړه او يو ښکاره ځای يې وځړوه، مثلا د کور په صالون یا برنډه کي…

4-  دوی خبر کړه! چي دا زړونه داسي دي لکه ستاسو اصلي زړونه!!!

5- دوی خبر کړه، چي که چا توره خبره وکړه، نو زه به يې پر زړه يوه توره نقطه به قلم جوړوم، ځکه توره خبره، په حقيقت کي، ستاسي اصلي زړونه توروي

6- دوی خبر کړه، چي د مياشتي په آخر کي به وګورو، چي د چا زړه تکسپين (صفا) دی، چي الله پاک به يې ان شاء الله جنت ته داخل کړي…

7- دا کار حتمًا تطبيق کړه، سستي مه کوه، هر وخت چي يې وژړل يا يې غلطه خبره وکړه، نو ښه روښانه لويه نقطه يې پر کاغذ ور جوړه کړه ⚫ .

که کوم ماشوم غوښتل، چي له “توري خبری” توبه وکړي، نو ورته ووايه، چي سمه ريښتينې توبه دي وکړي او له الله څخه دي بخښه وغواړي…

توبه داسي ورته وښاياست:

اسْتَغْفِرُ الله (زه د الله پاک څخه بخښه غواړم، زه توري خبري نه کوم، زه بد کارونه نه کوم او نور…)

که کله يې پښېماني وښودل او توبه يې وکړل؛ نو… ته هم بخښه ورته وکړه، هغه نقطه يې له زړه څخه پاکه کړه، په غېږ او زړه پسي يې ونيسه او د تشويق خبري ورته وکړه!!!!

مثلا:

– ډېر ښه ګرانه! زما هم همداسي توقع وه، چي ته به توبه کاږې!

-ته ان شاء الله جنتي يې!

-ته ډېر هوښيار يې

-زه په تا فخر کوم

په دې ډول به ماشوم ان شاء اله ډېر اصلاح سي..

✏ پلسين قلم وکاروئ؛ تر څو بېرته پاکول يې اسان وي

ايا پوهېږې! په دې وسيله کي تر ټولو ښکلی او جالب ځای دا دی، چي کله ته خپل د څلورو، پنځو يا شپږو کالو ماشوم، په داسي حال کي ووينې، چي دی له خپلو بدو کړنو توبه کوي، پښېمان وي او له الله عز وجل څخه بخښه غواړي!!!

دا کار به په دوی کي يو لوی او مثبت بدلون را ولی، ان شاء الله په لوی والي کي به هم پر همدې ذهنیت پاته وي.

الله دي زموږ او ستاسي په ماشومانو کي برکت واچوي!!!

شریکول

Leave a Reply