تازه مطالب
کور / علمي ليکني / د منان نیازي عالي شوری که استخباراتي شوری؟
نیازی

د منان نیازي عالي شوری که استخباراتي شوری؟

زلمی فدایي
وړمه ورځ طالبانو د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې د کابل د ادارې د استخباراتو( ملي امنیت) په یوه حساسه غونډه برید وکړ. بي بي سي، امریکا غږ او ټولو رسنیو وروسته د چارواکو او عیني شاهدانو له قوله وویل چې دا غونډه د ملا رسول او منان نیازي د نامنهاده ډلګۍ چې نوم یې ورباندې عالي شوری ایښی د کسانو وه چې د استخباراتو له کارمندانو سره یې سلا مشورې کولې او په همدې حال د طالبانو تر برید لاندې راغله.
دا خبره مې ځکه زړه ته ولوېدله چې له هغې ورځې چې په هلمند کې عبدالجبار قهرمان د حکومت لخوا د مجاهدینو په ضد د جنګ مشر ټاکل شوی ورسره په هلمند کې د مشکوکو او ناپیژندویه  اربکي ته ورته ډلو د ظهور هڅې هم زیاتې شوي دي. طالبانو د تیر کال په اوږدو کې بیا بیا داسې کسان نیولي چې د عبدالمنان نیازي او جبار قهرمان لخوا تنظیم شوي وو  تر څو د طالب او مجاهد په نوم د جهاد او واقعي مجاهدینو په ضد اقدام وکړي.
اوس دا خبره د لمر غوندې روښانه شوې چې د منان نیازي ګریزي ګروپ چې ځان عالي شوری بولي په اصل کې د حنیف اتمر د استخباراتو  یوه استخباراتي شوری ده.په هرات کې د حکومتي پوستو په جوار او محافظت کې د راز محمد ننګیالي اوسیدل، تر کابل او هرات پورې د منان نیازي ازادنه سفرونه، ازادانه مرکې او د حکومتي رسنیو لخوا ورته بیا بیا انعکاس ورکول او دغه کوچنی فراري ګروپ د یوې لویې ډلې په حیث تبلیغول، په هرات کې د ننګیالي زخمیان د ملي اردو په شفاخانه کې تداوي کیدل او اوس په هلمند کې د ملي امنیت له غونډې د منان نیازي او ملا رسول د نږدې ملګرو مړي او ټپیان راوتل نور په دې کې د شک ځای نه پریږدي چې د منان نیازي استخباراتي شوری د اربکیانو غوندې د حنیف اتمر او جبار قهرمان یوه بله غولوونکې خدعه ده چې غواړي د طالبانو جهادي غورځنګ ته ورباندې ضربه ورکړي او خلکو ته وښایي چې طالبان دوه ډلې شوي دي.
ښایي همدغه علت به وي چې اوس ټولو طالبانو او واقعي مجاهدینو ته حقیقت د لمر غوندې روښانه سوی، هغه محدود طالبان چې یو کال مخکې د بیلابیلو لاملو له وجې د طالبانو له تحریک مرور وو او د منان نیازي په ډله کې وو  اوس یې مطلق اکثریت بیرته  د شیخ هیبت الله صاحب په مشرۍ د طالبانو له تحریک سره ملګري شوي دي چې ښه مثال یې د فراه ولایت پیاوړی قومندان ملا باز محمد حارث او د شهید ملا دادالله اخند محاذ او کورنۍ ده. اما د منان نیازي په شان هغه خلک چې له اولې ورځې یي دغه پروژه د ګوادر او  دوبۍ د تجارت په شان د مالي ګټو او ډالر پیدا کولو لپاره شروع کړې وه هغوی تر اوسه په همدې ګمراه مسیر روان دي نو ځکه یې د ملي امنیت له  فاسقو او  قساوتګرو  کارمندانو سره یو ځای وینې بهیږي او الله تعالی ته یې ورځ تر بلې ښه پسې شرموي او ملت ته یې رسوا کوي.
موږ الله تعالی ته امید لرو تر هغو چې اسلامي امارت حق ته متعهد وي او د جهاد په مسیر روان وي الله تعالی به یې هر دښمن همداسې رسوا کوي لکه وړمه ورځ چې د منان نیازي حقیقت بربنډ او ډله یې په شرمو وشرمېدله. د هلمند د وړمې ورځې له حادثې وروسته اوس نو هر څوک پوهیږي چې د منان نیازي ډله  د اربکیانو، د غزني د پاڅون، د شمال د ملیشو  او یا نورو خدعو په شان د حکومت یو استخباراتي سازش دی چې مجاهدین یې باید پیژندلو او ټکولو ته پوره بیدار واوسي.

تبصره پريږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتل شوي تش ځايونه ډک کړئ، *

*