د ننګرهار اوسېدونکو د بې پیلوټه الوتکو د بې هدفه بریدونو له ویرې د خپلو موبایلونو له کارولو اخیستلو ته اړ شوي دی.

ننګرهار یو له هغو ولایتونو دی چې امریکايي ځواکونه هره ورځ په کې هوايي بریدونه کوي؛ خو په بریدونو کې تر مخالفینو، زیات بې ګناه ولسي وګړي وژل کېږي. یوازې د تیرې جولایي په میاشت کې امریکايي الوتکو په کې ۳۵۸ هوايي بریدونه کړي دي. د ننګرهار ولایت اوسېدونکو له RT تلویزیون سره په خبرو کې دا څرګنده کړې چې دوی څرنګه د بمبارۍ له ویرې ورځنی ژوند پر مخ وړي.\

یو اوسېدونکي په ویډیو کې وايي ”زه چې کله په دې پوه شم چې ډرون طیارې بې ځایه ګرځي، له موبایله سیم کارډ باسم، موبایل بندوم او له ځانه یې لیرې کېږدم“.

د سیمې یو بل اوسېدونکی وايي ”طیاره دلته تمامه ورځ ګرځي، چې هر ځای ته ولاړه شي، خلګ ډارېږي، له موبایلونو سیم کارډونه باسي، آن تر دې چې خپل پاخه سیم کارډونه ماتوي او غورځوي یې؛ له دې ویرې چې ضرر را ته ونه رسېږي. په اوسني وخت کې اکثریت خلک دا کوښښ کوي چې له بیخي له ټلیفون نه کار وانخلي“.

د سیمې خلکو ویلي چې ډرون الوتکي او امریکايان په لوی لاس د وسله والو پر ځای ملکي وګړي وژني. یو قومي مشر وايي ”د دې پېښو یوه ښه بېلګه د د خوګیاڼيو ولسوالي ده؛ چیرې چې امریکايي عسکر یوه کور ته ننوتل، د نهم ټولګي زده کوونکي ښیښې (هیندارې) کې ځان ته کتل. خو دوی له دې سره سره دا محصل شهید کړ او ویې ویل چې دوی طالبان وژلي دي“.

دوی وايي چې دولت ته یې څو څو وارې شکایتونه کړي دي خو دولت بې وسه دی او له بهرنیانو پوښتنه نه شي کولای.

له تېرو ۱۶ کلونو راهیسې په هوايي بریدونو کې زرګونه ملکي وګړي وژل شوي، خو د بریدونو ترسره کوونکي یوازې د بښنې په غوښتلو سره ځانونه خلاصوي.

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان نیکولسن ویلي چې له دې وروسته به په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو هوايي بریدونه لازیات شي.

Leave a Reply