تازه مطالب
کور / اسلام پوهنه / د نړۍ پای (۲۲مه برخه) د رښتونې ګواهي پټول –
د نړۍ پای2

د نړۍ پای (۲۲مه برخه) د رښتونې ګواهي پټول –

۲۷- د رښتونې ګواهي پټول

الله تعالی  هر مسلمان ته د دې خبرې حکم کړی چې هغه له خپل مسلمان ورور سره مرسته وکړي، خواه هغه ظالم وي او که مظلوم، که چيرته ظالم وي نو د هغه له ظلم څخه دې ځان وساتي او که چيرته مظلوم وي نو د هغه حق چې تر څو ممکن وي هغه ته دې بيرته ورکړي، الله تعالی  د رښتونې ګواهي پټول حرام کړي، الله تعالی فرمايي :  وَ لَا تَکۡتُمُوا الشَّہَادَۃَ ؕ وَ مَنۡ یَّکۡتُمۡہَا فَاِنَّہٗۤ اٰثِمٌ قَلۡبُہٗ ؕ.

ژباړه :او مه پټوئ شهادت (اې شاهدانو يا اې مدعيانو ! چې ګويا اقرار هم په خپل ځان باندې شاهدي ده) او هر چا چې پټه کړه دا (شاهدي) نو بيشکه دی ګنهګار زړه د ده.

په آخره زمانه کې به خلک د يوه بل حق پټوي او څوک چې په اصل حقيقت خبر وي هغه به چپ اوسي او د طاقت باوجود به له رښتونې ګواهي څخه ځان ساتي، هغه به د خپلو ذاتي مفادو لپاره ګواهي ورکولو ته ور وړاندې کيږي او داسې صورتحال د قيامت له نښانو څخه دی، لکه چې په مخکې حديث کې نبي کريم  صلی الله علیه وسلم  د قيامت په لومړنيو نښانو کې د رښتونې ګواهي پټولو ذکر هم فرمايلی.

۲۸- د جهالت په کثرت سره خپريدل

الله تعالی  خپل رسول  صلی الله علیه وسلم  ته د علم حاصلولو حکم کړی او فرمايلي يې دي :  وَ  قُلۡ  رَّبِّ  زِدۡنِیۡ  عِلۡمًا  ﴿۱۱۴﴾  ([2] ).

ژباړه : او ووايه (اې محمده !) اې ربه زما زيات کړه ما لره علم.

نبي کريم  صلی الله علیه وسلم  د جهالت بدي بيان کړې او فرمايلي يې دي:

ان الله يبغض کل جغظری، جواظ، سخاب في الاسواق، جيفة بالليل حمار بالنهار، عالم بامر الدنيا، جاهل بامر الاخرة

ژباړه :

الله تعالی هر بې تميزه مزاج، سخت طبعيت، ډير حريص، په کوڅو او بازارونو کې  شور شرابه کونکی، په شپه کې د مردار په څير خوب کونکی، په ورځ کې د احمق په څير د دنيا په کارونو کې اوسيدونکی، د دنيا له امورو باخبر مګر د آخرت له امورو ناخبره سړی ناخوښ بللی ([3]).

نبي کريم  صلی الله علیه وسلم  د دې خبرې خبر هم ورکړی چې د قيامت له نښانو دا هم ده چې جهالت به عام شي، نبي کريم  صلی الله علیه وسلم  فرمايلي : له قيامت څخه د مخه به داسې ورځې راشي چې علم به پورته شي او جهالت به په کثرت سره خپور شي ([4] ).

اسلام به داسې ورک شي لکه له رخت څخه چې نقش او نګار ورک شي، تر دې چې هيڅوک به نه پوهيږي چې لمونځ، روژه، عبادت او صدقه څه شی دي ([5] ).

نبي کريم  صلی الله علیه وسلم  د قيامت نښانو د ذکر کولو په وخت کې دا هم وويل چې جهالت به عام شي ([6] ).

که چيرته هر څوک نن ورځ د ډيرو اسلامي هيوادنو پر حالاتو غور وکړي نو د هغه په علم کې به دا خبر ضرور راشي چې په هغوی کې اکثر خلک د ژوند په امورو او د خپلو فايدو په باره کې خو پوهيږي، په هغوی کې هر کس ته دا علم شته چې له کمپيوټر څخه کوم کار اخيستل کيږي، له موبايل څخه څنګه استفاده کيدلای شي، کوم ښه موټر دي، ليکن که چيرته تاسو له هغه څخه پوښتنه وکړی چې د (الله الصمد) معنا څه ده؟ د ( غاسق اذا وقب) مفهوم څه دی؟ په لمانځه کې چې خطا شې نو سجده سهوه له سلام نه مخکې کيږي او که وروسته؟  نو تاسو به وګوری چې د هغوی زړونه او دماغ له همدغو معلوماتو څخه بالکل خالي دي.

هو ! جهالت به په هر ځای کې خپور شي.

نوبت تر دې ځايه ورسيد چې يوه ورځ د هغو دنيادارو له جملې څخه يوه يې له ما څخه وپوښتل : وروره جانه ! دا راته ووايه چې له نفلي لمانځه د مخه هم د اودس کول ضروري دي او که اودس يواځې د فرضي لمانځه لپاره کيږي؟ زه د ده پوښتنې ته په تعجب کې شوم، او بيا مې همدغه تعجب عروج ته ورسيد، ځکه ما ته معلومه وه چې نوموړی کس په يوه يونيورسټي کې د دريو کالو طالب العلم ؤ.

            همدا شان د خلکو اکثريت ته د طلاق، خريد او فروخت او د عباداتو د احکامو او مسائلو په باره کې هيڅ معلومات نشته، سره له دې چې په همدې شيانو باندې علم لرلو ته ډير اشد ضرورت دی، زما په ګمان دغه صورتحال د لهو لعب د وسائلو کثرت، د خلکو په معاشي او اقتصادي معاملاتو کې مشغوليت، په عملي محفلونو کې نه حاضريدل او د ديني کتابونو له نه مطالعې کولو څخه پيدا شوی.

[1]  – البقرة، آية : ۲۸۳.

[2]  – طه، آية : ۱۱۴.

[3] – [3]  – صحيح ابن حبان : ۱/ ۲۷۳، وحسنه الحويني فی الفتاوی الحديثية، وفی اسناده عبدالله ابن سعيد، وثقة بعض الحفاظ وحديثه مستقيم.

[4]  – صحيح البخاری، الفتن، حديث : ۷۰۶۳، وصحيح مسلم، العلم، حديث : ۲۶۷۲.

[5]  – سنن ابن ماجه، الفتن، حديث : ۴۰۴۹.

[6]  – مسند احمد : ۱/ ۴۳۹، وحسنه شعيب الارنؤوط.

تبصره پريږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتل شوي تش ځايونه ډک کړئ، *

*