تازه مطالب
کور / اسلام پوهنه / د نړۍ پای (۲۳مه برخه) – قطع صله رحمي او له همسايه سره بد چلند د قیامت بله نښه ـ
د نړۍ پای2

د نړۍ پای (۲۳مه برخه) – قطع صله رحمي او له همسايه سره بد چلند د قیامت بله نښه ـ

لیکوال : محمد العریفی

ترجمه : م، نجم الرحمن (فضلي)

دقیامت نور درې نښې؛  د لالچ او کنجوسي ډيروالی، قطع صله رحمي او له همسايه سره بد چلند د قيامت له نښانو څخه دا هم ده چې داسې نفسياتي مريضان به عام شي کوم به چې اسلامي ټولنه ټوټه ټوټه کړي، له هغوی څخه يو له اندازې پورته لالچ هم دی، حضرت ابو هريرة رضی الله عنه فرمايي : د قيامت له نښانو څخه يوه دا هم ده چې په حرص او لالچ کې به ډير زياتوالی راشي ([1] ).

حضرت انس رضی الله عنه بيان کوي چې رسول الله  صلی الله علیه وسلم  وفرمايل : تر څومره اندازې چې قيامت د نږدې کيدا لور ته راځي معاملې له سخت څخه د سخت لوري ته ورځي او د خلکو بخل او حرص د زياتوالي لوري ته ورځي ([2] ).

د نبي کريم  صلی الله علیه وسلم  دا ارشاد هم دی : يَتَقَارَبُ الزَّمَانُ وَيَنْقُصُ الْعَمَلُ وَيُلْقَى الشُّحُّ وَيَكْثُرُ الْهَرْجُ

ژباړه : زمانه به ډيره نږدې شي، عمل به کم کړل شي، د بخل او حرص دور به دوره شي، په قتل کې به ډير زياتوالی راشي ([3] ).

 په حديث کې د (شح) لفظ استعمال شوی، چې معنا يې ده په يوه کس کې د بخل او لالچ ( طمعې) په يوه وار جمع کيدل، هر هغه انسان چې په بيکاره کارونو کې مال خرچ کوي او د نيکي يا اطاعت الهي له کارونو څخه منع کوي هغه په (شح) کې داخل دی.

د نبي کريم  صلی الله علیه وسلم  د فرمان عالی شان دی : لا تقوم الساعة حتى يظهر الفحش والتفاحش وقطيعة الرحم وسوء المجاورة

ژباړه :

قيامت تر هغه وخته نه قايميږي تر څو چې فحاشي، بې حيايي، قطع صله رحمي او له همسايه سره بد سلوک کول ښکاره نشي ([4] ).

حضرت ابو هريرة رضی الله عنه بيان کوي چې رسول الله  صلی الله علیه وسلم  وفرمايل : په هغه ذات قسم د کوم په لاس کې چې د محمد روح دی ! قيامت به تر هغه وخته قايم نشي تر څو چې فحش ( بدکلامي) او بخل ښکاره نشي، امانتدار خائن ونه بلل شي، امانتونه خائنانو ته ونه سپارل شي، (الوعول) له دنيا څخه ولاړ نشي ( التحوت) رانشي، پوښتنه وشوه : دا (الوعول) کوم خلک دي او ( التحوت) کوم؟ نبي کريم  صلی الله علیه وسلم  وفرمايل : له (الوعول) څخه مراد معزز او د شريفې طبقې خلک دي او له (التحوت) څخه غير مشهور خلک مراد دي ([5] ).

نبي کريم  صلی الله علیه وسلم  چې له کوم شي څخه خبر ورکړی هغه واقع شوی، مونږ په ډيرو خلکو کې جنګونه او فساد وينو، همدا شان د هغوی تر مينځ قطع صلحه رحمي او له همسايه ګانو سره بد سلوک هم زمونږ په ليدلو کې راځي، د خلکو په مينځ کې د محبت، صله رحمي او د الفت په ځای بغض، نفرت او عداوت پيدا شوی دی، داسې وخت راغلی چې خلک له خپل همسايه څخه بيخي خبر نه دي، خلک له خپلو رشته دارانو څخه خبر نه دي چې په هغوی کې څومره ژوندي دي او څو مره مړه.

[1]  – المعجم الاوسط للطبرانی : ۱/ ۲۱۸.

[2]  – سنن ابن ماجه، الفتن، حديث: ۴۰۳۹، وسنده ضعيف، وفيه محمد الجندي، وخبره منکر، انکره النسائي وغيره.

[3]  – صحيح البخاری، الادب، حديث : ۶۰۳۷، وصحيح مسلم، العلم، حديث : ۱۵۷.

[4]  – مسند احمد : ۲/ ۱۶۲، والمستدرک للحاکم : ۱/ ۷۵، وصححه.

[5]  – المستدرک للحاکم : ۴/ ۵۴۷، وسلسلة الاحاديث الصحيحة : ۷/ ۶۳۹، حديث : ۳۲۱۱.

تبصره پريږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتل شوي تش ځايونه ډک کړئ، *

*