تازه مطالب
کور / اسلام پوهنه / د نړۍ پای (۲۵مه برخه) ـ د ښو خلکو پناه کیدل او بدو خلکو ښکاره کیدل ـ
د نړۍ پای2

د نړۍ پای (۲۵مه برخه) ـ د ښو خلکو پناه کیدل او بدو خلکو ښکاره کیدل ـ

لیکوال : محمد العریفی

ترجمه : م، نجم الرحمن (فضلي)

۳۴-  د ښو خلکو پناه کيدل او بدو خلکو ښکاره کيدل

دا هم د قيامت له نښانو څخه ده چې معزز، دانا، عقلمند او علماء کرام به ختم شي، جاهل او بازاري خلک به د هغوی ځای ته راشي، ځکه چې د هغوی لپاره به ميدان خالي وي.

نبي کريم  صلی الله علیه وسلم  فرمايلي : په هغه ذات قسم د کوم په لاس کې چې د محمد روح دی ! قيامت به تر هغه قايم نشي تر څو چې ( وعول) پناه نشي او ( تحوت) عام نشي، پوښتنه ترينه وشوه : يا رسول الله ! دا (وعول) او (تحوت) څوک دي؟ رسول الله مبارک  صلی الله علیه وسلم  وفرمايل : له (وعول) څخه معزز او نيک خلک مراد دي او له ( تحوت) څخه جاهل او غير مشهور خلک، يعنې کوم چې د خلکو له قدمونو څخه لاندې وي هغوی به منصبونه سمبال کړي ([1] ).

د لاندې خلکو پورته راتلل هلته چې کله دوی مهم منصبونه ترلاسه کړي او د هغوی لپاره د ابلاغ ذرائع، د ميډيا پروپيګنډې او له هغوی څخه ګير چاپيره ډول وهونکي او دبله ماران ډير شي، کله چې عقلمند، دانا، مفکرين او د خلکو خيرخواه خلک له نظر څخه ورک شي، د ابلاغ له ذرائعو او همدا شان په ميډيا باندې نظر انداز شي.

نن صبا په خلکو کې شهرت هغه څوک ترلاسه کوي کوم چې سندرې کوي، ګډيږي، د ساز، سرود، فحاشي او عرياني اظهار کوي، تر څو پورې چې د عالم، سائنسدان، قابل ډاکټر، انجينئر او د داسې نورو خلکو تعلق دی نو دغه خلک کاڼه غوږونه اوسيږي.

د قيامت دغه نښانې نن صبا ښکاره مخته راغلې دي، ليکن تر دا مهاله صورتحال ډير خراب نه دی، اوس هم ډير خلک ديني پروګرامونه په ډير شوق سره ګوري، په اکثرو اسلامي هيوادونو کې د عالمانو او د دين د داعيانو ډير قدر او احترام کيږي، خلک په ديني مجالسو کې په کثرت سره شرکت کوي او د ټي وي په چينلونو باندې د ديني مضامينو له ليدلو سره مينه لري، ورځ په ورځ په دغو چينلونو کې زياتوالی راځي او ليدل کيږي چې ډير غير مسلم خلک هم ديني پروګرامونه ګوري او له هغوی څخه ډيره ګټه آخلي.

[1]  – المستدرک للحاکم : ۴/ ۵۴۷، وسلسلة الاحاديث الصحيحة : ۷/ ۶۳۹، حديث : ۳۲۱۱.

تبصره پريږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتل شوي تش ځايونه ډک کړئ، *

*