تازه مطالب
کور / اسلام پوهنه / د نړۍ پای (۲۶مه برخه) – د مال په حلال والي او حرام والي کې بې پروايي –
د نړۍ پای2

د نړۍ پای (۲۶مه برخه) – د مال په حلال والي او حرام والي کې بې پروايي –

لیکوال : محمد العریفی

ترجمه : م، نجم الرحمن (فضلی)

۳۵- د مال په حلال والي او حرام والي کې بې پروايي

 کله چې د مسلمان پرهيزګاري کمه شي نو د هغه په دين کې هم کمې واقع کيږي، کوم وخت چې د هغه په دين کې نقص راشي نو هغه په شبه لرونکو شيانو کې مبتلاء شي، له دې وروسته بيا هغه مرحله راشي چې هغه بيا د حرامو ارتکاب کوي، حتی چې کيفيت يې داسې شي چې هغه بيا د دې خبرې هيڅ پروا نه کوي چې دی کوم څه ګټي هغه حلال دي که حرام، لکه څرنګه چې نبي کريم  صلی الله علیه وسلم  خبر ورکړی، دا شی په موجوده عصر کې په عملي ډول واقع شوی.

حضرت ابو هريرة رضی الله عنه بيان کوي چې رسول الله  صلی الله علیه وسلم  وفرمايل : لَيَأْتِيَنَّ عَلَى النَّاسِ زَمَانٌ لَا يُبَالِي الْمَرْءُ بِمَا أَخَذَ الْمَالَ أَمِنْ حَلَالٍ أَمْ مِنْ حَرَامٍ

ژباړه :په خلکو باندې به ضرور يوه داسې زمانه راشي چې يو سړی به بالکل د دې خبرې پروا نه کوي کوم څه چې دی ګټي ايا هغه حلال دي که حرام ([1] ).

نن ورځ که چيرته تاسو د خلکو په حالاتو غور وکړی نو تاسو به وګوری د خلکو اکثريت د هر رنګه مال جمع کولو لپاره په کوشش کې دي او هغوی د دې خبرې يوه ذره پروا هم نه کوي چې دا مال حلال دی که حرام.

همدا وجه ده چې نن صبا خلک په حرامو کې دنده اجراء کول او د حرامو شيانو تجارت کول د ځان لپاره پېغور نه بولي، مثلا : د سګريت، شرابو او د ښځو د غير ساتر لباس تجارت کول، يا د سود کار وبار کول، يا د يوه داسې کار وبار لپاره د دوکان په کرايه ورکول کوم چې حرام وي، الله تعالی  فرمايي  کُلُوۡا مِنَ الطَّیِّبٰتِ  پاک او حلال شی خوری ([2] ).

 الله تعالی پاک دی او پاک شی خوښوي، د هغو غوښو لپاره کومې چې په سود يا په حرامو سره ډيرې شي د هغوی لپاره د جهنم اور ډير مناسب دی.

کوم سړی چې له پرهيزګاري څخه کار اخلي او د شبه له شيانو څخه د ځان ساتلو کوشش کوي هغه په خلکو کې بيګانه ( اجنبي) پيژندل کيږل، بلکه که چيرته رشوت قبول نه کړي نو په ځينې وختونو کې هغه له خپلې دندې څخه هم لاس مينځلی شي، حالانکه د نبي کريم  صلی الله علیه وسلم  ارشاد مبارک دی : فَمَنْ اتَّقَى الْمُشَبَّهَاتِ اسْتَبْرَأَ لِدِينِهِ وَعِرْضِهِ وَمَنْ وَقَعَ فِي الشُّبُهَاتِ كَرَاعٍ يَرْعَى حَوْلَ الْحِمَى يُوشِكُ أَنْ يُوَاقِعَهُ.

ژباړه :

کوم سړی چې د شبهې له شيانو ځان بچ کړي نو هغه خپل دين او آبرو له نقصان څخه بچ کړل او کوم سړی چې د شبهې په شيانو کې وغورځي نو هغه په حرامو کې مبتلا شو، د هغه شپانه په څير کوم چې د يو چا د فصل شاو خوا خپل ځناور څروي، نږدې ده چې په هماغه فصل کې واقع شي ([3] ).

[1]  – صحيح البخاری، البيوع، حديث : ۲۰۸۳.

[2]  – المؤمنون، آية : ۵۱.

[3]  – صحيح البخاری، الايمان، حديث : ۵۲، وصحيح مسلم، المساقات، حديث : ۱۵۹۹.

تبصره پريږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتل شوي تش ځايونه ډک کړئ، *

*