تازه مطالب
کور / اسلام پوهنه / د نړۍ پای (۲۷مه برخه) – دامانت مال غنیمت بلل –
د نړۍ پای2

د نړۍ پای (۲۷مه برخه) – دامانت مال غنیمت بلل –

لیکوال : محمد العریفی

ترجمه : م، نجم الرحمن (فضلي)

۳۶- په مال فی کې د خوښې تقسيم

له مال فی څخه مراد هغه مال دی کوم چې مجاهدين پرته له جنګ کولو تر لاسه کړي، خواه دښمن د جنګ له ميدان څخه تښتيدلی وي، يا دښمن شکست منلی وي او خپلې اسلحې يې په زمکه ايښې وي، يا دښمن په خپله هغه مال مسلمانانو ته ور حواله کړی وي، د دغه مال به داسې تقسيم کيږي لکه څرنګه يې چې الله تعالی حکم کړی الله تعالی  فرمايي :

 مَاۤ  اَفَآءَ  اللّٰہُ  عَلٰی رَسُوۡلِہٖ  مِنۡ  اَہۡلِ الۡقُرٰی  فَلِلّٰہِ  وَ لِلرَّسُوۡلِ وَ  لِذِی الۡقُرۡبٰی وَ الۡیَتٰمٰی وَ الۡمَسٰکِیۡنِ وَ ابۡنِ السَّبِیۡلِ ۙ کَیۡ لَا یَکُوۡنَ  دُوۡلَۃًۢ  بَیۡنَ الۡاَغۡنِیَآءِ مِنۡکُمۡ ؕ  ([1] ).

ژباړه :

هغه چې را ګرځولي دي الله پر رسول خپل باندې له مالو د اهل د قريو (کليو) (بې له جنګه) نو هغه دي الله لره او رسول د الله لره؛ او دغه اموال دي خپلوانو د رسول د الله لره ؛ او دغه اموال دي يتيمانو لره او مسکينانو لره او مسافرانو لره (مقرر کړی دی الله دا قسمت) لپاره د دې چې ونه ګرځي (دغه اموال) دولت په مينځ د غنيانو کې له تاسې څخه (چې له خپله حقه زيات واخلي او فقراؤ ته لږ ورکړي).

الله تعالی د دغه مال د خپل فرمان مطابق د تقسيمولو حکم کړی تر څو غنيان خلک په دغه مال باندې قبضه ونه کړي او فقراء محروم نه کړل شي، په آخره زمانه کې به خلک د الله تعالی  د بيان کړی شوي فرمان مخالفت کوي، مالدار او لوی خلک به دغه مال په خپلو مينځونو کې سره تقسيموي، د حضرت ابو هريرة رضی الله عنه په حديث کې دا خبره هم راغلې: چې نبي کريم  صلی الله علیه وسلم  وفرمايل : کله چې مال فی په خپل مينځ کې تقسيم کړل شي او امانت بوج وبلل شي ! د دغه حديث تفصيل مخته راتلونکی دی ([2] ).

۳۷- د امانت مال غنيمت بلل

الله تعالی  د امانت ساتلو او  صحيح سالم خپلو مالکانو ته د بيرته سپارلو حکم کړی : الله تعالی  فرمايي :  اِنَّ اللّٰہَ یَاۡمُرُکُمۡ اَنۡ تُؤَدُّوا الۡاَمٰنٰتِ اِلٰۤی اَہۡلِہَا ۙ  ([3] ).

ژباړه :

بيشکه الله امر کوي په تاسې (اې مؤمنانو !) د دې چې وسپارئ تاسې امانتونه اهل د اماناتو ته.

په آخره زمانه کې به داسې وي چې کوم مال د امانت په ډول د حفاظت لپاره يوه سړي ته ورکړی شي نو هغه به دغه مال غنيمت بولي او د خپل ملکيت تصور به کوي او چې کله مالک د خپل مال بيرته غوښتنه وکړي نو دی به يې له بيرته ورکولو څخه انکار کوي ([4] ).

[1]  – الحشر، آية : ۷.

[2]  – وګورئ: علامات صغری نمبر : ۴۵.

[3]  – النساء، آية : ۵۸.

[4]  – دغه نښانه او يو څه نورې نښانې په حديث کې يو ځای ذکر دي، کومې به چې په علامات صغری نمبر ۴۵ کې راشي.

تبصره پريږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتل شوي تش ځايونه ډک کړئ، *

*