تازه مطالب
کور / اسلام پوهنه / د نړۍ پای (۲۸مه برخه) – د ښځې فرمانبرداري او د مور نافرماني –
دنړۍ پای

د نړۍ پای (۲۸مه برخه) – د ښځې فرمانبرداري او د مور نافرماني –

لیکوال : محمد العریفی

ترجمه : م، نجم الرحمن (فضلي)

۳۸ – د ښځې فرمانبرداري او د مور نافرماني

دا هم د قيامت له نښانو څخه ده چې يو انسان به د خپلې مور نافرماني کوي، خپله ښځه به ځانته نږدې کوي او په اکثرو حالاتو کې به د مور او پلار په مقابل کې د خپلې ښځې فرمانبرداري کوي، دا خرابي هم نن صبا واقع شوې، مونږ ګورو چې په کورونو کې عموما مور تنها او د کور له افرادو څخه جلا اوسيږي، اولاد د هغې ډير کم زيارت او ملاقات کوي، سره له دې چې زوی به يې له ښځې او بچيانو سره په آسودګي کې ژوند تيروي او په سير سياحت کې به مشغول وي.

که چيرته مور او پلار له اولاد سره په کور کې اوسيږي نو د هغوی لپاره عموما هغه انتظام او اهتمام نه کيږي کوم چې د نورو لپاره کيږي، لکه څرنګه چې د ابو هريرة رضی الله عنه په حديث کې دي چې نبي کريم  صلی الله علیه وسلم  فرمايلي : کله چې د فی مال په خپل مينځ کې تقسيم کړل شي، انسان د خپلې ښځې اطاعت او د مور نافرماني کوي، دوست نږدې او پلار ليرې کوي ! مکمل حديث مخته راتلونکی دی ([1] ).

۳۹ په ښه زړه زکاة نه ورکول

(والزکاة مغرما) او چې کله زکاة جرمانه وبلل شي.

له يوه مسلمان څخه مطلوب دا دی چې د هغه زړه د خپل مال، سرو او سپينو څخه د زکاة ورکولو په وخت کې مطمئن او راضي وي، ځکه چې دا زکاة د مال پاکونکی او الله تعالی  ته د نزديکت يوه ذريعه ده، دا کوم ټيکس يا جرمانه نه ده.

            ليکن په آخره زمانه کې به د مال سخت هوس او بخل د خلکو په زړونو کې جمع شي، ځينې مالدار خلک به د زکاة ورکولو په وخت کې دا ګمان کوي چې دا کومه جرمانه يا ټيکس دی، کوم چې له دوی څخه په زور اخيستل کيږي، داسې خلک خو به زکاة ورکوي مګر له خفه زړه سره، همدا وجه ده چې د ښه نيت نه درلودو له امله به هيڅ ثواب پيدا نه کړي.

۴۰ د غير الله لپاره د علم زده کړه

            اصول دا دي چې انسان شرعي علم د الله تعالی  د عبادت پيژندلو لپاره زده کړي، ور زده يې کړي او خپور يې کړي، نبي کريم  صلی الله علیه وسلم  فرمايلي ان الله وملئکته واهل السماوات والارضين حتی النملة فی جحرها وحتی الحوت ليصلون علی معلم الناس الخير.

            ژباړه :

بيشکه الله تعالی  او د هغه فرښتې، د آسمانونو او زمکو ټول مخلوق حتی ميښتون په خپل سوري کې او ماهيان په سمندر کې د هغه انسان لپاره دعا غواړي کوم چې خلکو ته د دين تعليم ورکوي ([2] ).

په آخره زمانه کې به ډير خلک د قرآن، سنت او فقه علم د الله تعالی د رضا لپاره نه، بلکه د ځان ښودنې، شهرت او يا د بل دنيوي مقصد لپاره زده کوي، لکه څرنګه چې د حضرت ابو هريرة رضی الله عنه په حديث کې راغلي چې نبي کريم  صلی الله علیه وسلم  فرمايلي : کله چې مال فی په خپل مينځ کې تقسيم کړل شي او علم له ديني مقاصدو پرته د بل مقصد لپاره زده کړل شي ([3] ).

            مخته دا حديث مکمل را روان دی ([4] ).

۴۱ له دوستانو سره نږدېوالی او له مور پلار څخه ليرې والی

د مور او پلار نا فرماني دا هم ده چې له نورو خلکو سره کښيني، له هغوی سره مينه کوي او ټول کړه وړه يې د دوستانو لپاره وي او مور پلار يې نظر انداز کړي وي.

ځينې وخت زمونږ ځوانان له خپل پلار څخه تښتي، له دوستانو سره مينه او محبت کوي او ټوله ناسته ولاړه يې له هغوی سره وي، خاصکر په هغه وخت کې کله يې چې پلار سپين ږيری شي يا له اولاد سره په روز مره کارونو کې مداخله کول غواړي، سره له دې چې اولاد ته د پلار د حقوقو پيژندل ضروري دي، لکه چې الله تعالی  جل جلاله  فرمايي  وَ بِالۡوَالِدَیۡنِ اِحۡسَانًا ؕ ([5] ).

ژباړه : له والدينو سره احسان ( نيکه رويه) اختيار کړئ.

۴۲ په مساجدو کې د آوازونو پورته کيدل

د مساجدو په باره کې شرعي اصول دا دي چې په هغوی کې د سکون او وقار په فضا کې برقرار و اوسي، مګر د قيامت له نښانو څخه دا هم ده چې په مساجدو کې به آوازونه پورته کړل شي او هلته به جنګ او جدال کيږي.

۴۳ د قبايلو قيادت به د فاسقانو په لاس کې شي

د قيادت او سيادت په باب کې شرعي اصول دا دي چې قيادت به د ډير صالح، د ډير علم لرونکو او موزونو خلکو په لاس کې وي، مګر يوه زمانه به راشي چې د قومونو قيادت او سيادت به د فساقو او فجارو خلکو لاس ته ورشي، د دې لوی سبب دا دی چې له بيکارو خلکو سره به مال او تعلقات ډير شي، يا به د هغوی د جرئت، دليري او نسب له امله قيادت د هغوی لاسونو ته ورشي.

[1]  – وګورئ ! په علامات صغری کې نمبر ۴۵ علامه.

[2]  – جامع الترمذي، العلم، حديث : ۲۶۵۸، وقال : حديث حسن غريب صحيح.

[3]  – جامع الترمذي، الفتن، حديث : ۲۲۱۱، وفی سنده مقال.

[4]  – وګورئ ! د علامات صغری علامه نمبر ۴۵.

[5]  – بني اسرائيل، آية : ۲۳.

تبصره پريږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتل شوي تش ځايونه ډک کړئ، *

*