تازه مطالب
کور / تبصرې / د هيواد د اوسني کړکيچ اصلي لامل اشرف غني دى
اشرف غني او عبدالله

د هيواد د اوسني کړکيچ اصلي لامل اشرف غني دى

تبصره : ډاکټر آصف

د هيواد د اوسني کړکيچ اصلي لامل اشرف غني دى ، شعارونه به یې ورکول چې يو ځل مې تر ارګه ورسوئ بيا مې ننداره وکړئ برنامه لرم!!! پلان لرم!!! پروګرام لرم!!!
چې ارګ ته ورسيد نو، برنامه يې داسې پيل کړه:

اساسي قانون يې په خپل لاس قتل کړ افغانستان يې په سياسي لحاظ تقسيم کړ  فساد يې د پنځوس فيصده څخه سلو فيصدو ته عام کړ.

 سياسي چارې يې خپلواک اداره کوي او فرهنګي چاري يې کمال سادات ته پاتې دي.
څوک چې د ده په لیونتوب وپوهیدل نو له کابينې يې وتښتيدل،  داخله وزير، د کانونو وزير،  د اطلاعاتو او کلتور وزير، د ملي امنيت لوى رئيس او بي شميره نور اشخاص ترې په تیښته بریالي شول.

جمهور رئيس د دې پرځاى چې کابينه جوړه کړي کله اشپز موقوفه کوي کله د حوزې رئيس پسې اخلي او یا قرار د تدارکاتو په جلسه کې ناست وي.

تبصره پريږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتل شوي تش ځايونه ډک کړئ، *

*