د وینې د سرطان درملنه تائید شوه

196

ډاکټر فصيح الله

په پخوانیو فولکلوریکو درملنوکې د هرمرض لپاره درمل موجود وو خو لومړی دا اړینه ده چې دیو مرض تشخیص باید وکړل شي هغه وخت چې ساینس د اوس وخت په پرتله دومره پرمختګ نه وو کړی د طبپوهانو لخوا به د مرض تشخیص ځکه نا ممکن و چې د مرض د تشخیص آلې موجود نه وې اوس د سائنس په پرمختګ سره د نورو مرضونو ترڅنګ طبپوهانو د سرطان د مرض تشخیص سره سره په درملنه کې هم کامیابي ترلاسه کړه.

د اروپاېې ټولنې د طبپوهانو اتحادېې ویلي دی چې د نوارټس شرکت د وینې د سرطان درمل جوړکړي دي چې لومړی دا درمل په بدن کې دفاعي سیستم ته قوت ورکوي چې د سرطان د مرض مخه ونیسي وروسته دا درمل بیا په تدریجي ډول خپل فعالیت ته دوام ورکوي.

د امریکایی نوارټس شرکت درمل جوړوونکو طبپوهانو ویلي دي د دې درملو بیه ۴۷۵زره ډالر ده او د۸۳سلنې هغو مریضانو درملنه ېې کړیده کومو چې دوینې سرطان درلود.

د برتانیی د درمل جوړوونکو طبپوهانو لخوا ددې درمل تائید شوی دی ویلي ېې دي چې د طب په ډګرکې دغه ډول درمل جوړول د پرمختګ یوپه زړه پورې ګام دی، برتانوی طبپوهانو ویلي دی چې د کیموتهراپی او یاجراحۍ دودیزې درملنې پرځای د غه دول درملنه د هرناروغ لپاره په ځانګړې توګه طراحي کیږي.

دغه درمل چې د وینې د سرطان لپاره ګټور تمام شول د کارټي په نامه نومول شویدي چې د ناروغ د وینې له سپینو ژوڼکو جوړیږي. وروسته ژوڼکې په احتیاط سره بیا پروګرامېږي، چې د سرطان لټون وکړي او له منځ یې یوسي.

د سرطان د مرض ماهرین وايي، د کار- ټي تکنالوژي وړتیا د سرطان یو ډول له درملنې ډېره غوره درملنه ده. د هوچینسن سرطان څېړنیز مرکز د ایمونوتهراپي برخې مشر ډاکټر ډېوېډ مالونې وايي: دغه ډول  درملنې یونوی پړاو دی چې امکان لري د نورو ډولونو درملونو سره به د سرطان د مرض په درملوکې نورپرمختګونه هم وشي. کولمبیا پوهنتون کې د انکولوژۍ څانګې ماهر ډاکټر پرکاش ستواني ویلي:

کله   چې له اکیوټ لیمفهوبلاسټک لیوکیمیا سره پرتله کوو، پایلې یې دومره سترې نه دي، خو زه هیله من یم، چې نژدې راتلونکې کې به دغه تکنالوژي نور پرمختګ وکړي.

شریکول

Leave a Reply