د پېريانانو حقيقت

72

سوال:

دا خو ښکاره خبره ده، چي پېريانان او انسانان د الله عز وجل مخلوق دی او د خپل عبادت لپاره يې پيدا کړي دي،

 لکه الله عز وجل جي فرمايي: {ﻭﻣﺎ ﺧﻠﻘﺖ اﻟﺠﻦ ﻭاﻹﻧﺲ ﺇﻻ ﻟﻴﻌﺒﺪﻭﻥ}

ايا پېريانان انسانانو ته اذيت رسوي؟ او څنګه يې رسوي؟ په څه ډول يې رسوي؟ د پېرياني شخص علائم څه دي؟ او د علاج او شفاء طريقه يې څنګه ده؟

 جواب:

پېريانان د الله يو لوی مخلوق دی، چي د خپل عبادت لپاره يې پيدا کړي دي؛

{ﻭﻣﺎ ﺧﻠﻘﺖ اﻟﺠﻦ ﻭاﻹﻧﺲ ﺇﻻ ﻟﻴﻌﺒﺪﻭﻥ}

صحيح خبره دا ده، چي دوی د ابليس له اولادې څخه دي، دوی ته جن ويل کيږي، شيطان يې پلار دی، لکه څنګه چي آدم د انسانانو پلار دی. لکه څنګه چي په انسانانو کي مسلمانان، کافران، ګناه کاران، ښه او بد سته، په پېريانان کي هم همداسي سته. دوی الله په خپل عبادت مکلف کړي دي، پر دوی هم فرائض سته، پر دوی دا واجب (فرض) دي، چي بايد د الله اطاعت وکړي، اوامرو ته يې غاړي کښيږدي، او د الله د حرماتو تعظيم وکړي.

دوی ډول-ډول دي، خوراک کوي، څيښاک کوي، نکاح کوي او نسل يې پاتيږي. دوی انسانانو ته ضرر رسوي، لکه څنګه چي يې انسانان په خپل منځ کي يو او بل ته رسوي. کله-کله پېريانان انسانانو ته

-په ډبرو وارولو سره

-د هغوی په سامانونو کي د اور په بلولو سره

-په تکليفوونکو خبرو

او نورو طريقو سره ضرر رسوي.

همدا راز د انسان په صورت کي هم ځان ښکاره کوي او انسانانو ته تکليف رسوي.

دا اضرار غالبًا د انسانانو له خپله لاسه وي:

يا له “بسم الله، ويلو پرته، د يوه لوی شي د غورځولو له وجي

يا بې له “بسم الله” د ګرمو اوبو د تويولو (پاشلو) په سبب

يا دې ته ورته بل داسي څه کول، چي پېريانانو ته د ضرر رسولو لامل کيږي.

نو په داسي صورتونو کي دوی پر انسان مسلط کيږي مګر که د قرآن کريم څو مبارک آياتونه ورباندي وويل سي او د تللو غوښتنه ورڅخه و سي، له الله عز وجل څخه وبېرول سي او يا هغه څوک چي هغه د قوي ايمان څښتن وي څو مبارک آياتونه ورباندي ووايي؛ نو دوی دا انسان پرېږدي او ورڅخه وځي.

خو که چيري دوی فاسقان يا کافران وي، نو په دې طريقو هم نه وځي، لکه د انسانانو کافران او فاسقان، چي د خپل فسق او کفر په سبب ظلمونه کوي او د نصيحت هيڅ پروا نه کوي.

دوی هم لکه انسانان

په دوی کي فاسقان سته

په دوی کي کافران سته

په دوی کي ظالمان سته

په دوی کي ښه او بد سته.

الله عز وجل موږ ته دا ښودلي دي، چي د دوی له شره پناه و غواړو

انسان بايد سهار او ماښام دا کلمات درې- درې ځلي ووايي:

(ﺃَﻋُﻮْﺫُ ﺑِﻜَﻠِﻤَﺎﺕِ اﻟﻠﻪِ اﻟﺘَّﺎﻣَّﺎﺕِ ﻣِﻦْ ﺷَﺮِّ ﻣَﺎ ﺧَﻠَﻖَ)

(ﺑِﺴْﻢِ اﻟﻠﻪِ اﻟَّﺬِﻱْ ﻻَ ﻳَﻀُﺮُّ ﻣَﻊَ اﺳْﻤِﻪِ ﺷَﻲْءٌ ﻓِﻲ الْأَﺭْﺽِ ﻭَﻻَ ﻓِﻲْ اﻟﺴَّﻤَﺎءِ ﻭَﻫُﻮَ اﻟﺴَّﻤِﻴْﻊُ اﻟْﻌَﻠِﻴْﻢُ)

دا ټول د پېريانانو او نورو له شر څخه د امن اسباب دي.

همدا ډول د هر لمانځه څخه وروسته او د خوب پر وخت

آيت الکرسي ويل هم د دوی د شر څخه د امن له اسبابو دي.

همدا راز د هر لمانځه وروسته او سهار او ماښام

قل هوالله او معوذتينو لوستل.

مؤمن بايد له تولو هغو اسبابو څخه ځان وساتي، چي انسانانو يا پېريانانو ته تکليف په رسيږي.

څوک چي پر الله پوره باوري وی او د شرعي اسبابو څخه کار واخلي، نو الله عز وجل به يې د انسانانو او پېريانانو له شره وساتي.

او که څوک له دې شیانو (شرعي طريقو او اذکارو ) څخه صرف نظر کوي، نو انسانان او پېريانان به تسلط ورباندي پيدا کوي.

📌المصدر : فتاوى نور على الدرب (٢١٩)📚

شریکول

Leave a Reply