د چارچينو دنوي امنيه قومندان او زاړه قومندان تر منځ جګړه روانه ده

49

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۳۰): د ارزګان ولايت په چارچينو ولسوالۍ کې د دوو امنيتي چارواکو تر منځ جګړه روانه ده.

د دغې ولسوالۍ څخه يوې باوري سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط کابل ټکی کام ته وویل، چې د چارچينو ولسوالۍ د نوی امنيه قوماندان او زاړه قومندان (نقيب الله) تر منځ د قومندانۍ د چوکۍ پر سر جګړه روانه ده.

سرچينه زياتوي، چې تر دې دمه په جګړه کې دوه پوليس ټپيان شوي خو د وژل شويو په اړه يې معلومات نه دي ورکړي.

د ارزګان د امنيې قومندانۍ يوې سرچينې د دواړو قومندانانو تر منځ جګړه تائيدوي خو په دې اړه له نورو معلوماتو ورکولو يې ډډه کړې ده.

تر اوسه د ارزګان ولايتي چارواکو د دغه جګړې په اړه څه نه دي ويلي.

شریکول

ځواب پريږدي

مهربانی وکړي خپله تبصره وليکئ!
خپل نوم وليکئ