تازه مطالب
کور / اسلام پوهنه / د ښایسته نومونو اثر ( پنځمه برخه)
ښایسته نومونو اثر

د ښایسته نومونو اثر ( پنځمه برخه)

ژباړه : همایون عیسی خېل

د نوم بدلول

هاني ابن زید رضی الله عنه د خپل وفد سره د رسول الله صلی الله علیه وسلم په خدمت کښې حاضر شو . رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر شو چې د هغه کنیت ابوالحَکم دی . رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه راوغوښت ورته یې وویل : حَکمه ته خدای یې ؟

 او حکم کول د هغه حق دی . تا د حَکم کنیت ولې کېښودلی ؟

 ابن زید ورته وویل دا وجه نده چې زه له الله ج سره پدې حق کښې ځان شریکول غواړم بلکې په اصل کې کله چې زما قوم په خپل مېنځ کښې په څه خبره باندې اختلاف راشي نو دوی زما خواته راځي ، زه د دوی په مینځ کښې په سهي توګه فیصله کوم ، دواړه لوري زما په فیصله خوشحاله کیږي او مني یې . رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل تا څومره ښایسته نکته بیان کړه ! بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم ترې وپوښتل . آیا ستا کوم ځوی نشته ؟ ابن زید رضی الله عنه ورته وویل چې زما درې ځامن دي ، شُرِیح ، عبدالله او مسلم . رسول الله صلی الله علیه وسلم ترې وپوښتل په دوی کښې کوم یو مشر دی ؟

 ابن زید ورته وویل : ( شریح ) له ټولو څخه مشر دی . رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل بیا ستا کنیت  ( ابوشریح ) دی . ده ته او د اولاد په حق کښې یې دعا  هم وکړه . او رسول الله صلی الله علیه وسلم دا هم واوریدل چې په دې وفد کې یو کس د عبد الحَجَر په نامه یادیږي . نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ترې وپوښتل ستا نوم څه شی دی ؟ هغه ورته وویل ( عبدالحجر  ) رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل ، نه ( عبدالحجر نه بلکې )ستا نوم   عبدالله دی .

شریح وایي کله چې هاني ابن زید رضی الله عنه د خپل کلي څخه راستون شو نو د رسول الله صلی الله علیه وسلم په خدمت کښې حاضر شو او پوښتنه یې وکړه اې د الله رسوله صلی الله علیه وسلم ماته دا ووایه چې په کوم کار کولو سره به زه یقیني جنت ته داخل شم . نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل د دوو خبرو خیال ساته : د خلکو سره په ښه چلند خبرې کوه او ښه پرېمانه ډوډۍ تقسیمه وه . ( الادب المفرد )

حضرت عبدالرحمن رضی الله عنه وایي زه د رسول الله صلی الله علیه وسلم په خدمت کښې حاضر شوم نو رسول الله صلی الله علیه وسلم له ما څخه وپوښتل ستا نوم څه شی دی ؟ ما ورته وویل زما نوم عبدالعزی دی . هغه راته وویل : (عبدالعزی ) نه ستا نوم عبدالرحمن دی . او په بل روایت کښې راغلي دي چې ما ورته وویل زما نوم عزیز دی نو رسول الله صلی الله علیه وسلم راته وویل عزیز خو الله جل جلاله دی .

حضرت ابن عمر رضی الله تعالی عنه وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم عاصیې ته وویل ته جمیله یې .( الادب المفرد )

د صحیح مسلم روایت دی چې د عمر رضی الله عنه د لور نوم عاصیه و نو رسول الله صلی الله علیه وسلم بدل کړ او جمیله نوم یې په کېښود .

محمد بن عمرو وایي چې یوه ورځ د ابو سلمه لور زینب خواته ولاړم نو زینب زما د خور د نوم وپوښتل څوک چې له ماسره تللې وه ، ما ورته وویل د دې نوم بَره ده . هغې وویل چې نوم یې بدل کړئ ، ځکه چې کله د رسول الله صلی الله علیه وسلم نکاح له زینب بنت جحش سره وشوه نو د هغې نوم هم بره و نو رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغې نوم بدل کړ او زینب یې پرې کېښود . او کله چې د ام سلمه رضی الله عنها واده وشو د هغې خواته رسول الله صلی الله علیه وسلم ورغی نو رسول الله صلی الله علیه وسلم تر غوږ شول چې مور مې بره بره (په نوم ) غږ کوي ، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل خپل نېکوالی خلکو ته مه ښکاره کوه . الله جل جلاله ښه پوهیږي چې په تاسو کښې څوک نېک عمله او څوک بدعمله دی او ویې ویل د دې نوم زینب کېښږدئ ، زما مور ام سلمه رضی الله عنها وویل : سمه ده دا نور زینب ده .

دامې چې واورېدل زینب ته مې وویل بیا نو دې ته نوم خوښ کړئ ، هغه نوم کېښږدئ کوم چې رسول الله صلی الله علیه وسلم کېښودلی و نو محمد بن عمر د هغې نوم زینب کېښود .

رائطه بنت مسلم وایي چې زما پلار مسلم ماته وویل زه د حنین په جنګ کښې د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره موجود وم ، رسول الله صلی الله علیه وسلم له ما څخه وپوښتل ، ستا نوم څه شی دی ؟ ما وویل زما نوم غراب دی ، رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل نه ، ستا نوم مسلم دی . ( الادب المفرد )

عایشه رضی الله عنها وایي چې یو سړي د رسول الله صلی الله علیه وسلم په مجلس کښې  یادونه وکړه چې هغه ته شهاب (شغله ) وایي نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل غراب نه بلکې ته هشام یې ( الادب المفرد )

د عبدالرحمن بن سعید مخزومي د ځوی نوم د اسلام څخه مخکښې ( الصرام ) و بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم په سعید سره بدل کړ . رسول الله صلی الله علیه وسلم له سعید څخه وپوښتل ، زما او ستا په مېنځ کښې څوک مشر دی ؟ سعید رضی الله عنه ورته وویل ته له ما څخه مشر یې او زه په عمر کښې زیات یم . …..

رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل تاسې د خپل ځوی نوم حباب مه ږدئ ، ځکه چې حباب شیطان دی ، ماشوم شیطان نه بلکې عبدالرحمن دی . ( جمع الفوائد )

حباب مار ته ویلی کیږي او ام حباب دنیا ته وایي ، له دې امله رسول الله صلی الله علیه وسلم د حباب نوم څخه منع کړې ده .

تبصره پريږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتل شوي تش ځايونه ډک کړئ، *

*