تازه مطالب
کور / علمي ليکني / د کندهار بريد چا وکړ
%da%a9%d9%86%d8%af%d9%87%d8%a7%d8%b1

د کندهار بريد چا وکړ

حفیظ الله حکمت

تیرماښام شاوخوا اووه بجې د کندهار د والي په د فتر کي هغه مهال چاودنه را منځ ته شوه,چي کله د اماراتو سفير او يو شمېر نور د سفارت کار کوونکي چي نن کندهار ته د يو دارالايتام د د سنګ بنياد ايښودلو لپاره راغلي وو,هم په دفتر کي د والي ميلمانه وو,او جنرال رازق چي د کندهار قمندان امنيه دی,د پېښي سه څو دقيقې مخکي له نوموړي د فتره تللی وو,د پېښي پړه تر او سه چا پر غاړه نده اخيستې,

او نه هم فکر کوم چي کومه وسلواله ډله به يې پړه ومني,ځکه دا کار د رازق سه بغير هيڅ څوک نه کولاي سي,او نه د چا د وس کار دی,په دې کي هيڅ شک نسته,چي د کندهار د والي په دفتر کي چاوديدونکي مواد به د رازق نفرو ځاي پر ځاي کړي وي,ځکه په دا نژدې تېرو ورځو کي د کندهار په ښار کي هغه پنځه ښځينه پوليسي چي د کندهار په هوايي ډګر کي يې کار کاوه,د نا معلومو کسانو له خوا ووژل سوې,په هغه ورځ رازق وويل چي دا کار دطالبانو او يا بلي وسلوالي ډلي ندی,د ده د خبرو سه دا معلومېدل  چي دۍ خپل دښمن پېژني,بل داچي والي په دې وروستيو کي د رازق په کارو کي لاس وهنه کول,او غوښتل يې چي د بولدک دکمرک د محصولاتو پيسې چي90%يې اوس د رازق شخصي جيب ته ځي,د دولت بوديجې ته ولاړي سي,او يا هم ده ته حصه پکي ورکړل سي,ستاسو به پياد وي چي چي څو مياشتي مخکي والي يو پلاوی د بولدک ولسوالي ته استولی وو,تر څو د بولدک د ګمرک په اړه ورته معلومات ور کړي,چي پيسې يې څنګه او پر کومه لار شخصي جيبو ته ځي,او څنګه دۍ کولاي سي چي مخه يې ونيسي,خو کله چي پلاوی بولدک ته ورسېدی,هلته د رازق ورور ټول ونيول او جوړ يې ووهل او وټکول,چي دې کار د رازق او والي تر مابين اختلافت نور هم ژور کړل,او يو بل ته په سنګرونو کي سول,

يادونه:د بولدک د ګمرک محصولات د ورځي ميليونونه ډالرو ته رسېږي,چي ډېره کمه فيصدي يې د حکومت بوديجې ته ځي,نور ټول د رازق شخصي جيب ته ځي.بله خبره دا چي رازق د اماراتو ديپلوماتان هم ونه بخښل او په نښه يې کړل,نو په دې کي هيڅ شک نسته چي دۍ غواړي چي په يوه غشي دوه ښکاره وکړي,يو خو به په اصطلاح خپل دښمن له منځه يوسي,

دوهم داچي په عين حال کي به يې پړه پر طالبانو ور واړوي,او په دې سره دۍ غواړي چي د طالبانو اړيکي د نورو هيوادونو خصوصا مسلمان هيوادنو سره خرابي کړي,چي هيڅ کله داکار شونی ندی

د تعجب خبره داده,چي چاوديدونکي مواد په کوچونو(صوپه)کي ځاي پر ځاي سوي وو,

دا کار نه هر څوک کولاي سي,او نه هم په لږ وخت کي امکان لري چي ځاي پر ځاي دي سي,هتمن به يې ده همدې ځاي کارکوونکي او داسي خلګ ځاي پرځاي کوي,چي هيڅ څوک هم پوښتنه نسي ورسه کولاي چي ته دلته څه کوې,نور نو هرڅوک پوهېږي چي غوا توره شيدې يې سپيني دي

تبصره پريږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتل شوي تش ځايونه ډک کړئ، *

*