تازه مطالب
کور / تبصرې / د کندهار برید چا او ولې ترسره کړ؟
amarat

د کندهار برید چا او ولې ترسره کړ؟

ډاکټر آصف

اوبه خړول او بیا په هغې کې ماهیان نیول د هغه ډارن او مکار دښمن کار وي چې خپل جرأت یې له لاسه ورکړی وي او نشي کولای چې له خپل دښمن سره مخامخ ډغرې ووهي، نو ځکه بیا داسې یوې بزدلې لوبې ته لاس اچوي چې د خلکو پام بل لوري ته وګرځوی او خپلو موخو ته ځان ورسوي.

تیره ورځ د کندهار برید همدغه ډول مکار او ډارن دښمن ترسره کړ، مونږ په خپل هیواد کې د دا ډول بریدونو بیلګې ډیرې لرو، چې یوه یې د پاکستان د د نیشنل ګوند د مشر خان عبدالغفار خان د جنازې پر مهال چاودنې وې چې په جلال اباد کې د نشنلیانو د جنازې پر کاروان ترسره شوې، چې وروسته بیا جوته شوه چې هغه برید مجاهدینو نه بلکه د نجیب په مستقیمه لارښونه خاد ترسره کړی و، او موخه یې دا وه چې نیشنلیان په پیښور کې د افغان مهاجرینو او مجاهدینو پر ضد راوپاروي او د جهاد څپانده څپه یو څه کمزورې کړي، خو په خپل دې شوم آرمان کې ناکام شول.

همدغه راز اوس چی د طالبانو اړیکې له ډیری هیوادونو سره مخ په ښه کیدو دي، نو مکار دښمن غواړي چی دغه اړیکي ګډوډې کړي او د جهاد او مجاهدینو سمندري طوفان کمزوری کړي.

د قطر دولت طالبانو ته په خپل هیواد کې دفتر پرانیست، او ورپسې عربي هیوادونو ډیری داسی اقدامات وکړل چې د افغانستان د مظلومو خلکو د درد دوا شي. لکه د ګوانتانامو نه د راخلاص شویو بندیانو استقبال او هغوی په خپل هیواد کی په ډیر قدر او عزت سره میشت کول، پر دې برسیره ډیرې نور خدمات یې په افغانستان کې د پخواني جهاد پر مهال هم د افغانستان د مسلمانو خلکو سره کړي، او اوس یې هم تر سره کوي. نو ځکه ورته دښمن په  اوبو کې خولې شوی دی.

عربي هیوادونو ته دوه قسم خوړلو دښمنانو کمین نیولی، چې یو  د افغانستان د حکومت استخبارات دي او بل د ایران حکومت، د افغانستان حکومت پر عربي هیوادونو د افغانستان د اسلامپبالو سره د مرستي شک کوي چې یوه مرسته یې په قطر کې د طالبانو د دفتر ته ځای ورکول دي. دوهم دښمن د ایران شیعه رافضي حکومت دی، ایران هیڅکله دا نشي زغملای چې عربي هیوادونه دې په افغانستان کې نفوذ وکړي، ځکه چې ایران په پټه او ښکاره په ټولو اسلامي او په ځانګړې ډول عربي هیوادونو کې د عربانو او سُنیانو پر ضد د فارسي توب او شیعه توب د نفوذ لپاره په ټینګه فعالیت کوي، په یمن کې له حوثیانو سره یې تر دې حده ملاتړ وکړ چې د یمن د خلکو جمهوري حکومت یې نسکور او پر ځای یې د شیعه حوثیانو حکومت په پښو ودراوه، همدا راز په لبنان کې یې د حزب الله ډله په دې نوم تاسیس کړه چې ګوندي د یهودو مخه ډپ کوي او یا بیت المقدس آزادوي او جهاد کوي، خو ولیدل شول چې دا یوه نمایشي ډله ده،  چې اصلي موخه یې په سیمه کې د شیعه نفوذ او پراختیا لپاره مبارزه کول دي، همدا راز په عراق کې یې له امریکا سره په دې شرط مرسته وکړه چې د صدام حکومت به له مینځه وړي او پر ځای به یې خپل شیعه لاسپوڅی عربان حاکمان کوي چې بالآخره د عراق واګي یې عراقي شیعه ګانو ته په لاس کې ورکړل او پخپله ایران هم په دغه حکومت کې نن پراخه هر اړخیز حضور لري، په سوریه کې ایران د سنیانو پر ضد هغه ظلمونه ترسره کړل چې انسانیت پر شرمیږي، په افغانستان کې یې د روسانو په وړاندې د جهاد پر مهال د سنی مجاهدینو ۷ ګوندونوپر ضد ۸ شیعه ګوندونه تاسیس کړل، او ورپسې د نجیب حکومت د سقوط نه پس یې د سنیانو پر ضد داسې وحشیانه کړنې ترسره کړي چې د بشریت پر تندي تور داغ ایښی، چې د خلکو په سرونو میخونه پک وهل، او د ښځو نه تیونه پرې کول یې د نمونې په حیث یادولی شو، د طالبانو د راتګ په وړاندې یې هم کلک مقاومت وکړ ځکه چې دا یو سوچه سني اسلامي خوځښت و، خو کله چه طالبان په افغانستان حاکم شول نو دوی خپل مقاومت ته تر هغې دوام ورکړ چې اصلي بادارن (امریکا) یې راورسیده نو دوی د بامیانو له غرونو نه د ایران په لمسون او مرستو د طالبانو پر ضد غلچکي بریدونه پیل کړل، خو کله چې د طالبانو حکومت نسکور شو ایران له امریکا سره پر افغانستان د یرغل پر مهال په همدې شرط مرسته وکړه چې شیعه افغانانو ته به په حکومت کې غوښینه برخه ورکوي چې همداسې وشول او د ایران د فعالیت مخه به نه ډپ کوي چې همداسې وشول.

ایران اوس مهال په  افغانستان کې په هر اړخیز ډول او پراخه پیمانه د ایراني تمدن او فرهنګ او شیعه مذهب د خپرولو لپاره هاند او هڅې په ګړندي ډول کوي، او په هر اړخ کې یې خورا زیات پرمختګونه هم تر سترګو کیږي، شیعه افغانانو ته بی خرته پیسی ورکوي څو د افغانستان په پلازمینی او نورو سترو ښارونو کې (په فلسطین کط د یهودو په څیر) ځمکې و پیري او خپله سلطه له دې لارې هم پراخه کړي، آن چې ولسمشر حامد کرزي ته هم ایران هره میاشت بې حسابه او بی کتابه پیسې استولې چې په پای کې افشا هم شوې د دې لپاره چې د ایرانیانو د پټو فعالیتونو راز افشا نکړي.

د طالبانو د سقوط نه پس په افغانستان کې د عربی نړۍ فعالیت خورا پیکه او تت شو چې تر ننه همدې حالت دوام درلود، خو عربان هغه مهال له خپل درانه خوبه رابیدار شول چې ایران په یمن د حوثي شیعه ګانو په لاس یمنی حکومت نسکور کړ، او په سوریه او عراق کې یې شیعه بدلونونه راوستل، نو سعوي عربستان هم په  افغانستان کې خپل فعالیت له سره پیل کړ چې له جملې نه یې په ننګرهار ولایت کې د یوه ستر روغتون او یوه نړیوال پوهنتون د جوړولو بنسټ کیښودل وو، دې عمل هم ایرانیان وپارول او ډیره هڅه یې وکړه چې په افغان حکومت کې د موجودو ایراني جاسوسانو په لاس دا پروسه له خنډ سره مخ کړي خو ونه توانیدل، اوس چې عربي اماراتو هم د سعودي په تعیقیب د دغه جنګ ځپلي هیواد د مرستې لپاره ملا تړلې او په لومړی قدم کې یې د شهیدانو د یتیمو بچیانو لپاره د تعلیمي ادارو د جوړولو ډبره ایښودله نو ایرانیانو دغه ناځوامردانه عمل ترسره کړ، دوی فکر کوي چې هم په خپل کرغیړن عمل ترسره کړي او هم به یې پړه پر طالبانو ورشي، خو دا چې عربان اوس بیدار شوي دي او پوهیږي چې دغه ډول بریدونه د طالبانو کار نه بلکه د هغه چا عمل دی چی په افغانستان کې د اماراتو موجودیت نشي زغملی نو ځکه د اماراتو صدراعظم محمد بن راشد مکتوم بې له ځنډه اعلان وکړ چې دغه ډول بریدونه به دوی د خپلو انساني مرستو نه په شا نکړي او دغه ډول بریدونه د دوی مورال نشي کمزوری کولی، او طالبانو هم اعلان وکړ چې دغه برید د دوی له  لوري نه دی ترسره شوی.

نو ځکه ویلای شو چې په دې برید کې په قوي احتمال سره د ایرانیانو لاس دی او په دوهم قدم کی د افغانستان د حکومت استخباراتو احتمال هم نشی ردیدلای.

تبصره پريږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتل شوي تش ځايونه ډک کړئ، *

*