تازه مطالب
کور / راپور تاژ / د کندهار د سولې چیغه: سفارتونه او نور بهرني هیوادونه مو نشي ساتلای، روانه جګړه بهرني عوامل لري
kandahar

د کندهار د سولې چیغه: سفارتونه او نور بهرني هیوادونه مو نشي ساتلای، روانه جګړه بهرني عوامل لري

راپورتاژ: الماس خدرخېل

درې ورځې وړاندې د کندهار په تاریخي ښار کې د شاوخوا لسو ولايتونو قومي مشرانو، مخورو، مدني فعالانو، ژورنالستانو او چارواکو له خوا د تهديد، يو بل ته د ګوت نيونې پر ځای د سولې او جګړې د درېدو لپاره غونډه ترسره شوه.

ياده غونډه د افغان سوله غوښتونکو ځوانانو له خوا جوړه شوې وه، چې نوم يې ورته د سولې چيغه غوره کړی و.

په غونډه کې د سوېلي حوزې د ولايتونو تر څنګ د هرات، نيمروز، فراه، بادغيس، ارزګان او يو شمير نورو ولايتونو قومي مشرانو او چارواکو ګډون درلود.

د سولې چيغې په نوم په دغه غونډه کې د جګړې د بدو پايلو او د سولې د راتلو لپاره خبرې اترې او بحث ترسره شو.

د يادې غونډې په پيل کې د کندهار والي همايون عزيزي وويل، چې په هېود کې روانه جګړه نيابتي اړخ لري او زياته يې کړه، چې ایا انتظار وکړو چې د منطقوي او نړیوالو لوبو قرباني شو او که راولاړ شو، نوموړی وايي، چې ولس او ملت دې د دغه حالت څخه د وتلو لپاره کار وکړي، سوله غوره ده، مذاکرات د حل لاره ده، حکومت او طالبان دې د سولې لپاره جوړجاړی وکړي.

ښاغلي عزیزي وویل، په هېواد کې روانه جګړه د افغانانو نه، بلکې بهرني عوامل لري.

د خپلو خبرو په وخت کې د هرات مشهور دیني عالم خلیفه نوین صاحب او د دغه ولايت څخه راغليو استازو وويل، چې علماء د سولې په برخه کې مهم رول لوبولای شي، نوموړي زياته کړه، لویدیځ ولي موږ د وحدت او هیواد جوړونې لپاره نه پریږدې.

نوموړی زياتوي، لويديځوالوال د اروپا اتحادیه لری. خپلو سیمو کې د یووالي کوښښ او موږ وحدت ته نه پریږدې.

غونډې ته د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق د وینا پر مهال وویل، “له وینه تویدو حکومت، موږ او طالبان وروڼه ستړې دي، سفارتونه او نور بهرني هیوادونه مو نشي ساتلای، مرور طالبان ورونه د دې وطن دی، له دې وطن څخه یې نشو ایستلی، وینه تویول باید بند شی، مشکلات حکومت کې او طالب دواړو کې شته، ملت دي وپوښتي د طالبانو د کورنیو او سولې لپاره دي یوه امن سیمه په هیواد کې په نښه کړي، ملت دې له طالبانو سره تماس ونیسي، د هغوی کورنیو ته باید امن سیمه په نخښه شي، پخوا یو امریکا وه اوس دادی روس هم راځی، د ملامحمدعمر اخوند زخمونه د روسانو لخوا وو، اوس که هغوی بیا زموږ په سرنوشت کې مداخله کوي. سمه نه ده، موږ پوهیږو چې غلطي کوو، موږ اصلاح کړئ، ملت دې تصمیم ونیسي او په دواړو لورو دې عملي کړي.

د هلمند ولايت څخه راغلي استازي حاجي محمد جان وويل: “هیڅ امکان نه لري چې په خارجیانو خپل هیواد جوړ کړو، پیشو د خدای لپاره موږک نه نیسي،امریکا ولاړه شه، زموږ نه یاست په کار، موږ پریږدئ خپله سره جوړ یوو، قسم په الله چې بهرنيان زموږ په ګټه نه دي، ښاغلي محمد جان زياته کړه، طالب مو ورور، زوی او د اکا او ماما زوی دی، مګر موږ نه یو ورغلي، هغه وايي، چې حکومت جوړ نه وي، خلک ورڅخه خوشاله نه وي، له طالب څخه ولي بیا ګیله کوو”.

د غونډې يو بل ويناوال او د فراه د خلکو استازي وويل، چې د سولې د مصؤن ځای لپاره دې یو مشخص ولایت په سهیل لویدیځ حوزه کې مشخص شي، چې طالب او حکومتي کسان پکې په امن وي

د اروزګان استازي حاجي عطاء الله صادق په خيله وينا کې په جګړه کې په ښکېلو اړخونو غږ وکړ، چې دا هیواد د ټولو افغانانو مشترک کور دی، راځئ په ګډه یې اباد کړو، د نوموړي په وينا، که طالب، اردو او پولیس د نورو بهرنیو مقابل کې یو ځای ودریږي په اسیا کې به قوي هیواد و اوسو.

د کندهار مشهور قومي مشر څارنوال محمد عیسی خان ګډون والو ته په خپله وينا کې وويل، چې څومره مو وس او توان وي د سولې غږ به جهتونو ته رسو.

 بايد وويل شي، چې د غونډې په جريان کې له ټولو ولايتونو څخه راغليو استازيو او ګډونوالو سوله د افغان ولس مسلم حق وباله او په جګړه کې له دواړو ښکېلو غاړو يې وغوښتل چې سولې ته زمينه برابره کړي.

د غونډې په وروستيو کې د سولې د ټينګښت لپاره يو اته ماده ييز پرېکړه ليک ولوستل شو، چې پکې د دواړو لوريو غوښتل شوي وه چې د پريکړه ليک ټولو مادو ته ښکېل جهتونه ژمن وي او د سولې لپاره کار وکړي.

د شنونکو په باور دا چې د سولې پر لار پر ټولو پرتو خنډونو سربېره جنرال رازق د سولې غږ پورته کوي، دا هیله منتیا زیاتوي چې د سولې لپاره د ځینو ځوانانو هڅې رنګ راوړي.

تبصره پريږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتل شوي تش ځايونه ډک کړئ، *

*